سپینه خبره/ اجمل ستانکزی

0 918

ستا عبادات ستا او ستا د خدای تر مینځ رابطه ده. که یې کوې او که نه ماته باید مهم نه وي ځکه ستا او ستا د خدای په مینځ کې زه نه ځایږم. ما ته له ما او نورو سره ستا رویه مهمه ده. دا چې ته له ما یا نورو انسانانو سره څنګه رویه کوې زه ستا په اړه لدې نه قضاوت کوم نه ستا له مونځو او نورو عباداتو نه.
نه پوهیږم چې تر څو پورې به د خلکو د اعمالو په ځای د هغوی عقیدې تلو؟ کله به د یوویشتمې پيړۍ د یو مهذب انسان په شان د بل چا په عقیده او شخصي ژوند کې مداخله نه کول زده کوو. د فدايي صیب دا خبره د انسانانو په عقیده کې مستقیمه لاسوهنه ده او د عقیدې پواسطه یو ډول د نورو کنټرولول دي. همدا چې د یو انسان د عمل په ځای د هغه له عقیدې سره ډیره دلچسپي لرو د دې سبب شوی چې دینکاران راباندې دا ۴۰ کاله د خپلې عقیدې په مټ وحشتونه وکړي.
د فدايي صیب د خبرې په اساس مونځ نه کوونکي بد خلک خو مونځ کوونکي ښه خلک دي. اول خو دا خبره هیڅ منطقي یا علمي نه ده او نه هم ځمکني حقایق داسې دي. که حقیقت پټ نکړو نو ځمکني حقایق خو تر ډیره دده د خبرې برعکس دي. ځکه مونږ ډیر مونځ کوونکي ولیدل چې هر ډول وحشت یې کړی، او ډیر مونځ نه کوونکي مو ولیدل چې له نورو سره یې هر ډول مرستې ته دانګلي. که عباداتو له خلکو ښه انسانان جوړولای شوای دا ۴۰ کاله به مونږ د کټرو دیندارانو د جهادو پواسطه نه تباه کیدو. دوهم یو انسان کیدای شي ووايي چې خدای یې ډیر مهربانه دی او خپل حقوق به ورته معاف کړي ځکه نو د عباداتو دومره خیال نه ساتي خو د معاملاتو یا له نورو سره بیا ډیره ښه رویه کوي.
همدارنګه یو کس چې پنځه وخته لمونځ او اودس کوي هغه یې ستا له غمه نه کوي بلکې د خپل جنت لپاره یې کوي. که د جنت وعده ورکړای شوې نه وای نو هیڅکله به یې هم نه وای کړی. ځکه نو مونځ د یو کس ښه سړیتوب نه ښيي برعکس ښه سړی د مطلب لپاره ښه نه کوي بلکې د دې لپاره یې کوي چې همدا ښه کار دی. همدا دلیل دی چې ماته مونځ کوونکی او مونځ نه کوونکی یو شان دي. او په دواړو کې چې هر یو ښه کارونه کوي هماغه راته محترم دی. په یاد ولرئ چې یوازې ستاسې عمل ستاسې ښه والی او بدوالی ښيي نه ستاسې عقیده.
لنډه دا چې عبادات ستاسې خپل کار دی مه پرې تجارت کوئ او مه یې ددې لپاره کوئ چې نورو باندې ځان پورته وښایئ. نن ورځ یو شمیر یوازې د دې لپاره دینداران دي چې نورو ته بې دینه وویلای شي او یا هم نور ورته دیندار ووايي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply