د وینا کولو هنر/ عبدالوافي نایبزي

0 1,319

که غواړئ چې په عام محضر، غونډو، جلسو، ناستو…که وینا وکړئ یا هم پرېزېنټېشن ورکړئ، نو لاندې ټکو ته جدي پام وکړئ:

۱ – تل کوښښ وکړئ، چې د موضوع له وړاندې کولو د مخه د موضوع په پلان ډېر کار وکړئ (موضوع، ځای او حاضرین).
۲ – ډېر به مو اوريدلي وي، چې لومړی اغېز، تر اخر په مخاطبینو پروت وي، نو له لباس مو پیل وکړئ، کم تر کمه لباس مو باید د مخاطبینو او ځای سره سم او مناسب وي.
۳ – وړاندې له دې چې په عام ځای کې وینا ورکړئ یا پرېزېنټېشن وړاندې کړئ، نو له وړاندې مو باید د ناستې/موضوع وړاندې کولو ځای لیدلی وي.
۴ – د موضوع له موادو سره باید بلد اوسې، په دې مانا که کومه موضوع وړاندې کوې یا يې په اړه خبرې کوې، کم تر کمه یو ورځ وړاندې ورسره ځان بلد کړې.
۵ – ځان‌ژبې يا Body Language ته مو بايد ډېر پام وي، د موضوع د وړاندې کولو يا لویه غونډه کې د خبرو کولو پر مهال ستاسې د بدن هر غړی (لاسونه، د پښو حرکات، سترګې، خوله، ټنډه…) خبرې کوي، او په ډېرې اسانۍ سره کېدای شي، چې ستاسې موضوع خرابه یا هم ښه کړي.
۶ – تل په لویو ناستو یا غونډو کې د خبرو پر مهال یا هم د موضوع وړاندې کولو پر مهال د نامتوقعه موضوعاتو له‌پاره منتظره اوسئ، دا په دې مانا چې هر څه نورمال زموږ په خوښه مخ‌ته نه‌شي تللای.
۷ – هڅه وکړئ، چې موسکا مو پر څېره خوره وي، د خبرو پر مهال له اوبو هم ګوټ وکړئ، کوښښ وکړئ، چې د حاضرینو نظرونو ته هم وخت ورکړئ!
۸ – معمولاً که د خبرو له‌پاره مایک شتون ولري، نو د عادي خبرو پر مهال چې هره ورځ يې ترسره کوي، باید کرار وغږېږو، که مایک شتون ونه‌لري، نو هڅه وکړئ، چې د تالار اخري کس خپل مخاطب وګڼئ، او د خپل اواز فرېکونسي کنټرول کړئ.
۹ – د خبرو پر مهال مو اواز/غږ مه پرېږدئ، چې یک‌نواخت Monotone واوسي، کوښښ وکړئ چې غږ مو لوړ او ټيټ کړئ (په ځینو کلماتو چې فوکس کوئ، غږ لوړ کړئ، کنه نور عادي حالت کې خبرې کوئ).
۱۰ – تل خپل وخت ته ژمن واوسئ، دا باید ثابته کړو، چې موږ ته د وخت مدیریت مهم دی، په خپل وخت يې پیل او پای ته ورسوئ.
۱۱ – له خپل عصبانیت سره تمرین وکړئ، کوښښ مه کوئ چې په منفي خبره پر مخاطب جدي شئ یا هم په رویه کې مو بدلون راولئ، وخاندئ، د دې خبرې پېښېدل عادي وګڼئ.
۱۲ – کوښښ وکړئ چې د تالار/ناست‌ځي پر فضا ستاسې غږ حاکم وي، خاموشي ماته کړئ.
۱۳ – ټول مواد مو باید د مفاهمې د اووه اصولو 7C’s پر بنسټ وي.
۱۴ – ارامه اوسې، که وخت وو، او مخاطبین درته غوږ-غوږ وو، نو د خپل ژوند یوه-یوه کيسه/تجربه هم د موضوع مطابق وړاندې کړئ، کيسه/تجربه مو باید څنګ په څنګ وړاندې کړي‌اوسي.
۱۵ – صفا – صفا خبرې کوئ، دقیق اوسې، د ارقامو په وړاندې کولو کې (همممم، کابو، شاوخوا، نږدې، تقریباً…) نور کلمات مه کاروئ، له پاڼې/سکرين يې ووایاست، خو دقیق مخ‌ته ولاړ شئ!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply