د کرکټ آسیايې جام سیالیو لمړنۍ بریا

0 756

افغان اتلانو د آسیایې جام سیالیو سفر په بریالیتوب سره پیل کړ او د سریلانکا غښتلي ټیم ته يې په ۹۱ مڼدو ستره ماتې ورکړه، د افغانستان ټيم پچه وګټله او لمړې یې د توپ وهنې پریکړه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو یې ۲۴۹ منډی وکړي او مقابل لوري ته یې ۲۵۰ منډو هدف وټاکه، په توپ وهنه کې رحمت شاه د۷۲ منډو، احسان الله جنت د ۴۵ منډو، حشمت الله شهیدی د ۳۷ منډو او شهزاد محمدي د ۳۴ منډو په ترسره کولو ښه وځلیدل.

په توپ اچونه کې مجیب زدران، راشید خان، محمدنبي، ګلبدین نایب، د دوه دوه لوبغاړو په سوزولو د سریلانکا ټول ټیم په ۴۱،۲ اورونو کې د ۱۵۸ منډو له ترسره کولو وروسته له مخې لرې کړ او لوبه یې په خپل نوم کړه، آفتاب عالم هم نن ښه توپ اچونه وکړه خو د کوم لوبغاړي په سوزولو کې ورسره بخت یاري ونکړه.

رحمت شاه د غوره توپ وهنې په کولو سره د ننۍ لوبې غوره لوبغاړې وټاکل شو، او د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.

افغان اتلانو نن د توپ نیوني په برخه کې هم خپله وړتیا وښوده او دا يې ثابته کړه چې دوی کولای شي اوس له لویو لویو ټیمونو سره ډغره ووهي او سرخوږې ورته جوړ کړی، د یادونې وړ ده چې د ننۍ لوبې په بریا سره افغان اتلانو د آسیا جام سیالیو دویم پړاؤ ته لار پیدا کړه او په دویم پړاؤ کې به له بنګلادیش، پاکستان او هند سره زور آزمایې.

د افغانستان د ټیم د لومړي پړاؤ دویمه لوبه له بنګلادیش سره د سپتمبر په ۲۰ د پنجشنبی په ورځ ده.

د ننۍ لوبې بریا دې ټولو هیوادوالو ته مبارک وي!

 

او افغان اتلانو ته له لویه خدایه په راتلونکو لوبو کې لویې بریاوي غواړو. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply