د استاد زيار يو نوی غزل

0 1,122

 

اکسفورډ-۶اکتوبر۱۸

 

    اورشيندي غرونه       

راووري دې د يادو بارانونه کله کله

راڅښي د مينې تږي ارمانونه کله کله

د وروځو خيال  که  هېر رانه مسجد محراب ممبر کړل

کړي  هر مين مومن دا گناهونه کله کله

که دوست دښمن ښه بد وايي ماتاته په دې چم کې

يو بل ته سره وايو به  رازونه کله کله

چې گډ شي په ټولي کې  د ساډوبو لېونيانو

نصيب د چا مين شي داوياړونه کله کله

که تورو بړبکو يې بڼ را زمول تالا ترغۍ کړ

راسپړي پسرلي هم خزانونه کله کله

تر صور د اسرافيل چې خوبولي پاتې نه شو

په کار دي، زندانونه-زنځيرونه کله کله

دا ډېرې چوپې خولې به نن سبا راوړي ځمکرېږدې،

راځي پر غرغنډو اورشيندي غرونه کله کله!!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply