بصیر بیدار ستوری/راځي

0 568

زړه مې ‌‌‌‌‌‌ډک شي خامخا راته راځي
د وطن په حال ژړا راته راځي

ماته خوب له ویري نه راځي یریږم
چې ویده شم یو “بلا” راته راځي

پخوا ما هم هيڅ پروا یې نه لرله
اوس پروا د بې پروا راته راځي

د انسان په بې حسۍ مې زړه خفه شي
نو افسوس بې انتها راته راځي

دا حالت چې وینم سم لیونی کیږم
بس غوسه خو په ریشتیا راته راځي

ما بیدار لاس پورته کړی امن غواړم
خولې ته بس دغه دعا راته راځي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply