کورونا 

بصیر بیدار ستوری

0 775

هیڅوک په امان نه دي خوره شوي په دنیا ده
راغلي یو اوبا ده چې په نوم د کورونا ده

د چین نه یې اغاز وشو نړۍ ته رسیدلي
ایران کې راخوره شوه اروپا یې ده نیولي
ټرمپ هم په چغو سر دې امریکا یې یرولي
غوغا یې خوره کړي اوس په ټوله اسیا ده
راغلي یو اوبا ده چې په نوم د کورونا ده

دلاس په ورکولو باندې یوبل ته لګیږي
د گڼي ګوڼي ځای کې په اسانه پیدا کیږي
ځوانان مقاومت کړي بوډاګان پکې مړه کیږي
مرض دې لا علاجه ځکه جوړه واویلا ده
راغلي یو وبا ده چې په نوم د کورونا ده

څوک وایې علامې دي د قیامت دابه کیدل
د لوي خدای له عذابه به هيڅوک نه ویریدل
دې ځینوانسانانو به حرام خوړل اوڅښل
همدغه یې د ټولو عملونو بس سزا ده
راغلي یو اوبا ده چې په نوم د کورونا ده

احتياط کول له ګڼې ګوڼې لیرې ځان ساتل دي
لاسونه په صابون باندې څو واره پرېمنځل دي
ماسکونه خپلو پوزو ته حتمي ور اچول دي
احتیاط کول پکار دي او احتیاط ددې دوا ده
راغلي یو اوبا ده چې په نوم د کورونا ده

ټول کینۍ په کورونو کې بهر وتل عذاب دې
علاج ددې اوبا له ګڼي ګوڼي اجتناب دې
یوازي په مونږ نه ده د نړۍ حالت خراب دی
بیدار کړه غاړه خلاصه فیصله یې اوس په تا ده
راغلي یو اوبا ده چې په نوم کورونا ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply