تریخ حقیقت / اجمل ستانکزی

0 868

په قطر کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو لوی مرکز دی.
په بحرین کې د آسیا په کچه د امریکا د بحري ځواک یو لوی مرکز دی.
له امریکا بهر عربي امارات یوازینی هیواد دی چې امریکايي ایف ۲۲ رادار کې نه ښکاریدونکې جنګي الوتکې پکې بیس لري.
ترکیه یوازینی هیواد دی چې امریکا پکې بیس لري او خپله اتومي سلاح یې پکې ځای په ځای کړې.
د دې تر څنګ په کویټ، سعودي، پاکستان (په ځانګړې توګه استخباراتي شبکې)، جاپان، جنوبي کوریا، جرمني، ایټالیا او یو شمیر نور هیوادونه امریکايي بیسونه لري او امریکا له دغو هیوادو د خپلو دښمنانو په ضد عملیات کوي.
زه نه پوهیږم چې مونږ ورپسې ولې ټوپک راخیستی؟ ولې ترینه لکه نورو ګټه نه اخلو او ځان په پښو نه دروو؟ یو شمیر بیا وايي چې امریکا مونږ سره صادقه نه ده. ته چیرته له امریکا سره صادق یې؟ هغه چې د امریکا ډیره مرسته خوري هماغه ورپسې ډیر مرده باد وايي. پاکستان له څه د پاسه ۵۰ کلو راهیسې له امریکايي عسکرو سره ارتباطات لري. تر اوسه یو پاکستاني عسکر هم پخپل امریکايي همکار ټوپک نه دی را اړولی خو افغانانو څو څو ځل دا کار کړی او له یو عادي عسکر نه نیولې تر جنراله پورې مو ورته همداسې په نامردۍ وژلي. پاکستان ان هغه د سي ایي اې غړي چې په ډک بازار کې یې د ای ایس ای غړي وویشتل او یا یې پاکستانیان مړه کړل حتا د خپلې محکمې د فیصلې په ضد په الوتکه کې کینول او امریکا ته یې ولیږل. ولې؟ ځکه پاکستان پوهیږي چې د امریکا په دښمني کې یوازې تاوان لیدلی شي خو په دوستي کې یې تل ګټه کوي. نو مونږ ولې دومره ساده شو؟
ځینې وايي چې امریکا ځکه صادقه نه ده چې نه غواړي ټالیبان له مینځه یوسي. د دوی په وینا که امریکا وغواړي نو په یوه هفته کې ټالیبان له مینځه وړای شي. هو که امریکا وغواړي او یو دوه لکه پوځ راولي او په افغانستان کې د ټالیب په ضد په هر ځای کې عملیات شروع کړي نو بالکل یې په یوه هفته کې له مینځه وړای شي. خو په کوم قیمت؟ لږ تر لږه زرګونه امریکايي عسکر او لسګونه زره بیګناه افغانان به په دغسې حالت کې ووژل شي. چې نه امریکا د خپلو عسکرو دومره مرګ ژوبلې ته تیاره ده او نه افغانان دومره مړي زغملای شي. دا اوس چې په غلطي کې هم لس کسه ووژني له عامي نه تر دولتي مشرانو پورې، پرته لدې چې تحقیق وکړي، ټول د مرده باد چیغې وهي. نو دغومره مړي به بیا ښه برداشت کړي. ولا خپله خو ټوپکونه راواخلي او د ټالیب تر څنګ ودریږي. همدارنګه یو بل شی چې ډیری افغانان یې په اړه فکر نه کوي دا دی چې افغانستان امریکا ته دومره اهمیت نلري. امریکا یو ابرقدرت دی ځکه نو تر افغانستانه امریکا ته ۹۹ نور شیان ډیر مهم دي. په نړیواله کچه پاکستان اوس هم تر افغانستانه ډیر مهم دی. مونږ باید پدې خبره سر خلاص کړو چې نړۍ د افغانستان شاوخوا نه راڅرخي. برعکس نړۍ ته مونږ هم لکه سومالیه او سوډان غوندې یو شاته پاتې هیواد یو. بل عادي امریکایان نور نه غواړي چې د افغانستان په جنګ کې دې یې عسکر ووژل شي او غواړي چې عسکر یې بیرته له دغه ځایه راشي. که د امریکا تیرې ټاکنې د جمهوري خواهانو په ځای دموکراتانو ګټلې وای ډیر امکان یې درلود چې په افغانستان کې یې خپل حضور نور هم کم کړی وای.
بل آیا پوهیږئ چې د نړۍ ټول پرمختللي هیوادونه بیا وایم ټول پرمختللي هیوادونه د امریکا په مستقیمه مرسته مخکې تللي. د پرون برعکس چې یو هیواد به هر څه یوازې ځانته غوښتل د نن ابرقدرتونه غواړي هر ځای کې قوي همکاران او د ګټو شریکان ولري تر څو د دښمن په مقابل کې نه یوازې نظامي قوت ولري بلکې سیاسي قوت هم ولري. ځکه نو امریکا پخپلو همکارانو ډیر مصرفونه وکړل او دوی یې په پښو ودرول او د دوی په مرسته یې ناټو جوړه کړه. نن امریکا د ناټو په وجه هم ډیره قوي ده. 
نو مونږ څه بلاوهلي یو چې په دا ۱۷ کالو کې مو د امریکا په مرسته حتا ځان هم په پښو ونشو درولای؟ دا باید ومنو چې مونږ هم نه د دوستي خلک یو نه د دښمني. بس ګنګس مخلوق یو. که د غرو یو شغال مو د ګاونډیانو په خوله امریکایانو ته یرغلګر ووايي لکه ړانده چرګان ټول یرغلګر او اشغال چیغې وهو پرته لدې چې خپل فکر وکړو چې څه کې مو ګټه او څه کې مو تاوان دی. سره لدې چې ټول دولت مو چلوي، امنیتي ځواکونو ته مو معاشات او وسایل ورکوي خو بیا هم زمونږ یو شمیر خلک د نورو له ټاپو نه د ډار په وجه امریکا مرده باد وايي. دا د امریکا مرده باد شعار اوس یو عادت یا مود ګرځیدلی چې هر څوک یې ټالیب ته د ځان سپین ښودلو لپاره وايي.
افسوس راشي چې کله ټالیب له خپلو پنجابي او عرب ملګرو سره د نظامي عسکرو په مخ کې دولت ته د امریکا اجیر او افغانستان ته اشغال وايي. خو دې نظامي افسر کې دومره ترخه نه وي چې ورته ووايي ماته مې ملي ګټې مهمې دي که اسرایلو کې هم وي راولم یې چې هیواد مې په پښو ودریږي. تا ته دې عربو او پنجابیانو پرته له افغانستان ورانونې او افغان وژنې څه ګټه رسولې چې تا کلک څنګ ته کینولي؟
نن خو ډیر احساساتیان او ځینې ماشومان چې کورنۍ جګړې او ټالیبي وحشي حکومت یې نه دی لیدلای وايي چې امریکا دې ووځي خو که امریکا ووته بیا به لکه د نويمې لسیزې داسې تباهي راشي چې د نن ورځ مرګونه به ورته هیڅ هم نه وي. بیا به وایئ چې هغه د ورځ لس او شل دې مړه کیدای خو چې داسې حالت نه وای. یوازې د کابل تورخم په لاره به لس پاټکه وي چې په هر پاټک کې به درنه مال، ښایسته هلکان او عزت ښکته کوي. لکه هغه وخت به چې ځینو مسافرو به چیغې کړې چې سور شوروي دې وای خو دا حالت دې نه وای بیا به ځینې په امریکا پسې همدا چیغې وکړي.
ته نه له جاپانیانو ډیر هوښیار یې، نه له جرمنانو ډیر غیرتي یې، نه له عربو ډیر غرور لرې او نه له ایټالویانو ښه تاریخ لرې. هغوی چې د خپلو ګټو لپاره امریکايي عسکرو ته ځای ورکړی نو ته هم ترینه ګټه واخله. امریکایانو ته تر دوی زیات مونږ ضرورت لرو چې یو شاته پاتې، غریب، کورنیو جګړو ځپلی او بې تعلیمه هیواد یو.
په تاکید یې وایم چې مونږ تر هغو بهرنیو ځواکونو ته ضرورت لرو تر څو چې پخپلو پښو دریدلي نه یو. اوس دا مونږ پورې ده چې په یو څو کلو کې په پښو دریږو که لسیزې لسیزې نور هم همداسې د نورو په اوږو بار یو.
په یاد لرئ چې د بهرنیانو د وتو شعار له اسلام آباد او تهرانه ورکول کیږي. که دا خلک مو خواخوږي وي نو سمه ده خو که دښمنان مو وي بیا یې ورسره دا شعار مه بدرګه کوئ. ځکه که امریکا په اوسني حالت کې ووته پاکستان او ایران ته به میدان بیا خالي شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply