امریکا ولي د پاکستان پر ضد نظامي اقدام نه کوي؟/ بصیر عاصم

0 550
د طالبانو د رژیم له پرزېدو  ډېره موده نه وه تېره چې پاکستان یوار بیا ددې ډلې په تنظیمولو او مجهزولو پیل وکړ ، په پیل کې نه د هغه وخت عبوري ادارې نه یې دلته میشتو نړیوالو متحدینو په اړه جدي اندېښنه ښکاره کړه، خو لږه موده ورسته ددې ډلې د ځواکمنېدو سره چې افغان امنیتي ځواک ، ولس او ټولګټې پروژې کله نا کله یې نړیوال سوله ساتونکې هم هدف وګرزول جدی ګواښ محسوس کړ.

په پاکستان کې مېشتو نړیوالو استخباراتو په ځانګړی توګه د امریکا (سی ای اې) چې په دغه هیواد کې یې پراخ حضور درلودی هر څه په سترګو لېدل خو یوې خوا ته د روسيې سره سیاسي او نظامي رقابت په منځنی اسیا کې د روسیې پراخ نظامي او سیاسي نفوذ او نسبتاً اوږده لار او بلي خوا ته د ایران سره خراب روابط ، د پاکستان د لاري ارزانه او اسانه د نړیوالو ځواکونو نظامي اکمالات ، د یوې الې په توګه پاکستان په نړیوالو چارو کې استعمالول او پراخه پانګونه پرې کول ددې سبب شوه چې په افغانستان کې د پاکستان پر مداخلې نړیوال په ځانګړې توګه امریکایي چارواکي غوږونه کاڼه او د طالبانو د بغاوت په بیا ځپلو کې ډېره اتکاء د افغان حکومت او پوځ پر پیاوړتیا وکړي. خو په نظام کې پراخ فساد د افغان پوځ پر پیاوړتیا د امریکا پر پلانونو او هیلو سیوری وغوړاوه او په دې لړ کې یې تر هر څه په نظام کې د فساد و ختمولو ته لمړیتوب ورکړ او په مسلسله توګه یې پر افغان حکومت د فساد پر ورک کولو ټینګار وکړ.

د امریکا او نړیوالو د ټینګار سره سره په داخل کې د نظام فساد د کمېدو پر ځای اوج ته ورسېده ان ولسمشر کرزی به د پر ځای د استعمال مشهورې هم ورکولې.

د ولسمشر کرزی د ریاست تر ورستۍ ورځي امریکا او کرزي په دې کشمکش کې سره تیري کړې چې کرزی به د طالب د بغاوت اصلي لامل پاکستان ګاڼه او د امریکایانو یې غوښتل د پاکستان پر خلاف هغه څه وکړي چې دی یې غواړي خو امریکایانو په غیرمستقیمه توګه اویا فیصده د طالب د بغاوت د ځواکمنېدو ریښه دننه په نظام کې پراخ فساد باله او بیا بیا به یې د فساد پر ورک کولو ټینګار کاوه.

ښکاري امریکا به په سیمه کې د پاکستان لوی رقیب هند لیدی چې د میلینونو مسلمانانو په درلودلو هم پاکستان ونه توانېدی چې بغاوت پکې و پاروي ښارونه د بمونو او ځانمرګو په لوګیو تور شي او کلې بانډې یې د حکومت او یاغیانو په سنګرونو واوړي ځکه یوازنی لامل یې په نظام کې په ځانګړې توګه قضایه او اجرائیه قوه کې فساد نه وه ، د افسرانو نیولې تر سرتیرو د احزابو د روابطو او واسطو پر ځای د اهلیت پر بنیاد ګمارل شوی وه.

شک نشته چې په افغانستان کې د ترهګرۍ جړله پاکستان دی خو واقعیتونو ته په کتو په دې کې هم شک نشته چې د طالب ترهګرو د بغاوت په ځواکمنېدو کې په نظام کې پراخ فساد مهم رول لري او دا هغه څه دي چې امریکا یې پر پاکستان د بشپړ فشار او ان پر یاد هیواد د نظامي اقدامه راګرزولې ده خو یو څه چې واضح ښکاري دادي چې که امریکا پاکستان په ورستیو کې په ترهګر پاللو وغانده تر سیاسي او اقتصادي فشارونو یې لاندي کړ ، د بلې خوا له افغان حکومته هم هیلې لري یا غواړي چې د فساد په ورکېدو کې اړین اقدامات وکړي تر څو په افغانستان کې هم ثبات راشي چې د نړۍ د ثبات په معنا ده او خپل د څو لسیزو تړلی حیوان پاکستان چې تل امریکا مخالفین په داړلی دی هم د لاسه ور نه کړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply