سیګار: له حکمتیار سره د سولې هوکړه، د مثبت اغېز سبب نه ده شوې

0 691

له ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړې، د سولې پر بهیر قطعي اغېز نه دی کړی. سیګار یا د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا مفتش وايي، افغان حکومت له ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه، دغه ډلې له جګړو لاس واخیست خو دغه هوکړې د سولې پر بهیر قطعي اغېز نه دی کړی. په راپور کې راځي، ټول لوړپوړي افغان چارواکي د ولسمشر غني په ګډون په دې باور و، چې که ګلبدین حکمتیار سوله وکړي، نو ښايي نورې وسله والې ډلې هم دده په شان سولې او مذاکراتو ته زړه ښه کړي، خو دغه هوکړې د سولې پر بهیر او سولې ته نورو ډلو په هڅولو کې مثبت اغېز نه دی کړی. سیګار د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له قوله یادې څرګندونې کړې دي. دغه وزارت ویلي، سره له دې چې د حکمتیار راتګ د سولې پر بهیر اغېز نه دی کړی، خو د سولې له پروسې سره ددغه ګوند یو ځای کېدل مهم ګام و او دوی په ښه سترګه ورته ګوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply