د طالبانو له پاره د سولې تر ټولو ښه وخت

0 541

ودان روښان

هسې خو هر وخت د سولې له پاره ښه وخت دی څومره چې ژر وي هغه ښه وخت دی، چې د یو انسان د وینې تویېدو مخنیوی وشي هغه ښه وخت دی، چې یو شیبه انسان یا انسانان د ډاډ او امن احساس وکړي، په مادي معیار یې بیه نه شي اټکلېدی خو د مطلب سرلیک اړوند یې که ووایم د ټول افغان ولس له هغې ډلې د طالبانو له پاره همدا اوس پر څولاملونو چې لاندې به یې یادونه وشي د سولې تر ټولو غوره وخت دی:

لومړی خو د طالبانو هغه غوښتنه او هیله دادی پوره شوې چې دوی ویل له امریکا سره خبرې کوي، ښایي ځینو به داسې انګیرله چې امریکا به کله هم طالبانو سره خبرې ونه کړي چې له تردید پرته دا دهغو لورو غوښتنه وه او ده چې سوله ییز افغانستان نه شي زغملی، خو اوس دادی دغه خنډ لرې شوی دی. په دې کې شک نه شته چې امریکایانو او طالب استازو لا ډېر پخوا ( په۲۰۱۱کال کې) یو بل سره پاتي پاخه کړي وو. د امریکایانو(د المانیانو او قطریانو په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن او د ملاعمر استازي طیب اغا ترمنځ )کله په اماراتو، کله په جرمني او کله په قطر کې خبرې شوې وې چې هغه وخت د خبرو لا نور پرمختګ او دباور چاپېریال جوړولو په موخه امریکایانو له ګوانتانامو زندانه د طالبانو واکمني لوی درستیز ملافاضل، د کورنیو چارو وزیر او د هرات والي ملاخیر خیرالله خیرخوا، د بلخ واليملانورالله نوري، د استخباراتو مرستیال رییس عبدالحق وثیق او مولوي محمدنبي پنځه طالب مشران د امریکایي خوردظابط بوبرګډال په بدل کې خوشې کړل. خبرې ښې روانې وې، خو هغه وخت پخواني ولسمشر حامد کرزي لکۍ ډانګ کړه (۱)او دا یې د ځان پرضد د امریکایانو دسیسه وبلله او امریکایانو ته یې د شمالۍ شرطونه وړاندې کړل چې همغو نه پوره کېدونکو شرطونو خبرې پر اوبو لاهو کړې او غمیزه نوره هم اوږده شوه. له هغه راهیسې زرګونه ککرۍ خاورې او ډېرې وینې تویه شوې. خو د هغو او اوسنیو خبرو توپیر دادی چې هغه خبرې پټې او اوسنۍ بیا ښکاره او ډانګ پېیلې دي چې مرکچیان یې هم مالوم دي. د خبرو له پاره ځکه دغه وخت مناسب دی چې امریکایان د بل هر وخت په پرتله دافغان سولې له پاره جدي ښکاري او د جدیت نښه یې هم داده چې ددغو خبرو له پاره یې په خټه افغان وتلی دیپلومات زلمی خلیل زاد غوره کړی دی. د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو اوس اوس د افغان سولې بهیر له پاره د زلمي  خلیل زاد غوره کول د امریکا لومړیتوب په ګوته کړی او ویلي یې دي چې ښاغلی خلیل زاد سولې ته د رسېدو په لار کې تر ټولو غوره کس دی چې په وینا یې هغه( خلیل زاد) په افغانستان کې زېږدلی، لوی شوی او په هغه هېواد کې د کار تجربه لري. له دې داسې ښکاري چې امریکایان د سولې له پاره د پخوا په پرتله ډېر لیواله ښکاري نو باید له دغه حالت د منفي اخیستې پرځای غوره ده چې مثبته اخیسته وشي. وړاندې تر دې چې امریکایان له خپلې دې ارادې واوړي لکه یو ځل چې پخوا اووښتې وو او په افغانستان کې یې د خپلو پوځیانو شمېر له سل زرو هم لوړ کړی و، غوره به وي چې طالبان همدا اوس د لازیاتو وینو تویېدو مخه ونیسي.

