د اوسنیو کړکیچنو حالاتو په اړه

اجمل ستانکزی

0 586

مشکل دا نه دی چې لنډغر قوي دي. بلکې مشکل دا دی چې غني کمزوری دی او د اصلاحاتو راوستو لپاره قوي اراده او هوډ نلري. د لنډغرو مخې ته نشي دریدلای او که دریږي هم نو له لږ مقاومته وروسته بیرته د هغوی غوښتنې مني. خو لنډغر نه جنګ کولای شي او نه جنګ غواړي ځکه په دا ۱۹ کاله کې یې چې له ځمکو نه تر تجارتو څومره چور کړی دا به ټول له لاسه ورکړي.
د غني د ولسمشرۍ په شروع کې مې غني ته نژدې ملګرو ته ویل چې غني ته ووایئ چې په لمړۍ دوره کې دې یوازې دفاع، داخله او ملي امنیت واخلي او نور دې ټول عبدالله ته ورکړي. په دغو دریو وزارتو کې دې داسې بنسټیزه بدلونونه راولي چې د هر قوم سرتیری پکې یوازې او یوازې هیواد او مرکزي دولت ته وفادار وي. په پنځو کلو کې ډیر کار کیږي خو که د کار اراده موجوده وي. خو بدبختانه په دغو وزارتو کې یې هم مهم اصلاحات رانه وستل برعکس غني هم لکه کرزي معاملې شروع کړې او د جنګسالارانو دوهم نسل ته یې رتبې او چوکۍ ورکړې. نن زه مطمین یم چې که غني د عبدالله په ضد قانوني اقدام کوي نو له امنیت نه تر اردو او پولیسو پورې به د عبدالله خواخوږي ورسره مخالفت ښيي.
لنډغرو سره دې که نرمه رویه وکړه نو په سر دې در خیژي. دوی له شروع نه د کرزي په اوږو ناست وو. غني هم چې راغی نو ورته سست شو هماغه وو چې د غني په اوږو هم کیناستل. برعکس په مسکو کې مو د دوی چاپلوسي ټالیب ته ولیده؟ ان هغه پدرام یې ورته خوله جینګه جینګه کوله. دلیل یې له ټالیبه د دوی ډار دی. که تریخ حقیقت ووایم نو افغانان لا په فکري ډول ډیر شاته پاتې دي او لا هم د غار او غر په دور کې اوسیږي دا ځکه خو ډار ته ژر تسلیمیږي. په اوسني افغان باندې یوازې په ډار حکومت کیدای شي. یو عرب، یو پنجابي او دوه افغان ټالیبانو به مو د ټولې ولسوالۍ سلګونه مشران او سپین ږیري په مخه کړي وو. چا له ډاره ترخه خبره ورته نشوای کولای.
د خبرې هدف دا دی چې عبدالله ډاډه ده چې یو شمیر افغانان به یې ملاتړ کوي ځکه میدان ته راوتلی. دوهمه خبره دا چې عبدالله ولسمشري نه غواړي بلکې لکه اجرائیه ریاست غوندې یوه چوکۍ غواړي چې امتیازات ولري خو مسولیت نه. که غني بیرته اجرائیه ریاست ورکړي نو له مخالفته به لاس واخلي او خپل پلویان به په نیمه کې پریږدي. خو غني که دا ځل دوه سری حکومت جوړوي نو تر هغه ښه ده چې هر څه عبدالله ته پریږدي.
دا که څوک مني که نه خو دا حالت چې نن دې ځای ته رسیدلی چې هر څوک موازي حکومتونه اعلانوي یو دلیل یې خپله د غني غلطې پالیسیانې او له لنډغرو سره معاملې دي. کوم مشر ته چې چوکۍ تر هیواده ګرانه شي هغه بیا سم مشرتوب نشي کولای. هغه به د چوکۍ د ساتلو لپاره هر ډول معاملې کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply