Browsing Tag

آصف بهاند

د نجونو د ښونځیو د نه پرانستلو ترڅنگ، نوي وژونکي بندیزونه

  د نجونو د ښونځیو د نه پرانستلو ترڅنگ، نوي وژونکي بندیزونه (د طبي ــ نیمه طبي زده کړو او نرسنگ کورسونو بندول)   د نجونو د تعلیم په برخه کې د افغانستان د واکدارانو نوي نظریات او اقدامات دا حال بیانوي چې نور د امید د کومې ډېوې تته رڼا…

علامه عبدالشکور رشاد یو ریښتینی مدرس و (د علامه رشاد ۲۰تلین)

علامه عبدالشکور رشاد یو ریښتینی مدرس و (د علامه رشاد شلم‌تلین) «زه په مسؤلیت او ټینگار سره ویلای شم چې:  ــ رشاد د علم او عمل سړی و،  ــ د کار سړی و،  ــ د نوي نسل روزلو ته یو متعهد شخص و،  ــ ما له ده سره د خپل شناخت په موده…

د شاه ولي ارین د فرهنگي کارونو لنډ جاج

په دې لیکنه کې خبره پر شاه ولي ارین او د ده پر فرهنگي کارونو را څرخي او هر څه چې ویل کېـږي د د ارین پر شخصیت او د ده له فکر او قلم نه د راوتلو افکارو او اثارو په باب به وي. شاه ولي ارین څو اړخیز شخصیت لري، چې د خپل عمر په اوږدو کې یې په…

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه- ۲۹۶مه برخه

څۀ یې وړیا پۀ نشو مـړ کړې تا لۀ مارانو نه یاران جوړ کړي وونه پښتون په زور تر جنت نه‌ځي خو په رضا تر دوزخو درسره ځینه   که ټول ژوندون شي ستونزې ـ ستونزې بـس د تـا ډاډ چـې راسـره وي، پــرې ورځـمـه   د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډۍ…

د لنډیو اصلي منابع خلک دي

د لنډیو اصلي منابع خلک دي لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۲۹۵مه برخه په دې کې هېڅ شک نه‌شته چې د لنډیو اصلي منابع خلک دي، همدا خلک دي چې خپل بېلابېل تاثرات او له طبیعت او ټولنې نه خپل برداشتونه د خپلو احساساتو په خُم کې رنگوي، هنري بڼه ورکوي او…

او موږه نه‌چلېگو

یوه کوڅه وه د یادونو کوڅه د څو خیالونو او دردونو کوڅه راسره څنگ کې څو مات زړونه پراته وه څه خیالي دنیا، رنگینه دنیا زما پام نه و، پاڼه ولوېدله چې پام مې وکه کهف اصحابو غوندې زموږ څېرې او سکې دې بازار کې نه چلېدې ۲۴/۰۶/۲۰۲۳ هېدر…

د نجونو نړیواله ورځ او د دوی د زدکړو ستونزه

څوورځې مخکې (۱۰/۱۰/۲۰۲۴) د نجونو نړیواله ورځ په داسې حال کې ولمانځل شوه چې په افغانستان کې د نجونو د ترټولو مهم حق (د زدکړو حق) ورنه اخیستل شوی دی او دا دی څه باندې یوزرویوسلوشل (۱۱۲۰) ورځې شوې چې دا معصوم مخلوق د کور په دېوالونو کې بندي…

د لوږې پلازمېنه

د لوږې پلازمېنه د لوږې څونامي ۴۱مه برخه «که یو هېواد ښه حکومت ولري، لوږه او بـېـوزلي په کې شرم دی» (کنفیسیوس) زموږ په هېواد کې د لوږې څونامي څپې تر دې برید پورې غالبې شوې دي چې اوس یې افغانستان د لوږې څونامي په پلازمینه بدل کړی دی. د…