رغنده دريځ نيول او ستونزې يې/محمد عارف رسولي

0 697

سريزه

ټولنيز او سياسي دريځونه که د نړیوالو منل شوو علمي معیارونو او د ملي ګټو په چوکاټ کې رامنځته نشي، نه یوازې ګټه نه لري بلکه خواږه ملګري سره بيلوي، د ټولنې تر ټولو ويښ او فعال قشرد ګډ کار په ځای په ناندريو اخته او انرژي يې د جوړوونکو کارونو په ځای د يو بل په رد کې مصرفېږي.

په دې مقاله کې د رغنده دريځ نيولو په اصولو، ډولونو، اړتیاوو او ګټو يې خبرې کوو. همدارنګه، که دریځونه د ټاکلو اصولو او ملي ګټو له چوکاټ څخه بهیر وي، د تشو احساساتو، ځاني، ګوندي او سیاسي ګټو او کوم خاص ایدیولوژيکي نړۍ لید له مخې وي

د پرمختللې نړۍ شنونکي او دریځونه یې

په نړۍ کې اړیکې نیول د هر ملک، دولت، سیاسي ګوندونو او شخصیوتو لپاره مهم رول لري. شنونکي، لیکوالان او ژورنالستان په ملي مسئلو کې د خپلې دندې، کاري سابقې، مسلکي پوهې، تخصص، تعلیم او نړۍ لید له مخې دریځ نیسي او دا شنونکي په څو ډوله وي.

لمړی، ډله هغه کسان دي چې د دولت رسمي ویندویان وي او هڅه کوي چې دولتي اجندا او لاسته راوړنې له خلکو سره په رسمي توګه شریک کړي، د رسنیو او عوامو سوالونو ته ځواب ووایي او د دولت واټن له عامو خلکو سره کم کړي. دوی ټریننګ ترلاسه کوي چې څنګه له هرې موکې ګټه واخلي، ننګونې په فرصتونو بدلې، د دولت لاسته راوړنې خلکو ته وځلوي او دولت او عام خلکسره نېږدې کړي. همدارنګه، په قدرت کې د شریکو ګوندونو او قوتونو نظریاتي پلویان هم هڅه کوي چې پخپلو تبلیغاتو کې تر یوې کچې د دولت پلوي وکړي، کمښتونه یې توجیه کړي او لاسته راوړنې یې تر خلکو ورسوي. د دولت ویندویان او پلویان ټول باید دا ټول کارونه او خپله ستراتېژي داسې عیار کړي چې د معلوماتو شریکولو قانون او نور ملي قوانین ترپښو لاندې نه کړي، د تبلیغانو په وخت شواهد او سندونه وړاندې کړي، له درواغو ویلو په کلکه ډډه وکړي، په حقایقو سترګې پټې نه کړي، تېروتنې ومني او ټولې دولتي ادارې باید د کمښتونو او تیروتنو په لېرې کولو کې یو بل ته لاس ورکړي.

دوهمه ډله د حزب اختلاف رسمي ویندویان وي چې د ملي، ټولنیزو او سیاسي قضایاوو او د دولت په کړنو نظارت او انتقاد کوي، خو د دوی نیوکې هم باید د قانون په چوکاټ کې تر سره شي، که نیوکه کوي باید بېلګې وړاندې کړي او په مسلکي توګه باید نظر ورکړي.

