لیکوال ژباړن : ډاکترمحمدنواب ویساند
۱ ــ جغرافیائي فکتورونه : اومه مواد او د خاورې موسمي حالت؛
۲ ــ د تولیدونکو ځواکونو وده : چې په پراختیا کې یې د بېلابېلو هیوادونو د تولیدي شرکتونو همکاری رول لوبوي . ترټولو د صنایع په هغه سکتورونو کې پراخه شوې ، په کومو کې چې د لوړې کچې ځانګړتیاوې (تخصص ) شتون لري : د موټرو، الوتکو ، راکټونو او دې ته ورته د نوروشیانو جوړونه ؛
۳ ــ علمي ـــ تخنیکي پرمختګ : د علم او تکنالوژۍ ( scientific and technological progress ) خورا چټک پرمختګ د هېوادونو ترمنځ د علمي او تخنیکي همکاریو پرمختګ ته وده ورکوي ؛
۴ ــ بهرنۍ سوداګري : نړیواله سوداګړي به د کار نړیوال وېش پر بنسټ د مصنوعاتود تولیدونکو بیلابیلو هیوادونو ترمنځ د اړیکو یوه بڼه وي . د بهرنۍ سوداګرۍ فعالیت ( foreign trade activity ) یا FTA د توکو یا تولیداتود تخصص له مخې په لاندې ډول دي : د بشپړ شوو محصولاتو سوداګري ، د ماشینونو او تجهیزاتو سوداګري ، د اومو موادو او خدماتو تجارت ؛
۵ ــ د لویو وچو ترمنخ د ترانسپورتي وسایطو پراختیا : د هیوادونو او لویو وچو تر منځ د توکو(بار) لېږد رالېږد د سمندرنو، سیندونو، ریل پټلیو، سړکونو، هوا، پایپ لاینونو او داسې نوروترانسپورتي لارو اوهمدارنګه د بریښنا لیږدونکو وسایلوپه مټ ترسره کیږي . د ترانسپورت دنوییو وسایلو رامنځ کېدل، د ټرانسپورت دتکنالوژۍ پرمختګ او د بارولو او ښکته کولو د سایلو جوړول د بهرنیو ملکونو تر منځ د بهرني سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مرسته کوي؛
۶ ــ د نړیوالو اړیکو د وسیلو پراختیا : د بهرنیو سوداګریزو اړیکو په ډګر کې یوبل لومړیتوب لرونکي لوری ــ د مالوماتو او اړېکو د عصري سستمنونود رامنځته کولو پر بنسټ، د مالوماتو سمبالښت، چټکتیا، ساتل اود لېږد چمتو کول او همدارنګه د سوداګریزو معاملو اغیزمنتیا ده ؛
۷ــ د پانګې صادرولو او واردولو ته لېوالتیا : په یو هیواد کې دملي مالي دوران څخه د پانګې د یوې برخې اخیستل اوپه بل هیواد کې د تولید په پروسه اویا په نورو برخو کې په کارولو سره په توکو یا دپیسوپه بڼه اړونوته د پانګې فعال بهیر وای ؛
۸ ــ د کاري ځواک مهاجرت : د ټیټې کچې پراختیا لرونکو هیوادونو څخه کاري ځواک د لوړې کچې پراختیا لرونکو هیوادونو ته حرکت لري . نو ځکه د بهرني کاري ځواک کارونه د نړیوال اقتصاد د عادي فعالیتونو یو مهم عنصر بلل شوی دی ؛
۹ ــ دانتګرېشن پروسې : د انتګرېشن بېلابېلو ډولونو لکه EU (اروپایي ټولنه)، NAFTA (د شمالي امریکا د ازاد تجارت تړون)، MERCOSUR (لاتینې امریکا) ، APEC (آسیا-پیسیفیک اقتصادي همکارۍ) منځ ته راتلل ددې بهیر د برخه والو هیوادونو ترمنځ د پانګونې او تولید نړیوال کولو ته شرایط رامنځته کوي؛
۱۰ــ د سیمه ایزو (څوملیتي) شرکتونو جوړول ( transnational corporations (TNCs)) : د TNCs کاري فعالیت په بېلابېلو هیوادونو کې د فرعي څانګو د جوړولو له لارې ترسره کیږي . TNC به د کارنړیوال وېش ( International division of labor ) کې دیو فعال ګډون کوونکی په توګه د هغې په پراختیا کې به مرسته کوي ؛
۱۱ــ د نړیوالو اقتصادي سازمانونو فعالیتونه : زیات شمېر نړیوال سازمانونه په ټوله کې لکه څنګه چې د نړیوال اقتصاد لپاره ، همدا شان د ځانګړي هیواد لپاره ډېر ارزښت لري . ملګري ملتونه او دغه واحدونه په سیاسي، ټولنیز- اقتصادي، بشري، علمي ــ تخنیکي، نظامي اود چاپیریال په مسائلو کې پراخ نړیوال پروګرامونه ترسره کوي . او د سوداګرۍ نړیوال سازمان (World Trade Organization) بیا د غړیو هېوادونو ترمنځ نړیواله سوداګري تنظیموي . د ژباړې پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320