افغانستان ته د پاکستان د بورې صادرات بېرته پیل شول

48

۸صبح کابل: د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت له څلور کلن ځنډ وروسته افغانستان ته د بورې صادرات بېرته پیل کړي دي.

ډان ورځپاڼې چهارشنبه د زمري پر ۳مه خبر ورکړی چې په تېرو څلورو ورځو کې پر بورې بار شاوخوا ۴۰۰ لارۍ د تورخم بندر له لارې تېرې شوې دي.

دې رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې افغانستان ته د ۱۵۰ زره ټنه بورې صادراتو ته اجازه ورکړې ده.

د راپور له مخې، د دغو صادراتو لپاره ټاکل شوې موده د اګسټ میاشتې تر پنځلسمې ده.

د پاکستان حکومت څلور کاله وړاندې د بورې د کمښت او د بیو د کنټرول په پار افغانستان ته د هغې پر صادراتو بندیز ولګاوه.

بل پلو ډان ورځپاڼې ویلي دي، هره ورځ پر تازه میوو بار له ۱۰۰ تر ۱۱۵ لارۍ له افغانستانه پاکستان ته رسېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي وو، چې پاکستان ته د مېوو صادرات د ګمرکي تعرفو د لوړېدو له امله درېدلي دی.

د افغانستان او پاکستان تر منځ صادرات تل له ګڼو ننګونو سره مخ شوي، خو پاکستان لا هم د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک ګڼل کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.