روښانه ده چې دولت او حزب اختلاف له یو بل سره د سیاسي اقتدار د ساتلو او یا تر لاسه کولو لپاره سیالي کوي، هر یو ځان په حقه بولي او ملامتي په بل وراچوي او کله خو له زیاتو عامو خلکو لاره ورکه شي چې څوک په حقه دی. روښانه ده چې د یوه ریښتیني بې پرې، کارپوه او تحلیلګرقشر اړتیا ده چې له ازمویل شوو، انصاف لرونکو او په هیواد مینو وتلو ژورنالستانو، شنونکو، لیکوالانو، د دولت په خارجي سیاست کې فعالو بې پرې دیپلوماتانو، د پوهنتون د ټولنیزو او سیاسی علومو استادانو، دیني عالمانو او نور پکې ګډون ولريچې د دولت او حزب اختلاف له ناندریو بهر سالم قضاوت وکړي او ملت له حقایقو خبر کړي. دوی د هېواد د ملي ګټو د ساتلو لپاره ټولو خواو لکه د مسئلو مخینې، ننګونو، ستونزو او لاسته راوړنو ټولو ته نظر کوي، په انصاف او د ملي ګټو په رڼا کې نظر ورکوي، بې پرې او متوازن تحلیل ملت ته وړاندې کوي.

دوی که ځانته خپلواک تحلیلګران وايي نو ورته نه ښایي چې د دولت او یا حزب اختلاف ویندویان شي. که دا کار وشي بیا به خلک متوازن او بې پرې تحلیل له چا واوري، په چا به باور وکړي او څنګه به سم قضاوت وکړي. په کامیابونظامونو کې قضا، وسلوال ځواکونه، دیپلوماتان، د پوهنتون استادان، رسنۍ، مسلکي ټولنې او اتحادیې، له نړیوالو موسسو سره کارکوونکي ځینې مدني تولنې او مستقل شخصیتونه، ډېری وختونه بې پرې وي نو د پورته مسلکي او ازادو تحلیلګرانو قشر هم له همدې خلکو جوړ وي.

که څه هم د خپلې مفکورې په بنا د غوره نظام جوړول بې له سیاسي ګوندونو ممکن نه ده. خو کله کله ګوندي کټې له ملي ګټو سره په ټکر کې راځي، کله کله د سیاسي قانون بحران رامنځته شي، سیاسي ګوندونه له یو بل سره نه جوړېږي، نه شي توانېدای چې د ملک سیاسي ستونزې حل کړي نو د مستقلو کادرونو د رول وخت راشي، کله خو د انتقال په مرحله کې هم بې پرې خلکو ته اړتیا وي چې مسؤلیت واخلي، منازعات حل او لاره وباسي.

خو دا پورته راز دریځونه او خصوصا د بې پرې تحلیلګرانو شتون او د کار اغیزمنتوب یې په دې اړه لري چې څومره دولت، حزب اختلاف، وسلوال مخالفین او په ټولیزه توګه ټول ملت د دې پې پرې قشر د خبرو، شننو او قضاوت په اهمیت پوهېږي او اړتیا یې ویني، څومر په ملت او نظام کې د مدارا، حقیقت او رښتیا ویلو کلتور ریښي لري او څومره دولتي قوانین دا بې پرې شنونکی حمایه کوي. همدارنګه، په دې ګروپ هم اړه لري د ملي ګټو، دیني او ملي شعایرو په رڼا کې سم او بې پرې قضاوتونه کولای شي او څومره دوی د خپل ملت او ټولو سیاسي ډلو او ګوندونو او دولتي ادارې اعتماد ترلاسه کولای شي.

زموږ شنونکي او دریځونه یې

په افغانستان کې د سیاسي تحلیلګرانو دریځونه د نورو ملکونو په څیر نه دي. زموږ د دولت، حزب اختلاف، بې پرې او مسلکي شنونکو تر منځ زیات توپیر نشته، ځینې ډلې هم په دولت او هم په حزب اختلاف کې قرار لري، دریځونه یې هم مبهم، مدام بدلېدونکي، اکثره د ملي ګټو ضد او له معامله ګریو ډک وي. په دولت کې زیاتې ډلې او شخصیتونه د نظام بریا ته هېڅ ژمنتیا نه لري، د یوه ټیم په توګه یوې اجندا ته کار نه کوي، له دولت څخه د ملاتړ په ځای ډېری وختونه دولت تخریبوي. حزب اختلاف په اصلي معنی نشته، زموږ ډېری سیاستوال کله مرور او کله پخلا وي. د دې لوی لامل دادی چې زیات خلک بېکاره او بېوزله دي، په کم معاش اړ کېږي چې د خپل وجدان په خلاف دریځ ونیسي او په کراره کراره خوند ورکړي.

څرنګه چې موږ د خپلو ملي ګټو او ملي تفکر کوم سم تعریف نه لرو، موږ تراوسه د خپلو راز راز ستونزو له کبله نه يو توانېدلي چې د خپلو ملي ننګونو، ملي ګټو او مسئلو د ارزونې، حل لارو او لمړيتوبونو د ټاکلو لپاره د کوم علمي معتبر چوکاټ او فکر په رامنځته کېدو بريالي شو. داسې وتلي شنونکي مو هم کم دي چې د سیاسي پېښو، د دولت او مخالفینو د کړنو یوه متوازنه ارزونه وړاندې کړي چې علمي او بې پرې بڼه ولري، تل ملي فکر ته وده ورکړي او د عوامو ورباندې باور راشي.

زموږ د کم شمېر ازادو تحلیلګرانو دريځونه د کوم ملي تفکر په ځای يوازې د تحليل کوونکي د علمي کچې، مطالعې، اړونده کاري تجربې، د فکري او اقتصادي استقلال د کچې، د ژوند ارمان، د ارزونې موخې، رښتيا ته د ژمنتيا کچې، نړۍ ليد او نورو په مختلفو درجو تابع وي او د ټولنې له عيني واقعيتونو سره زيات وختونه اړخ نه لګوي.

د افغانستان په شرایطو کې ټول بوهېږو چې په دې استخباراتي او نیابتي جګړو بهرني هېوادونه په تبلیغاتي ساحه کې هم لکه د استخباراتي شبکو په شان تبلیغاتي شبکې او کړۍ لري، د دوي بړېڅي شاید ځان ډېر د خلکو پلوي او انقلابي وښيي خو پېژندل یې زیات ستونزمن کار نه وي. نو زموږ په هېواد کې داسې نور شنونکي هم شته چې د بهرنیو سترو قوتونو او د سیمې د هېوادونو د سیالیو په لومو کې راګیر دي. د پردیو قوتونو له یو بل سره زموږ په خاوره کې په نرم تبلیغاتي ستراتېژیک جنګ کې ککړ دي او تمویلېږي، یا په ګرمو نیابتي جګړو د ټوپک په ځای قلم او رسنۍ کاروي، د ملي ګټو پروا نه لري، د دوی مرغه تل یوه پښه لري او یو ډول خبرې کوي. بله ډله یې بیا د سولې او ملي پخلاینې سره قسم خوړلي دښمنان دي ځکه د هغو قومي ټیکه دارانو او زورواکانو لخوا او یا هم د کوم بهرني هېواد لخوا ورته معاش ورکول کېږي چې زموږ په ګډوډیو کې یې ګټې وي. دا ټولې ډلې په حقیقت کېپرديپال دي او دپردو د ګټو لپاره کار کوي باید خلک یې وپېژني او خبرې او لیکنې یې تحریم کړي. اوس زموږ په تحلیلګرانو اړه لري چې ځانته کوم دریځ او لوری ټاکي.

د سرسري نښو په ځای په ريښه ييزو لاملونو تمرکز

د يوه شنونکي د پوهې او تجربې کچه مرسته کوي چې حل لارې د پېښو، ننګونو، کمښتونو او ستونزو په نښو د تمرکز په ځای د هغو په ريښه ييزو لاملونو موندلو کې ولټوي. دا موکه د کم علم او کمو تجربو لرونکو تحليلګرانو لپاره نه وي برابره. هغوی د مسئلو د بنسټيزو علتونو په ځای يوازې د ستونزو علامو ته ګوري. د مثال په توګه يوازې وتلي پرمختيايي کارپوهان پوهېږي چې په يوه ټولنه کې له ناروغيو د نجات لاره د پاکو اوبو، نظافت، محيطي حفظ الصحې، مغذي خوړو او وقايوي پوهې شتون دی نه هره ورځ شفاخانې ته منډې او زياته دوا مصرفول.

همدارنګه، د ښو رهبرانو نشتون، د مشرانو کمزورتياوې، د پردو لاسوهنې، ځانځاني، نفاق او خپلمنځي جګړې په ټولنه کې د سواد د نشتون، بېوزليو، ناهيليو، جهالت، له ديني او انساني ارزښتونو د بې خبرۍ او نورو له کبله وي. دا علتونه او معلولونه يې يو په بل اغيزه کوي او علمي تحليل دادی چې موږاړیو او باید يوازې د ستونزو په نښو تمرکز ونه کړو بلکه د هغه له ريښه ييزو لاملونو ځان خبر کړو او غمه یې وخورو. د رهبرانو ناغيړي که د هغو کمښت راښيي خو د قوي برنامه او پاليسي محوره ګوندونو نشتون، د غوړه مالانو ستونزه، د ښو وړتيا لرونکو او ملي ګټو ته ژمنو کادرونو او ویښو خلکو کمښت، په ټولنيز او سياسي چاپېريال کې د رهبرۍ لپاره د ښو معيارونو او د ښو کادرونو قلت او نور هغه انساني، کلتوري، کمښتونه او نور هغه لاملونه دي چې ښه رهبران نه شي روزلی او نه يې په کړنو سالم نظارت کولای شي او په پای کې د رهبرۍ بحران رامنځته کېږي. نو يوازې د مشرانو په ملامتولو بسنهستونزې نه شي حل کولای.

د هېواد د ننګونو د يوه اړخ په ځای هر اړخيز نظر

په انکشافي پوهنه، پاليسي او پروګرام جوړونه کې نن عامه او قبول شوی اصل دی چې د ټولنې د ستونزو يوازې يوه اړخ ته پام او نور له نظره غورځول بېوزلي له منځه نشي وړلای، ځکه د ټولنو ستونزې، راز راز او پېچلي اړخونه لري او حل لارې، پاليسۍ، پروګرامونه او پروژې هم بايد څو اړخيزه، د مختلفو سکتورونو او علاقه لرونکو خواوو په ګډون بايد جوړ، پلي او و ارزول شي، له لاسته راوړنو او تېروتنو بايد د راتلونکو اصلاحاتو لپاره زده کړه وشي.

نو زموږ د ملت ټولنيز، سياسي، اقتصادي، د حکومتولۍ، د قانون د پلي کولو، له فساد او زورواکانو سره د مبارزې، د سولې او نورې ستونزې هم خورا پېچلې او څو اړخيزې دي. د دې ستونزو شننه او د حل لارو او لمړيتوبونو ټاکل هم ژور علمي، له هرډول منفي ارزونو او سياسي موقف نيولو پرته بايد ترسره شي.

نو زموږ هغه تحليلګران چې د هېواد د ستونزو يوازې په يوه خوا افراطي تمرکز کوي او نور هېروي ستره تېروتنه کوي. د مثال په توګه، د هېواد په قضيه کې له فعالو بهرنيو لوبغاړو يوازې په يوه تمرکز کوي، نور ټول تل هيروي، داسې ښکاري چې بل چا ګومارلي وي، د پيسو په مقابل کې په نيابتي جګړو کې د ټوپک په ځای قلم، فکر او د غونډو تريبيون او رسنۍ کاروي. د دې په ځای چې د کوم ملي تفکر په رامنځته کېدو، د ټولو بهرنيانو په خپلو ګټو د تمرکز او ورڅخه د خلاصون په لوړ ملي ارمان او عملي کړنلارو علمي بحث وکړي، له نورو روڼ اندو فعالانو سره د ګډ کار فکر او عمل وکړي خپله وړه دنيا يې جوړه کړې وي او نور خلک ورته خاین ښکاري.

تاسو به ليدلي وي چې زموږ ځينې فعالان او شنونکي خپل ټول پام د ولسمشر کمښتونو ته اړوي، د ستونزو مخينې، لاملونو او نورو پېچلو خواوو ته هېڅ نظر نه کوي. دا سمه ده چې زموږ دوه سره حکومت او مشران يې زياتې ستونزې لري، هره روځ نورې زيږوي خو دا ستونزې زيات پېچلي ټولنيز، سياسي او تاريخي شاليدونه او عوامل لري او ټوله ملامتي يوازې په ولسمشر اچول موږ هېڅ ځای ته نه رسوي بلکه د حل لارو موندلو د ملي رغنده ديالوګ له مسيره مو کږوي.

زموږ بله ډله تحليلګران بيا ټوله ملامته په وسلوالو مخالفينو اچوي. د وسلوال مخالفت مخينې؛ د هېواد، سيمې او نړۍ اغيزه لرونکو شرايطو؛ د وسلوالو په ګډون زموږ ټولو افغانانو په تېره د سياسي مشرانو، د ډلو او نورو بې شمېره تېروتنو او نورو لاملونو ته نظر نه کوي چې وسلوال مخالفت ولې دومره اوږد شو، زموږ افغانانو ګناه څه وه، نورو په موږ څه وکړل، ولې يې وکړل او څه ته اوس پام کول پکار دي چې له ستونزو مو راوباسي.

آيا موږ د زړه له تله د هېواد د نجات، له جنګونو د خلاصون او سولې ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې په رښتيا ارزولې دي، ايا زموږ سياستوالو په مختلفو وختونو کې تر سولې خپل قدرت ته اهميت نه دی ورکړی، او ايا په نظام کې ټول شريکان په هېواد کې سوله د ځان او خپلو ډلګيو په ګټه بولي؟

که رښتيا ووايو د کرزي په لمړيو وختونو کې زياتو ځايي زورواکانو د هېوادنيو ګټو په خلاف له مخالفينو سره له زياتې بې انصافۍ کار واخيسته، موږ په لوی لاس خپلو قسم خوړلو ګاونډيو غليمانو ته موکه په لاس ورکړه چې زموږ له تيروتنو ګټه پورته کړي او په هېواد کې د جنګ ډګر تود او وينه بهېدل روان وساتي ترڅو موږ له خپلو اوبو، طبيعي زېرمو او ستراتېژيک موقعيت ګټه وانخلو او د دوی سيالان نشو او په پای کې سيمه ييزې ستراتېژيکې ګټې دوی ته پاتې شي.

د کرزي صاحب د سولې پاليسي هم خورا مبهمه وه، د سولې راوستو افغاني عنعنوي دود او دستور ته يې اهميت ورنه کړ، سوله ورنه پروژه يي، سياسي او د ګټې وټې او معاملګرۍ لوبه جوړه شوه. هغه ريښتيني ديني عالمان، قومي جرګه ماران او روڼ اندي يې په کوته نه کړل، او نه يې د سولې مهم ملي ارمان ته وګومارل چې سوله يې د ژوند ارمان و او موثريت يې هم زيات شونی و.

د پورته او نورو لاملونو له کبله د جنګ په دوام، وينو تویېدو، وطن ورانېدو کې د وسلوالو په ګډون ټول افغانان خپلو راتلونکو نسلونو، هېواد، خپل تاريخ او خپل خدای ته په مختلفو درجو مسؤل يو او ټول به الله تعالی ته د محشر په ورځ ځواب وايو. نو د علمي، عقلاني او ديني نظره سمه او معقوله خبره نن دا ده چې ټول مسؤلیت ومنو، ټوله ملامتي په یوه خوا وانه چوو او له الهي مسؤلیت څخه غافل نشو.

د همدې پورته خبرو په رڼا کې که له دولت، حزب اختلاف او یا هم وسلوالو مخالفینو سره یو باید په خپلو دریځونو کې له دقت، مسؤلیت او حقایقو ویلو پلوي و اوسو.

د یوه ویښ، هوسا، یو موټی او پرمختللي ملت او هېواد په هیله

پای

2

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply