تل له ځان سره ګوڼيږي چې بوډا شي
بس په نه څه خفه کیږي چې بوډا شي
د ماشوم په شان یې هرڅه سره کار وي
ځکه ډېر ډېر غوسه کیږي چې بوډا شي
کله زوی ځنې خفه کله اینګور نه
خپلي ښځي ته ګوریږي چې بوډا شي
خپل لمسي به یې په وولو تل سواره وي
بل ماشوم يې نه خوښیږي چې بوډا شي
په ټول عمر کې لالچ یې کړی نه وي
لالچي شي کنچوسیږي چې بوډا شي
چې ناجوړه شي له کټ نه پاڅيږي
تش فریاد کوي ټوخیږي چې بوډا شي
دعا ګاني یې په هر کار کې عادت شي
په ښیرو هم نه مړیږي چې بوډا شي
خپل همزولی چې راګیر کړي چرته لار کې
دواړه یو بل نه ځاريږي چې بوډا شي
د ځوانۍ قیصي به یو بل ته په خوند کړي
تیر وختونه یې یادیږي چې بوډا شي
د مشرۍ قدر یې هر چا باندي ډېر شي
برکتونه یې زیاتیږي چې بوډا شي
ځیني شي د کور باچا پوره واکمن شي
ځیني کور نه شړل کیږي چې بوډا شي
په ځوانۍ چې څوک خدمت د مشر وکړي
دهغي هم خدمت کیږي چې بوډا شي
بوډاګان درنه خفه نه شي بیداره
خو عزت یې لا ډېریږي چې بوډا شي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320