د سولې له پاره د اوسني وخت بل ښه والی په دې کې دی چې که طالبان اوس سوله ونه کړي د ولس ترمنځ خپل ملاتړ له لاسه ورکوي دا ځکه چې اوس خلک له جګړې تر وروستۍ کچې ستړي شوي او که څوک لاهم بې دلیله پر جګړې ټینګار کوي د ولس له کرکې سره مخ کېږي ځکه ولس دې پایلې ته رسېږي چې طالبان جګړه د سولې له پاره نه بلکې د جګړې له پاره کوي په تېره چې اوس ولس هم خبر دی چې افغان دولت او امریکا په رښتیا سره سوله غواړي، د امریکا د سوله غوښتنې ثبوت هغه ډول چې یادونه وشوه ددغه بهیر له پاره یې د خلیل زاد په شان ځانګړی استازی ګومارلی او ولسمشر محمد اشرف غني خو لا دا هم ویلي چمتو دی چې د سولې په لار کې خپل سر قرباني کړي. اوس که طالبان سوله نه غواړي او پر جګړې ټینګار کوي په ولس کې خپل اعتبار نور هم له لاسه ورکوي.

طالبانو ته د سولې له پاره د واسني وخت غوره والي بل دلیل دا هم کېدی شي چې اوس طالبانو ته د بېلابیلو لورو لاسونه رااوږده شوي که پخوا طالبانو یوازې له پاکستان(پوځ او ای اس ای) سره اړیکې درلودې اوس روسانو ایرانیانو او نورو پټو او ښکاره لورو له طالبانو سره ګوتې پټې کړي او لرې نه ده چې طالبان په روسي، ایراني، پاکستاني او نورو وویشل شي چې په دې توګه به طالبان له یوې واحدې ډلې پر څو دلو وویشل شي چې دغه حالت له هر ه اړخه د طالبانو په زیان دی.

بل حالت دا هم کېدی شي چې طالبان د یوې ډلې په توګه د پاشل کېدو تر څنګ د نورو ډلو راپورته کېدو او ددوی ځای نیولو له ګواښ سره هم مخ دي، داسې ډلې چې په پوځي ډګر کې به طالبان وننګوي لکه داعش او نور. په دې توګه ویلی شو وړاندې تر دې چې داعش او نورې ډلې طالبان د جګړې په ډګر کې وننګوي او ښایي ماتې ورکړي نو غوره به وي چې همدا اوس د سولې پر ټغر کیني، ځانونه، ولس او هېواد له اوږدې غمیزې راوباسي.

د سولې له پاره طالبانو ته د اوسني وخت غوره والي بل دلیل دا هم دی چې د اوسني دولت وخت کم پاتې دی او له تردید پرته چې اوسنی دولت ځکه سولې ته ډېر لېواله دی چې وکولی شي د واک په دې پاتې لنډه موده کې په هېواد کې د سولې ټنګښت ویاړ پر خپل نوم کړي او دا به یې ستره لاسته راوړنه وي. د بل یانې راتلونکي دولت پرځای که همدغه وي یا هم نورکسان، له منطقي پلوه هم اوسنی دولت همدا اوس سولې ته لیواله دی ځکه که بل دولت راشي ښایي داسې وګڼي چې پنځه کاله وخت لري او د سولې له پاره به د خپلو شرطونو غوښتونکی وي او اړتیا به نه ويني چې په سوله کې له خپلې راتلونکې پنځه کلنې واکمني تېر شي خو د اوسني دولت بیخي لږ وخت پاتې دی او د خپلې واکمني کومه پروا نه لري ځکه چې هسې یې هم وخت پوره دی ګوره چې بل ځل یې ګټي او که نه؟ نو طالبانو ته غوره ده چې له همدغه دولت سره د سولې په اړه هوکړې ته ورسېږي او څومره چې د سولې بهیر ځنډېږي د طالبانو په ګډون د هیچا په ګټه نه دی خو د سولې په ځنډېدو کې به تر ټولو ډېر زیان طالبان وګالي.        

۱ ستیو کول، د اس ریاست ۶۱۳ مخ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply