کاش !!

بصیر بیدار ستوری

0 547

کاش چې ژوند کې غم نه وې خفګان نه وې
کاش چې ژوند د هیڅ کس پریشان نه وي

کاش چې د نفرت نوم په دنیا نه وې
کاش چې زړونه پاک پکې شيطان نه وې

کاش چې وای وروري خوږه له هرڅه نه
کاش چې دشمني په سود او زیان وې

کاش چې آمن آمن وې په لر او بر
کاش چې جنګ په خاوره د افغان نه وې

کاش چې په یو والي اتفاق وې ټول
کاش چې پښتانه خپلو کې وران نه وې

کاش چې انسانیت وې له انسان سره
کاش چې حیوان خویه انسانان نه وي

کاش چې یوسړی بل ته احتیاج نه وې
کاش چې څوک د هیچا غلامان نه وې

کاش چې پوره شوی وې د هر انسان
کاش چې په زړګي د چا ارمان نه وې

کاش چې وې د علم رڼایې خوره
کاش چې بې علمي او ساده ګان نه وې

کاش چې دنیا ټوله لکه کلی وې
کاش چې پابندي په یو انسان نه وې

کاش چې هیڅ غریب په دې دنیا نه وې
کاش چې زوراور نه وي خانان نه وې

کاش چې جرم نه وې او مجرم نه وې
کاش چې څوک په جرم بندېوان نه وي

کاش چې دنیا ټوله مینه مینه وای
کاش چې بغض ، کینه په دې جهان نه وې

كاش چې لږ احساس ورسره وې د ژوند
کاش چې دا ځان مرګي قاتلان نه وې

کاش چې یو ، فتوه د محبت ورکړي
کاش چې خود غرضه ملایان نه وې

کاش چې د هر چا ضمیر بیدار لږ
کاش چې بیا به هيڅوک پښیمان نه وې

بصیر بیدار ستوری

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply