د پښتنو او بلوڅو د ملي پیوستون د ورځې په یاد / دوکتور م، عثمان تره کي

0 811

نن د پښتنو او بلوڅو ورځ په یوه ځانګړې سیمه ایزه  چاپیریال کې نمانځل کیږي  چه په کې :

– په افغانستان کې د ناتو ناقانونه  جګړه ایز حضور او ورسره نا امني دوام لري.

– پاکستا ن په قابو ناست دي چه د افغانستان نه د امریکا او ناتو د لښکرو د وتلو په صورت کې  د ستراتژیک عمق تیوري پلې کړي.

– د دیورند په دواړه برخو کې د پښتنو په میشته سیمو کې  نسل وژنه ادامه لري.

– د پاکستان په  د ننه د پښتون  ژغورنې غورځنګ  ( پ، ږ، غ )  د ولسي پاڅون په ملاتړ د پاکستان فوج د جنایتونو په وړاندې سر راپورته کړې،

– د پاکستان فوج  نه یوازې د ( پ، ږ، غ ) مشروع غوښتنو ته ځواب ندې ویلې بلکې په پښتونخواه سیمه کې  د 60 زره نورو عسکرو  ځاي په ځاي کړې دي.

ځینو خوشباورو افغانانو  د نړیوال نظامي ائتلاف یعنې  د اشغالګرو ځواکونو  نه تمه یې درلودله  چه د افغانستان او پاکستان تر منځ د دیورند متنازع فیه کرښې په اړه د نړیوالو قوانینو په بنسټ سوله ایزه لارې چارې ولټوي او  د پښتنو او بلوڅو داعیه په ستراتژیک تعاملاتو کې ورګد کړي. خو امریکا او ناتو د کابل ادارې او د پاکستان سره په ګډه په لر او بر کې د پښتنو د تباهي او بربادي  پروګرام تر لاس لاندې ونیول. د پاکستان سره په معامله  د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د رسمي اجندا نه لرې کړ.

د نړیوال نظامي ائتلاف د ضد افغاني سیاستونو په متابعت  په اصطلاح ملي ګوندونه  لکه پاکستان ته خرڅ شوې او شرمیدلې د افغان ملت ګوند د دې جوګه نشول چه پدغه تاریخي ورځ  د پښتنو او بلوڅو د داعیې په ملاتړ غږ اوچت کړي.

په افغانستان کې د امریکا د یرغل نه مخکې، پاکستان  جرئت نه درلود چه په قبایلی سیمو یعنې  په یوه متنازع فیه خاوره کې خپل پوځ ځاي په ځاي او په کې په نظامي عملیاتو لاس پورې کړي.  په قبایلي سیمو کې د دولتي واکمني د غزولو، وینې تویولو او وژنو قومانده، پیسې او په ټیټه کچه وسلې، امریکا ( د بوش اداره )  پاکستان ته ورکړ.

نن خبره دې ځاي ته ورسیده چه د پاکستان واکمنه ډله د نړیوال قوانینو خلاف قبایلي آزاده سیمه پخپل حقوقي نظام په د ننه الحاقوي بې لدې چه د کابل د ادارې د کوم اعتراض سره مخ شي. د دغه خبرې معنا دا ده چه د پاکستان سره پټې معاملې  د کابل ادارې د پاره واره داره  پړاو ته ورداخل شویده.

پاکستان د نړیوال نظامي ائتلاف او د کابل ادارې د ضمني موافقت په ګته اخیستو سره د تعرض په حالت کي قرار لري. حال دا چه بېوسه ساتلې شوې افغانستان په دفاعي کمزورې حالت کې واقع دي :  د پاکستان د پوځ د عملیاتو ساحه پاکستان خاورې ته محدوده پاتې نشوه. پاکستان  د امریکا د ضمني موافقت په ګټه اخیستو سره  د افغانستان په ضد یو ګام وړاندې پورته کړ : د دیورند کرښې ( متنازع فیه کرښه ) په اوږدو کې د خندق په کیندلو، اغزن سیم په غزولو او امنیتي پوستو په جوړولو کې لاس پورې کړ. بد معاشي هغه وخت لوړه درجې ته ورسیده  چه د افغانستان په خاوره کې د پاکستان له خوأ د توغندیو باران پیل شو چه تر نن پورې ادامه لري.  ذغه ټولې  د امریکی د ضمني موافقت په بنسټ.

واقعیت دا دي چه تر هغه وخته پورې چه په افغانستان کې  بیواک ، د پردیو مزدور او  ملي ضد واکمنان  په قدرت کې وي د پښتنو او بلوڅو برحقه داعیه  د تعارفاتي غونډو او شعارونو په کچه پاتې کیږي. ’’ پاي ‘‘

فرانسه – 31/08/2018

دوکتور م ، عثمان تره کي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply