Browsing Tag

اجمل ستانکزی

د اوسنیو کړکیچنو حالاتو په اړه

مشکل دا نه دی چې لنډغر قوي دي. بلکې مشکل دا دی چې غني کمزوری دی او د اصلاحاتو راوستو لپاره قوي اراده او هوډ نلري. د لنډغرو مخې ته نشي دریدلای او که دریږي هم نو له لږ مقاومته وروسته بیرته د هغوی غوښتنې مني. خو لنډغر نه جنګ کولای شي او نه جنګ…

سپینه خبره/ اجمل ستانکزی

ستا عبادات ستا او ستا د خدای تر مینځ رابطه ده. که یې کوې او که نه ماته باید مهم نه وي ځکه ستا او ستا د خدای په مینځ کې زه نه ځایږم. ما ته له ما او نورو سره ستا رویه مهمه ده. دا چې ته له ما یا نورو انسانانو سره څنګه رویه کوې زه ستا په اړه…

وروري به کوو خو حساب تر مینځ / اجمل ستانکزی

د یو شمیر تاجیک او هزاره ((روشنفکرانو)) په نظر دا دولت هغه وخت فاشیست او متعصب شو کله چې غني راغی او د شورای نظار او نورو بدماشانو او لنډغرو امتیازات لږ را کم شول. مخکې له غني چې کله څه د پاسه لس کاله یوې ولسوالۍ (هغه…

تریخ حقیقت / اجمل ستانکزی

په قطر کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو لوی مرکز دی. په بحرین کې د آسیا په کچه د امریکا د بحري ځواک یو لوی مرکز دی. له امریکا بهر عربي امارات یوازینی هیواد دی چې امریکايي ایف ۲۲ رادار کې نه ښکاریدونکې جنګي الوتکې پکې بیس لري. ترکیه یوازینی…

زما افغانستان/ اجمل ستانکزی

زه د یو داسې افغانستان ارمانجن یم چیرته چې ټول افغانان که د هر دین، قوم، ژبې، مذهب او رنګ وي یو ډول حقوق ولري. چیرته چې د هر افغان شخصي ژوند یوازې د هغه ملکیت او حریم وي او هیڅ دولت، دین او شخص پکې د مداخلې حق ونلري. چیرته چې هر افغان ته…