په کندهار کې سم‌ نيمايي کسانو رايې نه دي ورکړې

0 861

دا ټاکنې وبولو، که پر ولس رشخند؟

تېروتنه که دوه ځله تکرار شي، عمل بلل کېږي، خو په کاري ډګر کې دوه ځله سر په سر په يوه توګه پاتې راتلل، مطلقه بې‌کفايتي ده چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون يې مظاهره په يوه اوونۍ کې دوه ځله نندارې ته وړاندې کړه.

په کندهار کې د رايې ورکولو بهير د ولسي جرګې ټاکنې کم، ډېر د ټاکنو د کمېسيون د شا لمن وه چې خپله يې پر څټ ور واړوله.

د ټاکنو کمېسيون هغه ټولې تېروتنې په کندهار کې هم کټ مټ تکرار کړې چې يوه اوونۍ وړاندې يې د هېواد په دوه‌ دېرشو ولايتونو کې د رايې ورکولو په ورځ کړې وې او د دوی د دغو دوو پرله‌پسې ازماينو ناکام‌ترينو پايلو ته په کتو سره، په ډاډ ويلای شو چې د ټاکنو په ورځ به په غزني کې هم د رايې ورکولو مرکزونو ته تر غرمې خلک په تمه ولاړ وي او ماسپښين به له رايې ورکولو پرته کورونو ته ځي.

وړمه ورځ لا د ټاکنو کمېسيون لافې ويشتې چې له تېرو تېروتنو او نېمګړتياوو يې عبرت اخيستی او په کندهار کې به د سهار په اووه بجې د رايې ورکولو مرکزونه د خلکو د ورتګ په تمه خلاص وي، خو د ورځې تر دوولسو بجو لا هم داسې مرکزونه ول چې خلک ورته سره لمر ته پر خاورو ناست ول، خو په مرکز کې د ابا پوستين پروت و، ابا ورک و.

سرخط ته له کندهار څخه رسېدلي مالومات ښيي چې هلته ځينې مرکزونه د سهار په نهو، ځينې يې په لسو، ځينې په يوولس بجې پرانيستل شول او ځينې بيا داسې و چې تر دوولسو بجو هم لا نه ول پرانيستل شوي.

د کوچيانو د حوزې اړوند مرکزونه خو تر مازديګر پورې له يوې مخې تړلي وو او همداسې تړلي پاتې شول.

د کندهار يوه سپين ږيري حاجي عطا محمد سرخط ته وويل، سهار وختي راغلی، تر يوولسو بجو پر څو مرکزونو ګرځېدلی او پرته له دې چې رايه ورکړي، تش لاس کور ته روان دی.

دی وايي، د ټاکنو کمېسيون چې پر ځان باور نه درلود، يا يې دغه کار قصدي کړی وي، نو دوی ته به يې وار له مخه ويلي وای چې په اوسنيو حالاتو کې چې رايې ورکولو ته راوتل د سر داو کول دي، له کورو څخه دې نه راوځي.

د ده په خبره، دا پر ولس د ټاکنو د کمېسيون ښکاره رشخند وهل و.

د تېمور شاه خاکرېزوال په نامه د کندهار يو بل اوسېدونکی وايي، تذکره يې سټيکر کړې وه، خو تر ماسپښينه ګرځېده، په ليسټ کې يې نوم نه و.

ده وويل، يوازی دی نه و چې له رايې ورکولو پاتې شو، بلکې د کندهار سم نيمايي کسان د بېلابېلو ستونزو له امله چې ټولې يې د ټاکنو کمېسيون د بې‌کفايتي له امله وې، له خپله حقه محروم پاتې شول.

تېره اوونۍ چې په دوه دېرشو ولايتونو کې د رايې ورکولو بهير روان و، په زياتو سيمو کې د بايومټريک ستونزه خلکو يادوله، خو هماغه ستونزه په کندهار کې هم بيا تکرار شوه.

له کندهار څخه سرخط ته په رسېدليو راپورونو کې ويل شوي دي چې هلته هم د ټاکنو کمېسيون بړېڅي د ماشين په کارولو نه پوهېدل او ځينې خو يې حتا بېخي له ماشين سره نابلده ول.

بله ستونزه د رايې پاڼو وه چې ډېری مرکزونو ته نه وې رسېدلې. دغه ستونزه يوه اوونۍ مخکې هم وه او پرون هم په عين توګه تکرار شوه.

دامان ولسوالي کندهار ښار ته څېرمه پرته ولسوالي ده، خو د ورځې تر يوولسو بجو هلته د رايې پاڼې نه وې رسېدلې.

په ځينو نورو سيمو کې بيا د رايې ورکولو په ليسټ کې د ط او ظ توري نه ول او هغه کسان چې نومونه يې په دغه تورو پیلېږي، له رایي ورکولو محروم پاتې شول.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، په ځینو مرکزونو کې بيا معترضو ناظرینو ته د شکایتونو فورمې نه ورکول کېدې او په ځينو نورو ځايونو کې بيا د کاندیدانو ناظرینو پر خلکو کارټونه وېشل.

ځينې مرکزونه چې بيا پرانيستي ول، خلکو پکې شکايت کاوه چې په نیم ساعت کې د یوه نفر کار نه خلاصېده او له همدې امله پرېمانه کسان سپينې ګوتې کورو ته لاړل.

په دې سربېره، په کندهار کې پرون د ټاکنو د کمېسيون له خوا پر دندو ګمارل شوي دوه سوه او اته څلوېښت تنه له يوې مخې غيرحاضر ول او دندو ته نه ول حاضر شوي.

له همدې امله ډېری مرکزونه بند ولاړ ول چې يوه بېلګه يې د پنجوايي ولسوالي د موشان د کلي مرکز دی.

هلته له شلو تنو کارکوونکيو، يوازې دوولس يې حاضر ول.

د شنبې د ورځې تر ماښامه پورې په کندهار کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته د ټاکنو په اړه درې سوه او پنځوس شکايتونه رسېدلي او ټاکل شوې ده چې دغه لړۍ به د رايو د شمېرلو تر پای ته رسېدو پورې دوام وکړي.

که څه هم خلکو د يک‌شنبې ورځې ته د رايې ورکولو د بهير غځولو غوښتنه کوله، ځکه په خبره يې، پنځوس فيصده رايه ورکوونکي له رايې ورکولو پاتې شوي، خو د ټاکنو کمېسيون ولايتي رييس نعمت الله وردګ وويل، خپلې رهبري ته يې د خلکو دغه غوښتنه رسولې او هغوی ورباندې فکر کوي.

وردګ له سرخط ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، ستونزې ډېرې وې، خو وايي، ځينې مواد له مرکز څخه کندهار ته کم لېږل شوي ول.

دی وايي، د دوی ګڼ شمېر کارکوونکيو ته اخطارونه ورکول شوي ول او له همدې امله يې تر دوه سوه زيات کارکوونکي غيرحاضر ول.

صد افرين د هېواد پر زړورو سرتېرو.

پرون په درست کندهار کې په خورا ښه توګه سرتېرو د خلکو امنيت ساتلی و او د ورځې تر پايه، سره له دې چې دښمن ډېره هڅه وکړه، خو کومه ناوړه پېښه و نه شوه.

سرتېرو په کندهار کې پرون اووه ماينونه چې د چاودېدو لپاره ځای پر ځای شوي ول، تر چاودېدو مخکې کشف او شنډ کړل.

په دې سربېره، پرون سرتېرو د سپين بولدک لاره هم تړلې وه چې له پاکستانه کوم ترهګر د ټاکنو د پروسې سبوتاژ کولو ته را وا نه وړي.

سرخط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply