ژوند / بصیر بیدار ستوری

0 664

د باد په شان تیریږي هر ساعت یو امتحان دې
بس مړه ژوند روان دې
څوک ښه مزو کې ژوند کوي د چا ژوند سرګردان دې
بس مړه ژوند روان دې

دنیا په مخ روانه موږ ترې ورسته پاتي کیږو
قسم دی که پوهیږو
موږ جنګ کې ځان تباه که مونږ به ټول عمر ژړیږو
قسم دی که پوهیږو
د خپلي سرزورۍ په وجه مونږ کړې تاوان دې
بس مړه ژوند روان دې

په خیټه ماړه نه دي خو مستۍ نه په هوا دي
له هر څه بې پروا دي
له مینې نه منکر دي په نفرت کې لږ سېوا دي
له هرڅه بې پروا دي
همدا یې زنده ګي ده او همدغه یې ګوذران دې
بس مړه ژوند روان دې

ته ماته کوهی کنې او زه تاته ناست یم لار کې
که خدای دې راګوزار کي
ایستلي مې ده کنده درته ښه وختي سهار کې
که خدای دي راګوزار کي
زه تاته زړه کې ټګ یم ستا له ما سره کار وران دې
بس مړه ژوند روان دې

دا ځینې ځينې ګورم چې د دروغو شنه پړانګان دي
بس صرف مئين په ځان دي
تعلیم هنر یې ‌‌‌‌‌‌ډېر وي خو بیا هم لکه امیان دي
بس صرف مئين په ځان دي
صفت کې چې د ځان راشي همدا لوی قهرمان دې
بس مړه ژوند روان دې

دا ځینې خلک وینم چې له خپل ژونده بې زار وي
هر وخت جنګ ته تیار وي
په نه خبره ځان له مرۍ نیسي او په قار وي
هر وخت جنګ ته تیار وي
نیتونه یې صفا نه دي نیمګړی یې ایمان دی
بس مړه ژوند روان دې

جذباتو کې چې راشي پښتانه شي ننګیالان شي
له مخې باتوران شي
سیاست نه خبر نه وي خو سیاست کې ډاکتران شي
له مخي باتوران شي
اسمان ځمکي ته ښکته کړي بیدار ورته حیران دې
بس مړه ژوند روان دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply