شعر// نورالله زهير

0 752

نـومـيـالي او وتـلي شـاعـر الـحاج پيرمحمد کاروان تـه ډالۍ
کلـه چي مي د کاروان صاحب (يوزرغون د نـغمو سيـند) ولوسـت تر هغه وروسـتـه مي دا څـو کرښـي لـيـکـلي دي.
د ښـاغلي کاروان درې شعري ټـولګي ( لـه مـاښـامـه تـر مـاښـامـه چنـار خـبـري کـوي او د ښـاپـېـرۍ ورغـوی)  يـو ځای چاپ شـوي او (يـو زرغـون د نـغمو سـيند) تـرې جوړ شـوی  دی.
زه هغه الـفاظ او کلمـات نـه لرم چي راټـول ئې کړم او د پيـرمحمد کاروان صاحب شـاعرانـه کمال، ستـر شخـصـيـت او  ادبي عظمت وسـتـايـم.  دا څو کـرښي نـظم ورتـه ډالۍ کـوم.

زه دي  مر يـد يـم  تـه مي «پـيـر» يـې کـنـه
سـلام  مـي  واخـلـه  پـه  مـا  ګـرانـه  اشـنـا
ای  د  پـېـغـام، عـاطـفـې، خـيـال شـاعـره
ای    د      زخمـي   غـزل   د رمـا نـه   اشـنـا
د خـړو    غـرو   شـډل  پـښـتـون     شـاعـره
ده    شـاعـري    پـه    تـا    و د ا نـه    اشـنـا
مـا هم  د خـپـل  کـاروان ملـګـری کـړه تـه
د ر سـره   بـو  مي    زه    کـا رو انـه   اشـنـا
ــــــــــــ

تـه «لـه مـاښـامـه تـر مـاښـامـه» نـاسـت وې
لـکـه    غــمي   دي    ټـولـول    لـفـظـونـه
تـرې بـه  دي سـاز کـړ  د نـظـمونـو  امـېـل
پـه  ډېـر هـنـر  بـه  دي  پـېـيـل  لـفـظـونـه
تـا بـه رنـګـيـن  کـړل د غـزل پـه خُـم  کي
د غـه   سـاده، شــډل- شــډل   لـفـظـونـه
لـکـه خـالـونـه  پـر سپـيـن   مـخ  د رنـجـو
داسـي پـه خـيال  دي ايـښـودل  لـفـظونـه
ــــــــــــ
«چـنـار  خـبـري  کـوي» سـتـا  سـره   اوس
ای    د  ګـود ر، چـيـنـې، چـنـا ر   شـاعـره
لـه مـيـنـي  جوړ يـې  او پـه مـيـنـه  پـا يـې
ای    غـزلـبـول   او    سـنـدر  مـار  شـاعـره
ستـا لـه مسـرو د بـنـګړو  شـرنـګ  راخـيږي
د شـرنـګ او تـرنـګ ربـاب سيـتـار شـاعـره
رنـځـور نـرګـس، زخمي  نـښـتـر تـه  ژاړې
لـه  عـا طـفـې  دي  شـمـه   جـار    شـاعـره

هـغـه   د    دنـګ    يـار  او    چـنـار   خـبـره
چي لـولـم  سـتـا «د  ښـا پـېـرۍ   ورغـوی»
پـکـي      رنـګـيـنـه     د نـيـا      و و يـنـمـه
چي خـلاص کـړم ستـا د شـاعـرۍ ورغـوی
سـلام   دی   سـتـا  شـاعـرا نـه  کـمـال   تـه
ډک شـو  لـه سـتـورو  د سپـوږمۍ ورغـوی
د عـا   کـوم  چـيـري   تـڼـا کي   مــه   شــه
ز مـا  «پــيـره»  سـتـا د زنـد ګـۍ  و ر غـوی
ــــــــــــ
د   چـا  لـه  مـخـه   دي   پـه  يـاد   لـيـکـلی
سـتـا کـتـابـي غــزل   قـيـمـت   نـه   لـري
تـا  د   الـهـام  پـه  پـرخـه  ټـول  پـر ېـولـی
سـتـا   ګـلابـي   غـزل   قـيـمـت   نـه  لـري               د   پـښـتـنـي    حُـسـن    سـرور  او    نـشـه
سـتـا    شـرابـي  غـزل   قـيـمـت  نـه  لـري
څـپـه- څـپـه  حـُسـن   تـر  مـوږه   راوړي
سـتـا  د ر يـابـي   غـزل  قـيـمـت  نـه  لـري
ــــــــــــ

پـه   سـا دګـۍ  کي  اووه   ر نـګـونـه   لـرې
تـه  د  رنـګـونـو، ښـا يـسـتـونـو   کـا ر وا ن
انـسـا نـي  مـيـنـه  احـسـا سـا ت  لـېـږدوي
سـتـا  د  اوږدو  لـنـډو نـظـمـونـو کـار وان
د ر نــه   لــټـيـږي    عـنـبـر يـنـي   وږ مـې
تـه  د  ســرو،  ز ېــړو ګــلابـونـو  کـا روا ن
ګـراني   پـښـتـو  تـه  ئـې  ډېـر څـه  راو ړي
کـا ر وا نـــه! سـتـا   د  غـزلـونـو   کـا روا ن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply