خپلواکي د الله تعالی سترنعمت دی/مفتي عبدالولي ساپی

0 796

ازادي او خپلواکي د الله تعالی لوی نعمت دی، الله تعالی په قرآن مجيد کې دا پر بني اسرائيلو د امتنان او احسان په طور ياده کړې ده، فرمايي: (وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَعَلَ فِيكُمْ أَنْبِيَاءَ وَجَعَلَكُمْ مُلُوكًا وَآتَاكُمْ مَا لَمْ يُؤْتِ أَحَدًا مِنَ الْعَالَمِينَ) [المایده سورت، ۲۰]

او كله چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ چې پر تاسو باندې (شوي) دي كله چې يې په تاسو كې پېغمبران پیدا كړل او تاسو يې ازاد (او خودمختاره) كړئ او تاسو ته يې هغه څه در كړل چې په عالمونو كې يې هیچا ته هم نه وو وركړي.
ازادي د الله په فضل او نعمت کې يقينا راځي او د الله پر فضل خوشالي کول او شکر ويستل پکار دي، الله فرمايي:
(قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ) [یونس سورت، ۵۸]

ته دوی ته ووایه: د الله په فضل سره او د هغه په رحمت سره بايد دوى خوشحاله شي، دا ډېر غوره دى له هغه نه چې دوى يې جمع كوي.
اګر که د ايت شان نزول خاص دی خو الفاظ يې عام دی.
د الله تعالی د نعمت بيان او وينا هم پكار ده، الله فرمايي:
(وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ) [الضحی سورت، ۱۱]

او ته د خپل رب نعمتونه بيانوه.
ځينې خلک استدلال کوي او وايي چې مونږ اوس بشپړه خپلواکي نه لرو. د دغو خلکو خبره تر يو حده سمه ده چې مونږ کامله خپلواکي نه لرو خو دا بد حالت يواځې زمونږ نه دی، له يو څو پرته نور ټول هېوادونه او بالخصوص ټول اسلامي هېوادونه بشپړه خپلواکي نه لري، د بشپړې خپلواکۍ لپاره په هر میدان کې کار او زيار ضروري دی، تر ټولو اهم ميدان دا دی چې بايد په اقتصاد کې ستا هېواد خودکفا وي، زمونږ هېواد چې د بې شمېره طبيعي زېرمو خاوند دی، له دغو نه استفاده کول، د استفادې هنر زده کول او د استفادې لپاره باامنه چاپېريال ميسر کول د ټولو هېوادوالو ذمه واري ده، په تعليم کې برتګ ضروري دی، نو کله چې يو هېواد په اقتصادي اړخ کې پر ځان بسيا شي دی بشپړه خپلواکي حاصلوي، بله دا چې پر حاصلې خپلواکۍ شکر ويستل د بشپړې خپلواکۍ لپاره اساس دی، الله فرمايي: (وَإِذ تأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ) [ابرایم سورت، ۷]

او كله چې ستاسو رب اعلان وكړ چې قسم دى كه تاسو شكر وباسئ (، نو) زه به خامخا هرومرو تاسو ته(په نعمتونو کې) اضافه وكړم او قسم دى كه تاسو ناشكري وكړئ، نو بېشكه زما عذاب خامخا ډېر سخت دى.

بله دا چې کامله خپلواکي د هېوادوالو په خپلمنځي سولې او خپلمنځي وحدت سره ممکن ده، او څو پورې چې ملت متحد نشي له هيلو سره سم حالت ته، يعنې ايډيال حالت ته رسېدل مشکل دي.

يوه بله اړينه تنبيه دا ده چې د خپلواکۍ د حاصلېدو خوشالي بايد د شریعت په حدودو کې وي، کومه خوشالي چې د شريعت له حدودو واوړي انجام يې محمود نه وي او د الله د ناراضۍ سبب ګرځي.

يوه بله اهمه خبره چې يادول يې ضرور بولم هغه دا چې هغه څوک او هغه مشران چې د خپلواکۍ لپاره يې مبارزه کړې وه او ستا هېواد ته يې ازادي راوړه د هغو قدرداني او احترام ضرور دی، په ښه نوم سره د هغو يادونه لازمه ده او د هغوی دغه احسان او ښېګړه هېرول غټه احسان فراموشي ده. په دغو مشرانو کې غازي امان الله خان رحمه الله د ازادۍ د لارې سرلاری او قايد و، الله تعالی دې پر هغه او د هغه د ازادۍ د لارې پر ملګرو رحمتونه نازل کړي. په ياد ولرئ چې هغه څوک چې د خپلو محسنينو شکريه نه ادا کوي هغوی د الله تعالی شکر هم نه ادا کوي، نبي صلی الله عليه وسلم فرمایي: من لم يشکر الناس لم يشکر الله، چاچې د خلکو شکر ادا نه کړ هغه د الله شکر ادا نه کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply