غزل

بصیر بیدار ستوری

0 775
لکه سیلۍ وه را لوتله خو ما نه لیدله
له ما نه ګرده تاویدله خو ما نه لیدله
هر مازیګر به شو لمبه بام به رڼا کوله
د بلۍ سرته به ختله خو ما نه لیدله
په وار خطا نظر یې یو دم راته وکتل خو
لکه د پا ڼې رپيدله خو ما نه لیدله
د ښاپيرو رانجه یې پوري کړه په خپلو سترګو
بله دنیا کې ګرځیدله خو ما نه لیدله
یو جادوګر شانته اواز مې غوږ ته ورسیده
بس صرف ټپه مې اوریدله خو ما نه لیدله
د نظر اور یې سم زما په بدن ولګیده
چې زما خوا کې تیریدله خو ما نه لیدله
بیداره ړوند نه ووم ړنده راته دنیا ښکاریده
ښپو نه مې ځمکه تښتیدله خو ما نه لیدله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply