دا ټول څه معنا: آیا فلسفه تعریف لري؟
تر کومه چې زه ورسره مخامخ یم، ډیری وګړي د فلسفې نه واضح او روښانه برداشت او درک نلري او فلسفه ورته تل د پیچلتیاوو، ابهاماتو او حتی موهوماتو یوه لړۍ یا ټولګه ښکاري. دا مبهم برداشت د فلسفې نه، په ځانګړې توګه زموږ په ټولنه کې، د دې لامل شوی چې…