Browsing Tag

بصیر بیدار ستوری

غزل

لکه سیلۍ وه را لوتله خو ما نه لیدله له ما نه ګرده تاویدله خو ما نه لیدله هر مازیګر به شو لمبه بام به رڼا کوله د بلۍ سرته به ختله خو ما نه لیدله په وار خطا نظر یې یو دم راته وکتل خو لکه د پا ڼې رپيدله خو ما نه لیدله د…

د وینو لښتي

د اوښکو د جرګو سره تصویر واخلم که نه ژړا او د سلګو سره تصویر واخلم که نه زمونږ د ژوند اغاز د اورلمبو نه شروع شوې ددغه سرو لمبو سره تصویر واخلم که نه د هر افغان د ژوند قیصه د درد یو لوې داستان دی د درد له دې قیصو سره تصویر واخلم…

کورونا 

هیڅوک په امان نه دي خوره شوي په دنیا ده راغلي یو اوبا ده چې په نوم د کورونا ده د چین نه یې اغاز وشو نړۍ ته رسیدلي ایران کې راخوره شوه اروپا یې ده نیولي ټرمپ هم په چغو سر دې امریکا یې یرولي غوغا یې خوره کړي اوس په ټوله اسیا ده راغلي یو…

کاش !!

کاش چې ژوند کې غم نه وې خفګان نه وې کاش چې ژوند د هیڅ کس پریشان نه وي کاش چې د نفرت نوم په دنیا نه وې کاش چې زړونه پاک پکې شيطان نه وې کاش چې وای وروري خوږه له هرڅه نه کاش چې دشمني په سود او زیان وې کاش چې آمن آمن وې په لر او بر…

غزل

ژوند مې خپل انداز سندره کړی دې ما د زړه اواز سندره کړی دې تل د خپل احساس سره په جنګ یمه تل مې دغه راز سندره کړی دې ستا هره ادا راباندې ښه لګي ځکه مې ستا ناز سندره کړی دې ما یې د انجام پروا ونه کړله میني مې اغاز سندره…

غزل

بیا په وېښه څه نا اشنا خوبونه وینم ریشتیا وایم په ریشتیا خوبونه وینم پوره نه شو یو ارمان د زندګۍ مې بې تعبیره بې مانا خوبونه وینم هم هغې راسره داسې جفا وکړه زه چې ټوله شپه د چا خوبونه وینم که د بخت ستورو اسمان کې غیږي ورکړي بیا…

بصیر بیدار ستوری/راځي

زړه مې ‌‌‌‌‌‌ډک شي خامخا راته راځي د وطن په حال ژړا راته راځي ماته خوب له ویري نه راځي یریږم چې ویده شم یو "بلا" راته راځي پخوا ما هم هيڅ پروا یې نه لرله اوس پروا د بې پروا راته راځي د انسان په بې حسۍ مې زړه خفه شي نو افسوس بې…

ژوند / بصیر بیدار ستوری

د باد په شان تیریږي هر ساعت یو امتحان دې بس مړه ژوند روان دې څوک ښه مزو کې ژوند کوي د چا ژوند سرګردان دې بس مړه ژوند روان دې دنیا په مخ روانه موږ ترې ورسته پاتي کیږو قسم دی که پوهیږو موږ جنګ کې ځان تباه که مونږ به ټول عمر ژړیږو…

چې بوډا شي / بصیر بیدار ستوری

تل له ځان سره ګوڼيږي چې بو‌‌‌‌‌‌ډا شي بس په نه څه خفه کیږي چې بو‌‌‌‌‌‌ډا شي د ماشوم په شان یې هرڅه سره کار وي ځکه ‌‌‌‌‌‌ډېر ‌‌‌‌‌‌ډېر غوسه کیږي چې بو‌‌‌‌‌‌ډا شي کله زوی ځنې خفه کله اینګور نه خپلي ښځي ته ګوریږي چې بو‌‌‌‌‌‌ډا شي…

له مینې نه منکر/ بصیر بیدار ستوری

له مینې نه منکر چې وي نفرت به خوښوي شر خوښي چې شر غواړي شرارت به خوښوي د ژوند ځیني بې زاره همیش مرګ غواړي له خدایه چې بوج په زنده ګۍ شي نو قیامت به خوښوي چې تل په مینه ژوند کړي او له هر چا قربانیږي نفرت نه ،به نفرت کړي محبت به…