۹۸٪ سلنه افغانان ډوزماران دي، ته یی کوم نوعه یی؟

0 763

دا لاندی لیکنه زما  د یوه دوست ده چې نه یی غوښتل په خپل نوم یی نشر کړی، نو یی ما ته راواستوله، زما خوښه شوه نو دا دی زه یی له تاسو سره یی هم شریکوم.  هیله ده پراخه یی شریکه کړی تر څو زمونږ په ټولنه کی د سالم درک او با مسؤلیته ژوند احساس راوپاروي.

 

ډوزماران:

د افغانستان نالوستې او عوام چې د ټولنې ۶۰ سلنه دی پاک، شریف ولې ساده او خوش باوره خلک دي، هغوي ته دی احترام وي، او دا لیکنه هغوي ته نده متوجه.  نور ۳۰ سلنه زمونږ تعلیم کړی بی مسؤلیته او بی احساسه دي، چې فقط شپي تیروي، خوری، کار او خوب کوي او بچي زیږوی، چې د حیواناتو سره یی تفکیک یو څه ګران دي .  پاتې لس فیصد چې سیاسی خبری کوی یا سوشل میډیا استعمالوي د دوي ۹۸ سلنه ډوزماران دي.  د دی لپاره چې پدی مطلب ښه پوه شو،  دا لاندی لیکنه تر اخره په حوصله او دقت لوستل غواړی.

نن سبا چې د ډوزمار نوم واورو نو د ټولو فکرونو او سترګو ته د چا او چا قواري ودریږي.  اما په خواشینۍ سره زمونږ په ټولنه کی ډوزماران تر دی ډیر زیات دي چې مونږ یی اټکل کوو.  نو ښه خبره به دا وی چې ډوزمار ښه وپیژنو.   ډوزمار هغه چا ته وايي چې د خپل اندازی، صلاحیت او توان نه پورته خبری کوي، نه یی خبره د واقعیت سره پیوند لری نه د ده د شخصیت او توان سره.  ډوزماران دوه ډوله دي.  یو یی بد ډوزماران دي چې د ټولنې د خرابولو لپاره داسی لاپې شاپی کوي چې نه یی په وس دی، نه معقول او نه هم انسانې او جوړونکې.  مثلآ یو څوک وایی که ما بندی کړی افغانستان به اور واخلې.  یا بل څوک وایی، که داسی و نه شی، مونږ به نظام په شپږ ساعتونو کی چپه کړو.  یا یو بل بیا وایی چې دا انتحاري وژنې چې کوی دا طالبان او داعش ندی، دا  مونږ یو. دی ته وایی د بل په وچو … زورونه وهل، او یا بل وایی، چې زه د خپله کوره دومره میلیونونه سرمایه لرم، ها ها.

خو دلته یوه بله ډله ډوزماران هم شته چې د چا لا ور ته پام ندی.  دی ته کیدای شی ښه نیتې ولې خیالې انسانان یا ډوزماران ووایو.  د ا هغه خلک دي چې نه د خپل وطن په حالاتو سم پوهیږي، نه مسؤلیت درک کوي، نه کومه برنامه لری، او نه کوم پیشنهاد، خو لکه ورانه ژرنده پدی سر دي چې ټوله ورځ د هر چا پسی بد ووایی، او هرڅوک په بی مسؤلیته توګه انتقاد کړی. خو چې ور ته د یوه سم او عملې کار ووایی، نو بیا یی یوه ورځ مور مړه وی، بله ورځ یی پلار، او په دریمه ورڅ پخپله.  نو دغو کسانو ته هم ډوزمارانو نه غیر بل څه مناسب لفظ ما ته نه ښکاری.  نو پکار دا ده چې دغه ډوزماران په ګریوان کی سر ښکته کړي، او هغه څه ووایی چې د دوي د علم، پوهې او ټولنیز موقف سره برابر ګټور، عملې او عملې وی.  د انتقادونو پر ځای په وړاندیزونو او حل لارو متمرکز شي.

زما تبصره:  زما د دی دوست لیکنه ډیره رښتیا او زمونږ د ټولنې غټ مشکل ته ګوته نیسی. دلته به زه خپل دوه مثالونه ور سره یوځای کړم.  د کلونو کلونو راهیسې په داسی خلکو پسې ګرځم چې سره یوځای په یوه سمه ملې او عملې برنامه او تشکل کی سره راټول شو.  دوي هر یو د نورو نه شکایت کوي چې وحدت نه کوي، خو چې د وحدت او عمل ور ته ووایی، نو بیا یی خپی ورپیږي، په سر او ک .. یی درد شی، او بیا یی پیدا کول هم ګران شی. هغه بله ورځ می یوه دوست سره پس له ډیری مودی په تیلیفون خبری کولي، نوما تری دوه پوښتنې وکړي.  ما ور ته وویل ته خو یو هوښیار او وطن دوست سړی یی، ما ته ووایه چې څه کول پکار دي؟  بل دا را ته ووایه چې ته پدی وختو کی څه کوي؟  هغه را ته اول خپل وویل چې تا ته معلومه ده چې زه خو یو ژورنالست یم او وخت په وخت د افغانستان په اړه داسی سختې مقالې لیکم چې د خلکو غوږونه بړنګوي، او د نړی په معتبرو اخبارونو کی مې مقالې نشریږي.  ما ژر موضوع بدله کړه، او ور ته می وویل: چې ښه ده نو په سیاسی لحاظ باید څه وکړو؟  ده را ته بیله ځنډه وویل:  (زما سیاست بد راځې، او د سیاست نه لری ګرځم.)  ما ورته وویل، ښه ده. خو دا را ته ووایه چې له کومه وخته شاعر شوی یی؟  هغه وویل، پوه نشوم.  ما ورته وویل چې ښه نو مه شعرونه نه وی نو په مقالو کی بیا څه لیکې؟ هغه را ته وویل: د افغانستان په اړوند نړیوالو ته سمه لارښونه کوم. شعرونه نه لیکم.  نو ښه دی ته اوس تاسو څه ویلې شی؟  ژورنالست هم دی، د نړی مشهورو اخبارونو ته د افغانستان په اړه سیاسی مقالې هم لیکې، خو د سیاست نه یی بد راځې.  یو ژورنالست دی خو د سیاست په مانا نه پوهیږي. نو دغو ته هم ډوزماران ویل پکار دی، که نه؟  سیاست کوی خو حزب نه منې.

نو هرهغه څوک چې وایی په ما افغانستان ګران دی، زه ښه افغانستان غواړم، ولې په سیاسې برنامه او تشکل باور نه لری، یا هغوی چې بدلون غواړی ولې د ښه بدلون لپاره اول ښه بدیل نه جوړوي،  دا ټول ډوزماران دي که نه؟ انصاف په تاسو.  نو اوس باید دا ډوزماران یا ځان بدل کړي، او یا ځان ته خپله د ډوزمارانو ډله وټاکئ چې د کومې ډوزماری ډلې غړی دي.

درنښت

داکتر تاج الدین ملت مل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply