عجیبه ده / نجیب ننګیال

0 1,054

عجبه ده!
طالبانو قرانونه وسوځول. په سوونو دیني علماء یې شهیدان کړل. په غزني کې یې یو شپږاتیا کلن دیني عالم د خپلو دوه زامنو سره یوځای په سجده شهید کړ. په بټي کوټ کې یې د جومات امام د ښځې او ماشومانو مخې ته شهید کړ. هفوی قران ورته نیولی و چې مه، خو هیچا رحم ونکړ. په مسجدونو یې بریدونه وکړل. د بلخ په شاهین قول اردو کې یې دوه سوه سرتیري په داسې حال کې شهیدان کړل چې په جومات کې را ټول و، قران یې وایه. د لوګر والي ارسلا جمال ته یې د قران شریف په منځ کې بم کېښود. مینارونه یې ونړول. جوماتونه یې د بم او بریدونو له امله بې لمونځ ګوزارو کړل. د سهار او ماسختن لمونځ خو خلکو مطلق د طالب د وحشت له ډاره پرېښود. د درې نیم زره سپېڅلو علماوو په غونډه یې حمله وکړه. ۷ لوی لوی محدثین او مفسرین یې داسې ټوټه ټوټه کړل چې سپین مبارک پټکي یې په وینو کې لت پټ وغورځېدل. د کعبې د امام او د اسلامي نړۍ د سترو علماوو چې ږیرې یې دین ته په خدمت او د قران و حدیث په تدریس کې سپینې شوي، خواستونو او زاریو ته یې ذره اهمیت ور نکړ، بلکې برعکس یې د رسول الله د منبر او د بیت الله جانشین د ټرمپ استازی وباله.

مونږ دا هر څه ولیدل. د دین محمدي دا ټول توهین وشو. رنې رڼې مو ورته کتل. رپ مو و نه واهه. درد مو حس نکړ. اه مو له خولې و نه وېست. ځکه دا کار داسې چا کړی چې سپین کالي یې اغوستي. تر شا یې توره خبیثه اروا پټه کړې او د استعمار اجنډا مخته وړي. چې مسلمانان په دوامداره جګړه کې اوسي. چې فقر او بېکاري حاکمه وي. غرب ته محتاج وي او امریکا ته یې د سوال لاس نیولی وي. تر څو مسلمانان د علم حصول، د تخنیکونو زده کړې، د سیاست او ډیپلوماسۍ په اړه فکر او د فقر او بېکارۍ د ختمولو لپاره وخت پیدا نکړي.

څومره زیان چې د محمد ص دین ته د طالبي امارت جاهلینو، د داعش افراطیانو او د دې وخیم وضعیت تماشه کوونکو ګونګیو علماوو اړولی، که به دومره توهین او دومره تاوان په څو پېړیو کې هالینډیان او ډنمارکیان واړولی شي.

مونږ د دین اساسي او افاقي پیغام مسخره کړ. مونږ د محمد رسول الله د اسوې مطابق نه جګړه وکړه، نه خبره، نه سیاست. مونږ دین ته شرم واړوه او اوس چې د دې خپلو ناغېړیو پیغور څوک را کوي، جنګ کوو. چیغې وهو او په نورو ملامتیا اچوو.

فکر وکړئ او سر په ګرېوان کې ښکته کړئ. و به پوهېږئ، چې په کومه روان یو او څوک ملامت دي. دا جهاد او جهاد بازۍ مونږ چیرته وړي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply