زما افغانستان/ اجمل ستانکزی

0 1,180

زه د یو داسې افغانستان ارمانجن یم چیرته چې ټول افغانان که د هر دین، قوم، ژبې، مذهب او رنګ وي یو ډول حقوق ولري.
چیرته چې د هر افغان شخصي ژوند یوازې د هغه ملکیت او حریم وي او هیڅ دولت، دین او شخص پکې د مداخلې حق ونلري.
چیرته چې هر افغان ته فقط د انسان په سترګه وکتل شي او په اړه یې قضاوت د هغه د اعمالو له مخې وشي نه د هغه د عقیدې په اساس.
چیرته چې دیني ازادي وي. هر افغان چې د هر دین پيروان وي خپل دین په ازاده پخپل ځان عملي کړای شي او نورو ته یې ضرر ونه رسیږي. عقیده پکې د بنده او خالق تر مینځ رابطه وګڼل شي نه د نورو انسانانو د کنټرول وسیله.
چیرته چې یو کس د هغه د عقیدې، قوم، ژبې، مذهب، سمت او نورو په وجه تر بل کسه بهتر ونه ګڼل شي. مثلاً مسلمان په نامسلمان بهتر ونه ګڼل شي او پښتون په تاجیک. همدارنګه له هیچا څخه هم د هغه د قوم، ژبې، عقیدې او مفکورې په وجه نفرت ونشي.
چیرته چې انسانیت تر هر دین او مفکورې لوړ وګڼل شي. او د هرې مفکورې او عقیدې افغان ځان محفوظ وګڼي.
چیرته چې د دین په نوم تجارت او امتیازات اخیستل نه وي.
چیرته چې په هر څه کې د بیان، فکر او پوښتنې ازادي وي. په فکري مخالفت چاته تاوان ونه رسیږي او د ښار په مینځ کې سنګسار نشي.
چیرته چې یو مسلمان دومره انسانیت او زغم ولري چې په عقیده یې انتقاد، ورسره مخالفت او ردول له ځان سره دښمني ونه ګڼي. دی چې څنګه د نورو عقیدې دروغ او غلطې ګڼې د خپلې عقیدې په اړه د نورو دغسې خبرې هم وزغمي.
چیرته چې یو افغان له نورو سره داسې رویه وکړي څه ډول چې غواړي نور یې له ده ورسره وکړي.
چیرته چې هلک او جینۍ باندې تعلیم جبري وي او ښوونځيو کې ماشومانو ته له انسان او هیواد سره مینه ورزده کړي.
چیرته چې قانون انساني او د وخت او ټولنې د ضرورتو په اساس د ملي ګټو په رڼا کې جوړ شي او د ټولنې د ضرورت په اساس بدل شي.
چیرته چې په دولتي مامورینو کې خپلپالنه، قومپالنه او سمت پالنه نه وي.
چیرته چې مسلمان، هندو، سیک، یهود، عیسوي، بیدینه، اتیسټ او بل افغان په یو قوت او اتحاد د هیواد دفاع وکړي او دا ومني چې تر ټولو لمړی ورته افغانستان مهم دی.
چیرته چې په غم او ښادي کې د هرې مفکورې او عقیدې افغانان له یو بل سره شریک وي. داسې نه چې په جنازو او فاتحو کې د خلکو د عقیدو تفتیش شروع شي.
او چیرته چې د هرې مفکورې او عقیدې افغان په یوه خوله دا ووايي چې ((زه یو افغان یم)).

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply