غزل / بارکوال میاخېل

0 739

ساه اخیستای نه شو رنځوره ده هوا د سلوک
محسوسوو له څه مودې دلته وبا د سلوک

خپه کوي په درنو لاسو د جذبو ماشومان
ګرځي د زړونو په وطن کې یْوه بلا د سلوک

د بېکسۍ په ماتم سر کړ د خویونو زندان
اورم له ځان سره سوکه سوکه ژړا د سلوک

دا چې اوس انګولي د ورځې د لېوانو په څېر
چا ناارامه کړه د ژوند په شپه اروا د سلوک

هر څه چې اخلې خو له نرخه اول ځان کړه خبر
په دې بازار کې ډېره ګرانه ده سودا د سلوک

ځو اړوو د تنهایۍ په بیابان کې کډه
موږ د نرګسو بار اخیستی دی په شا د سلوک

یو تۀ تر ټولو بارکواله! نالایق وختې
په دې مکتب کې هر چا زده کړله ریا د سلوک

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply