عصري فساد / حامدالله ستون

0 559

که د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مخالفینو وپوښتنئ چې د کرزي د واکمنۍ عیب څه دی، هرو مرو به لومړی د اداري فساد یادونه کوي. که څه هم کرزی په خپله واکمنۍ کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، مګر د اداري فساد موجودیت او ډېروالي یې د لاسته راوړنو رنګ کمزوری کړی دی چې په حقیقت کې همدا د حامد کرزي د واکمنۍ لوی عیب او کمزوري وه.

کله چې تېرې ټاکنې را نږدې شوې، په ټاکنیزو کمپاینونو کې ولسمشر غني د فساد په وړاندې د خپل کلک دریځ یادونه کوله. دا چې ولس له دغې پدیدې ستړی و، ځکه خو یې د ولسمشر ملاتړ وکړ.

د ملي یوالي حکومت په راتلو سره ولسمشر غني په خپل دريځ کلک ودرېد. په ډېری برخو کې دا تغیر تر سترګو کېده، خو بیا هم څنګه چې باید فساد له منځه تللی وئ، لاړ نه شو. داسې نه چې ولسمشر غني اراده نه درلوده، بلکې په خپله اراده کې کمزوری و او وجه یې د فاسد ټیم درلودل وو.

په دې ډول په دې وروستیو کې چې په هېواد کې کومې پېښې را منځ ته شوې، ولس ترې څه ناڅه ناهیلی شو او د ولسمشر چغې یوازې شعار ته ورته شوې. د دې تر څنګ په خپله په نظام کې دخیل لویو چارواکو هم لا د کرزي د واکمنۍ رواج نه دی پرې اېښی.

دا اوس مهال د اوسني حکومت ډېری ملاتړي ځوانه طبقه وه. دا ځکه چې ځوانان په خپله د وطن جوړونې قوي اراده لري. له همدې وجې ولسمشر غني په ځوانانو کې په لوی اکثریت ملاتړي درلودل، مګر دغه ملاتړ چې څنګه په دې وروستیو کې کمزوری او پیکه شو، علت یې د امنیتي پېښو زیاتوالی او ولس په دې باندې باوري کېدل چې لا هم د کرزي د دورې په ډول فساد روان دی.

زه د دغه فساد یوه بېله وایم. مونږ په نیمروز ولایت کې له فساد سره جدي مبارزه پیل کړه. دا چې نیمروز ولایت یو سوداګریز ولایت و، ځکه خو په کې په زیاته کچه فساد و او لارې چارې ورته برابرېدلې. په دې ډول د وخت والي د دغه فساد په اړه د ولس په لاریونونو له دې ولایت څخه را وشړل شو. د دې پر ځای چې له والي سره حساب کتاب وشي، دا تمه شته چې تر دې به لویه دنده ورکول کیږي. په دې ډول مونږ دې ته عصري فساد ویلی شو، ځکه چې د ولس په ذهن کې یو ډول تصورات موجود دي او حکومت د پر دې تر شا بل څه کوي. که څه هم دا خبرې د کرزي په دوره کې هم وې، خو هلته لږ څه ښکاره وې، مګر اوس په کې فرق دا راغلی چې فساد لږ څه عصري شوی دی او د اخیستلو او ورکو ډول یې هم تغیر کړی دی.

په همدې ډول د نیمروز ولایت معاون سردار محمد همدرد چې له فساد سره د مبارزې ټینګ دریځ درلود، په هلمند او نیمرزو کې یې د نظام او د قانون د حاکمیت په خاطر څرګنده قرباني ورکړه چې ولس او حکومت ته ښه په ډاګه معلومه ده. کله چې یې په هلمند کې د فساد په وړاندې اقدام وکړ، له بې شمېره ستونزو سره مخ شو. د دې پر ځای چې حکومت یې ملاتړ کړی و، له دندې یې تبدیل کړ. په دې توګه یې په نیمروز ولایت کې هم د فساد په وړاندې خپله مبارزه جاري وساتله چې وروسته وروسته په نظام کې موجوده مفسدو کړیو د همدې قربانۍ او له فساد سره د مبارزې په خاطر دې ته اړ کړ چې خپله استعفا وړاندې کړي.

د نړۍ حکومتونه، پر مختللي هېوادونه، ټکنالوژي او علم په شعار او ټوکو نه دي را منځ ته شوي، بلکي دا د هغو زحمتونو پایله ده چې د اړونده هېوادونو مشران او ولس یې د خپل هېواد جوړولو لپاره باسي. یو حکومت په دې ډول خپل هېواد د پرمختیا پر لور نه شي بېولی چې له ولس سره ټوکې کوي او یا په خپلو خبرو کې شعارونه ورکوي.

په دې توګه دا امکان نه لري چې یو وروسته پاتې هېواد په داسې حالت کې پرمختګ وکړي چې جګړه په کې د فساد په وجه بایلل کیږي. تر وزیر او والي پورې یوازې د خپلو څوکیو د ساتنې او د جېب غم کوي او ولس ته یوازې د خپلې بې کفایتۍ پر ځای د شعارونو پرده ځوړنده کړي.

مونږ تر هغو نه شو کولای یو پرمختللی هېواد ولرو، ترڅو پورې چې د وخت د واکمنانو له ذهنونو څخه د فساد او واک خواهش نه دی تللی. که چېرې دغه خواهش د وطن د جوړښت او پرمختګ په مینې بدل شي، د ټولو قومونو تر منځ یوه واحده اراده را منځ ته شي، کولای شو د راتلونکي لپاره هيلې ولرو او هېواد مو د پرمختګ پر لور روان کړو.

په درنښت!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply