وروري به کوو خو حساب تر مینځ / اجمل ستانکزی

0 690
د یو شمیر تاجیک او هزاره ((روشنفکرانو)) په نظر دا دولت هغه وخت فاشیست او متعصب شو کله چې غني راغی او د شورای نظار او نورو بدماشانو او لنډغرو امتیازات لږ را کم شول. مخکې له غني چې کله څه د پاسه لس کاله یوې ولسوالۍ (هغه وخت ولسوالۍ وه) درې کلیدي وزیران او بې شمیران ریسان، سفیران او نور لوړ رتبه دولتي چارواکي درلودل هلته دولت متعصب او فاشیست نه وو.
کله چې یوازې د لونګۍ په پسرولو یا پښتو ویلو په وجه خلک بندیان کیدل، د ملت په پیسو د ټلوالې جنګسالاران میلونر او میلیاردر کیدل او په مقابل کې یې پښتانه د ټالیب په نوم ځپل کیدل، هلته دولت متعصب او فاشیست نه وو. خو اوس چې له دغو وحشیانو سره لږ لږ حساب شروع شوی نو دولت فاشیست او متعصب دی. دا تیر ۱۶ یا ۱۷ کاله چې کله یو شمیر پښتنو د دیني افراط په وجه د وحشي ټالیب لمن نیولې وه، د تاجیکو او هزاروو یو شمیر ځوانانو له نړۍ سره اړیکې ټینګولې.
هغوی ته یې ځانونه مدني او روشنفکره او پښتانه ترهګر او ترهګرپال معرفي کول. خو د اشرف غني د را تګ او د یو شمیر روشنفکره افغانانو د بهر کار په وجه، نړیوال اوس ورو ورو پدې حقیقت پوهیږي چې دا سمه ده چې ډیری ټالیبان پښتانه دي او په پښتنو کې ډیر ملاتړي لري خو د ټالیب د وحشتو ښکار هم تقریباً ټول وخت خپله همدا پښتانه دي. د دې حقیقت په خپرولو کې یو شمیر هغو امریکايي عسکرو هم رول لوبولی کومو چې په جنوب کې وخت تیر کړی او له پښتنو سره یې د ټالیبانو ظلم پخپله له نژدې لیدلی.
اوس نړۍ د دغو جعلي روشنفکرانو اصلیت ورو ورو پيژني او په خبره یې سر نه ګروي. نړۍ یې دا منافقت هم ویني چې له یوې خوا ټالیب بد ګڼي او ټول پښتانه یې په ملاتړ تورنوي خو له بلې خوا بیا په ډیره سپین سترګۍ د خپلو قومو د وحشي او خاینو جنګسالارانو ملاتړ کوي. همدارنګه نړۍ ویني چې دا جعلي روشنفکران هم حکومت خوري او هم په ډیره بیشرمۍ د حکومت د مسلح مخالفو جنګسالارانو ملاتړ کوي. د جنګسالارانو او نورو غیر قانوني مسلح کسانو په ورکولو کې دې دولت د دغسې جعلي روشنفکرانو او د دوی له متعصبه رسنیو نه ډاریږي ځکه ملت او نړیواله ټولنه د دولت شاته ولاړه ده. غني باید له هر مسلح مخالف سره هماغه سلوک وکړي کوم چې له وحشي ټالیب سره کوي. باید د غیرقانوني مسلح کسانو په ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي. کرزي دا غلطي وکړه چې د ملت او نړیوالې ټولنې د ملاتړ سره یې بیا هم ځان د لنډغرو او جنګسالارانو لمنې ته واچاوه. هغوی هم اول ترینه ښه ګټه واخیسته خو اخر یې داسې سپک کړ چې ان یې له خپلو مجلسو وشړه.
غني یې باید په کرزي زده کړي کنه دی به هم لکه کرزي نه د ملت د اعتبار وړ پاتې شي، نه د نړیوالې ټولنې او نه د هغو چینچیانو چې دی ترینه ماران جوړ کړي. غني سره پدې کار کې د هر قوم شریف او وطندوسته خلک ولاړ دي ځکه خلک نور له نامسوله وسله والو په تنګ راغلي. همدا یې ښه وخت دی. دولت دې هر مسلح مخالف که ټالیب وي، که داعش، که لنډغر او که بل بدماش او زورور د قانون پنجو ته وسپاري. زه به ډیر خوشاله شم چې اول د پښتنو د سیمو دغسې زورواکان ونیسي. دولت همدارنګه باید د ملي ګټو په اساس د هیواد سرې کرښې معلومې کړي او د هغو سرو کرښو نه تیریدونکو سره دې جدي عمل وکړي. څومره چې دولت دجنګسالارانو او خاینانو سره نرمه رویه کوي همغومره د دغو خاینانو ملاتړي ډیریږي او دولت ته یې وروسته له مینځه وړل سختیږي.
خاینان ځانته په کمپاین کې سخت تکړه دي دا ځکه خو هر خاین پسې ډلې ډلې خلک روان دي. په یاد ولرئ، هغوی چې له تاسې سره تعصب کوي ستاسې په هیڅ ډول قرباني به هم خوشاله نشي ځکه نو د داسې خلکو د خوشالولو کوښښ مه کوئ او په ځای یې د خپل هدف په لور ګړندي ګامونه وهئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply