یو افغان/ عظم الدين عليمي

0 631

د غـمـیـزو په نـړۍ کې ځـان ستـومـان پـــه خوب کې وینم
چې دوه سترګې کړمه پټې هر څه وران په خوب کې وینم
د دردونـــو چـاپـېـریـال کــې وي ځـګـیـروی او فـریـادونـه
ورک مـلهـم د پـرهـرونـو ورک درمـان پــه خوب کې وینم
کله کله بـیــا بـهـیـر د خـوشـحـالـیــو کــې مـست ګــرځـــم
پـه ګلـبـڼ کـې مـې بلبلې شــنــه تـوتـیان په خوب کې وینم
رنګا رنګ ښـکلـې ســـــــنـدرې پـر خـوږو ژبـو د خـلـکـو
هـرې خـوا نـه اورېـدی شـي کابـل جـان په خوب کې وینم
ســــولـې کـرکـه وې وژلـې مـیـنـه نــاســتـــه وي آغـلـــې
خویندی ورونه د قومونو خوښ خنـدان په خوب کې وینم
څوک د قـــوم خـبـره نــه کـا پـر نـامـه د افـغــــان ویــاړي
د مـلـي وحــدت پـه لاره ټـول روان پـه خــــــوب کې وینم
وي حکــومـت د عـدالـت او مـسـاوات پـر بـنـسـټــونــــــو
ورک له څېرمې رشـوتـونـه او غاصبان په خوب کې وینم
جــومـاتـونـو تکـیه ګاهـو کـې طـاعـت د پاک الله شـــــــي
زه د خـپـل هـیواد سنیان او شیعیه ګان په خـوب کې وینم
زړونـــه يې ډک لــه محبـتــــــــه تـرقـي د وطـن غـــواړي
نیک سلوک تـه یې حیران لعین شیطان په خوب کې وینم
پـه مـنـدر او درمـســال کـې خـپـل دیـني مـنـاسک کانــدې
خوښ له حاله دهیواد سیکهان هندوان په خوب کې وینم
د دیورند له کرښې تېر شم مظلوم ورور ته مې ورځمـــه
ستر خوځښت د خپلواکۍ وي خیبریان پـه خوب کې وینم
قـــافـــلــو د پـــښــتــنـــــــو کې تـر اټـکـه پـورې لاړشـم
ټــول یـو مـوټـی یـو رهـبر پسې روان په خوب کې وینم
د بـلـوڅـو پـښـتـنـو د پـيـوسـتـون مـزي ښــــه کلک وي
د پـنـجـاب د ښکـیـلاک ضـد مـتحـدان پـه خـوب کې وینم
عـلـیـمـي مـاتـیـدی نـه شـي زور د خـلکـو د یــــــووالي
خلک یــــو کــېـږي تاریخي افغانستان په خوب کې وینم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply