د وینو لښتي

بصیر بیدار ستوری

0 646

د اوښکو د جرګو سره تصویر واخلم که نه
ژړا او د سلګو سره تصویر واخلم که نه

زمونږ د ژوند اغاز د اورلمبو نه شروع شوې
ددغه سرو لمبو سره تصویر واخلم که نه

د هر افغان د ژوند قیصه د درد یو لوې داستان دی
د درد له دې قیصو سره تصویر واخلم که نه

ددې خاورې له رګ رګ وینه داسې بهیدلي
د وینو د لښتو سره تصویر واخلم که نه

کنډر کنډر وطن مو ټول چور کړی رهزنانو
د ماتو دروازو سره تصویر واخلم که نه

بیداره چې په سپین نقاب یې تور مخونه پټ دي
له داسې فريښتو سره تصویر واخلم که نه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply