معاصر انسان: تلیفون او تنهایي

رفیق خاورین

462
د ټکنالوژۍ د زرګونو ښیګڼو د منلو تر څنګ یې زه یوې ‌بدګڼې ته هم متوجه یم او هغه دا چې له یوې خوا خورا ستر سهولت دی چې د معاصریت او د لویدیځې دنیا پرمختګ په پایله کې رامنځ ته شوی، خو له بل لوري یو اذیت او سرخوږی هم دی چې د معاصر انسان د فوق العاده اضطراب لامل ګرځېدلی.
دا چې ”دنیا پر یوه کلي بدله شوې،” هغه مقوله ده چې د نړیوال کېدو یا ګلوبلایزیشن پروسې ته اشاره کوي. نړیوال کېدل یعنې دا چې د پخوا زمانو برخلاف نن د افغانستان په یوه کلي کې ناست انسان د ټلویزون او تلیفون په وسیله د نړۍ د بل کونج په امریکا کې له خپلوانو او بیګانوو سره تماس او تعامل برقرارولی شي. ګلوبلایزیشن یعنې دا چې معاصر انسان له یوه هیواده بل هیواد تع د تګ لپاره میاشتې، میاشتې پر اوښانو سفر کولو ته اړتیا نلري، بلکې د څو ساعتونو په اوږدو کې د یوې قارې له سوځونګي ګرم ښار څخه د بلې لویې وچې تر واورو لاندې ښار ته د موډرنو الوتکو په مفشنو سیټونو کې پرته له کوم ځانګړي تکلیفه تللی او راتللی شي. که د ګلوبلایزیشن د اینده نګرۍ په چارچوکاټ کې تعریف کړو نو ویلای شو چې ګلوبلایزیشن یعنې دا چې معاصر انسان د فضایي توغندیو پر مټ د ځمکې له کرې څخه د څو کلونو، یا هم احتمالاً د څو میاشتو په اوږدو کې د کایناتو یوې بلې سیارې ته لاړ شي او هلته د بشریت لخوا د تازه رامنځ ته شوي فرا سیاره یي تمدن په ښارونو کې چکر ووهي. خیر د ګلوبلایزیشن دغه اخیرنی تصویر لږ څه فانتیزیک شو، خو ناممکن په هیڅ صورت نه دی. لنډه دا چې ګلوبلایزیشن یعني د د توکو او سهولتونو پر مټ د انسانانو تر منځ د واټن راکمېدل. البته دا چې ګلوبلایزیشن څه دی دا یو بیل بحث دی، دلته ما غوښتل پر دې خبره وغږېږم چې د ټکنالوژۍ او په ځانګړي توګه د انټرنیټ یو منفي اغیز پر انساني وضعیت باندې څه شی دی. او دې خبره ته مې له ګلوبلایزیشن سره ځکه ربط ورکړ چې انټرنیټ د ګلوبلیزیشن په چټکولو کې یو بې ساری او ډیر عظیم تاریخي رول ایفا کړی.
راځو بیرته خپل بحث ته. د انټرنیټ وده د ګلوبلایزیشن میوه تقریباً پخوالي ته ورسوله او هغه مقولې ته یې چې وایي ”دنیا په کوچني کلي بدله شوې،” واقعیت ور وباښه. د انټرنیټ او ټکنالوژۍ له ښیګڼو او مثبتو اغیزو به انکار حماقت وي، خو له منفي عواقبو یې حاشا هم غفلت دی.
د نورو منفي پایلو تر څنګ یې یوه منفي پایله چې معاصر انسان یې له فکري لحاظه ډیر زیات نا ارام کړی، هغه د تنوع او رنګارنګۍ راکمول او پیکه کول دي.
په یوه نړۍ کې فکري، فرهنګي، دیني او سیاسي تنوع د یوه کلي په پرتله طبعاً د زیاته وي. که انټرنیټ ریښتیا هم دنیا په کلي بدله کړي وي، نو یوه پایله یې دا هم ده چې د دنیا هغه پخوانۍ تنوع یې سره منقبضه او د یوه کلي د تنوع سویې ته یې راټیټه کړې ده.
پخوا به د دوو هیوادنو تر منځ تفاوت د ځمکې او اسمان غوندې و، خو اوس د دوو لویو وچو، مثلاً امریکا او اروپا تر منځ د تنوع ضریب خورا ډیر زیات راکم شوی او دواړه د یوه بڼ ګلونه باندې اوښتي.
انګلیسي ورو ورو د نورو ژبو جغرافیې فتحه کوي، دریشي او نیکټایي د نړیوال رسمي لباس په بڼه په ټوله دنیا کې راښکاره کیږي. د لویدیځ په ذوق او ذایقه پیټزا د کابل غوندې د وروسته پاتې هیواد په مرکز کې موندل کیدای شي، د هند د کوڅو ځوانانو د ژوند هنګامه په همدې ګرمه وي چې د اروپا د مشهور فلمي لوبغاړي په څیر رفتار زده کړي او یا هغه د ځان لپاره الګو وګرځوي. دا او دې ته ورته سلګونه نور واقعیتونه شته چې د نوې دنیا د کلي ته ورته کېدو ماهیت برملا کوي.
په اقتصادي حوزه کې هم عین همدا وضعیت حاکم دی. د اوکراین جګړه د اروپا اقتصاد ټکنۍ کوي او د یورو راښکته کېدل په کابل کې د یوه داسې فرانسوي مؤسسې د مأمور پر ژوند اغیز وباسي چې په یورو معاش ورکول کیږي.
دا یعنې دنیا څومره زیاته سره اوبدل شوې او اغیږل شوې ده.
دا مقدمه د سیکې یو اړخ دی او د دې لپاره مې وویله چې د دې مقولې چې دنیا په کلي بدلیږي، پر معنا په بشپړه توګه پوه شو. د سیکې بل اړخ زما هغه ادعا ده چې ویل مې د دنیا پر کلي اوښتل انساني ژوند ته ځینې نوي واقعیتونو را واد کړي د معاصر انسان د اضطراب کچه یې زیاته کړې ده. ځکخ انسان انسان ذاتاً تقلید کوونکي او سیالي کوونکی ټولنیز موجود دی، او کله چې سیالي د کلي سویې ته راټیټه شي، نو ټول کلی نا ارامه او اغیزمیږي.
که پخوا په امریکا کې یو مشهور چا نرم، ململي او ښایسته لباس اغوسته نو به کابل کې به نه څوک ترې خبرېده او که خبر هم وای نه ترې اغیزمنېده. خو له هغې چې سینما او انټرنیټ وده کړې او د فلم د پردې پر زور د هالیوډ د فلم هلک د جامو دبدبه او جاذبه د تلیفون او تلویزون او د تبلیغاتو د بانرونو نه بیا د فیسبوم تر پوسټونو پورې، هره خوا او هر ځا د یوه مالداره کابلي تر سترګو رسیږي، نو دویمه ورځ مالداره کابلی هم هڅه کوي د هغه تقلید وکړي او د سیالۍ غریزه وخړوبوي. برانډ، ټرېنډ او سل نورې نامې د دغه وضعیت لپاره رامنځ ته شوي دي چې ټول د تقلید او تمثیل په جهان کې د حاکم حالت څرنګوالی بیانوي.
له بل لوري، امریکایي یا تُرکی سریال هم د وزیر زوی لیدلی شي او هم د مدیر زوی. د وزیر زوی شاید د فلم د هلک غوندې د جامو د اخیستلو توان د کابل په مفسنو پلورنځیو کې ولري، خو د غریب مدیر زوی به د خپل تقلید او سیالۍ غریزه څنګه سړوي. همدا ده چې د دې باوجود چې ګرم، نرم او ښه لباس لري، رک روغ ساعت یې پرلاس دی، خو دا چې د فلم د هلک غوندې یې د څو سوو ډالرو والا ساعت نه دی په لاس او یا هغسې جامې نلري، نو خپل لاس معیوب او تن نیمګړی ورته ښکاري او همدا ده چې ځان د دې سترې نړیوالي سیالۍ په هیاهوی او د تقلید په بازار کې ځان کم او تنها احساسوي.
دا اضطراب او ذهني نا ارامۍ د یوه هرم حیثیت خپل کړی. په اوسني نړیوال اقتصادي نظم کې چې د تر ډیره د کیپټالیزم پر اصولو بنا دی، د غریبو او بیوزلو انسانانو شمیر زیات او مخ په زیاتېدو دی. سرمایه د څو دیوانو لاسونو کې ده چې ورو ورو نوره سرمایه پرې راټولوي، دیوان نور هم دیوان کیږي او غریبان نور هم دربدره. د سرمایې پر مټ د خان زوی هم د فلم هلک کېدای شي، هم د شخصي جزیرې صاحب او هم د سلګونو نجونو-ملګرو یا ګرلفرېنډو د زړه سر. دا سرمایه داران د سټیج پر سر دي، د هرم رأس کې او د ګلوبلایزیشن اصلي ابزار چې هم هغه انټرنیټ او ټکنولوژي دي، تر بل هر چا زیات د دوی په اختیار کې دي. فلم کې هغسې جامې په تن کوي چې زړه یې وي. که ښایسته وي خو ښه تر ښه، که کوم ځای یې شلېدلی وي نو له هغه موډ او سټایل باندې جوړیږي او نور خلک هغسې شلیدلې جامې په زرګونو ډالرو هم نشي پیدا کولای. دوی هغسې موټر چلوي چې خوند ورکړي. خلاصه دنیا سټیج شي، دوی د ډول او ساز غږونکي. پاتې شول لاندې طبقې چې د انټرنیټ، سینما او سریال، د ټولنیزو رسنیو او تبلیغاتو په وسیله د پورته طبقو ژوند بیا بیا ورښودل او مغز ته ورپیچکاري کیږي. دوی چې هغسې ژوند نشي درلودای، ځکه هغسې ابزار او توکي نلري، نو تنها او مضطرب وي. فکر کوي هغه څه نلري چې باید لرلي یې وای او هغسې ژوند نلري چې باید لرلای یې وای. دا هغه څه دي چې په هم عموم کې یې د معاصر انسان د معمایي اضطراب یو اصلي لامل یې ګڼلای شو. البته دا واقعیت تر ډیره په متوسطو ټولنیزو طبقاتو او تر یوه حده په بیوزلو طبقاتو کې د لیدو وړ دی، خو په عموم کې د معاصر انسان د تصویر ستره برخه جوړوي چې په هغه کې له ځانه پردی کس له دنیا بیزار له تلیفون سره تهنا ناست وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.