غاصبین باید خپله سزا وویني/ محمد بشیر یوسفزوی

0 475

د ولس او حکومت لپاره یو لوی سرخوږی د ځمکو غاصبین دي چې دوی په زور دولتي او شخصي ځمکې نیسي، شخصي ابادۍ په کې کوي، یا یې هم په نورو پلوري. سره له دې چې ولس عملاً له غاصبینو څخه متضرر دی ، مګر له بده مرغه لا هم د غاصب پر وړاندې هغسې حساس او منفور نه دی چې باید وي.

دا اوس هم موږ ګورو چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ولس غاصبینو څخه د کرکې پرځای د دوی درناوی کوي، د دوی د وحشت او دهشت تر اغېز لاندې راغلي دي. له دوی سره راشه درشه ناسته او ولاړه کوي. ولس ته پکار دی چې له غاصبینو څخه خپله کرکه په ډاګه کړي او هغوی ته دا ور وښیي چې ولس له دوی څخه نفرت لري، مخ ورڅخه اړوي، تر څو غاصبین د ملامتۍ او کمترۍ احساس وکړي، خجالت وباسي او حداقل داسې وګڼي چې نور د دوی له موجودیت څخه ځورېږي.

تر هغو چې ولس په دې برخه کې جدي نشي، نو نه به د غاصب له ظلمونو خلاص شي او نه هم په حکومت د نیوکې حق لري، ولس هغه مهال کولی شي حکومت ته د ملامتیا ګوته ونیسي کله چې دوی د غاصبینو پر وړاندې غبرګون وښیي، مګر حکومت د دوی ملاتړ ونه کړي. په ډېرو سیمو کې موږ ولیدل کله چې کوم غاصب او زورواکی د حکومت له لوري نیول کېږي، نو همدا ولسونه او خلک د دوی په ملاتړ راپوروته کېږي، لاریونونه کوي او لارې بندوي، حکومت ته مزاحمتونه ایجادوي او د غاصبینو د خلاصون غوښتنه کوي.

له بلې خوا د قانون د حاکمیت او تطبیق محدودېدل د ځمکو د غصب زمینه برابروي، خو په تېرو کلونو کې نا امني او کډوالي هغه اسانه کړه او یو بحران یې ورڅخه جوړ کړ. د ملي یووالي حکومت په ټولو ولایتونو کې له پراخ غصب سره مخ شو له همدې امله یې د ځمکو او اوبو عالي شورا په غونډو کې پر دې موضوع دایمي ټینګار وکړ.

ملي یووالي حکومت دې موضوع ته د رسیدګۍ او دې موضوع سره د مبارزې لپاره، د زمیندارۍ د چارو تنظیم قانون طرح او توشیح کړ. دغه قانون د ځمکو د ادارې دندې او واکونه تعریف کړي او د ځمکو او اوبو عالي شورا یې معرفي کړې ده. په دغه قانون کې د ځمکې د چارو پر تنظیم، د ځمکې او مالکیت د اعتبار وړ اسنادو، د مالکیت حق د کدستر او تثبیت سروې، د ځمکې تصفیه، جزایي احکامو او نورو موضوعاتو په اړه وضاحت ورکړل شوی. د دغه قانون یولسم او دولسم فصل په مشخص ډول د ځمکې پر غصب او جزایي احکامو بحث کړی. د غصب کوونکي تشخیص، د غصب شوې ځمکې استرداد او هغه ته رسیدګي د قانوني پړاونو تېرولو پرته د ځمکې تبادله؛ مقابل لوري ته د غصب شویو ځمکو په اړه د وخت مراعتولو او د قانون رجعت پرته ،  د غصب کوونکي مجازات او د وېشل شویو ځمکو استرداد د دغو دواړو فصلونو عمده موارد دي.

لنډه دا چې حکومت او ولس دې د غاصبینو پر ضد د اقدام لپاره خپله همکاري او همغږي زیاته کړي، څومره چې حکومت او ولس په دې برخه کې سره همکار شي، نو همغومره به یې کړنې موثرې او پایلې ګټورې وي. که ولس په دې تمه وي چې د دوی له اقدام پرته به غاصبین خپله سزا وویني، نو دا خیال دی، ځکه حکومت عملاً په جنګ کې ښکېل دی او ګڼې نورې ستونزې لري، نو د ولس له همکارۍ پرته ورته له غاصبینو سره مبارزه او حساب کتاب اسانه نه دی. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply