فرهنګي فقر

لیکوال: رفیق خاورین

948
د سوء تفاهم د مخنیوي لپاره په اول کې باید دا ووایم چې هیڅ فرهنګ ذاتاً غریب یا غني نه وي، غربت او غنا د انسان د لید پیداوار دی، یعنې دا چې دا موږ یو چې د خپل طرز تفکر پر حکم یو فرهنګ غني ګڼو او بل یو فقیر.
هر کله چې یو فرد خپله ټولنه د پردیو ټولنو د اصلاحي معیارونو له زاویې ګوري، نو د انتقاد او نیوکې فریکونسي یې طبعاً زیاتوالی مومي. که لږ یې نور هم ساده ووایو یو خړ او بې رنګه محیط ته که انسان له رنګه عینکو ګوري، وو یو ناهمانګي او ناسازګاري په نظر ورځي.
دا نه ورته‌والی هغه وخت لیدونکي ته په یوه سر خوږي بدلیږي چې یو خاص وضعیت ته نسبت پر نورو ارجحیت ورکړي یا په بل عبارت هم هغه خاص وضعیت خپل ارمان وګڼي او رسیدل ورته خپل رشالت. داسې حالاتو کې د نیوکو د تزاید سربیره بیګانګي او د پردي توب احساس هم له لیدونکي سره پیدا کیږي.
یوې تیاره خونې ته د رڼا د راوستلو ارمان ددې لامل ګرځي چې انسان له تیرو سره یوه خاصه دښمنې اعلان کړي او د رڼا په لټه کې ځان له حاکمه تیرو بیزار او بیګانه احساس کړي.
دا مقدمه مې د حاضر وخت د وروسته پاتې ټولنو له خپل ځان نه د بیګانګي د تبین لپاره راوړه.
نن سبا که د هیوادونه طبقي بندۍ ته ځیر شو پرمختللي او وروسته پاتې دوه عمده برچسپونه دي چې د هیوادونو د پیژندلو لپاره کار ورڅخه اخیستل کیږي.
دا چې دا پرمختګ او وروسته پاتې والی د کوم معیار پر اساس ارزوو، یو بیل بحث دی، خو په ټوله کې یو نږدي تړاو سره لري. مثلاً له اقتصادي لحاظه وروسته پاتې هیوادونه له سیاسي اړخه هم کمزوري وي او په همدې توګه له نورو بعدونو لکه تجارتي، نظامي او حتی فرهنګي لحاظه وروسته پاتې بلل کیږي.
زه په خپلو نورو لیکنو کې هم ډیری وخت دې ټکي ته اشاره کوم چې د ننۍ نړۍ اقتصادي طرز تفکر په نورو حوزو غالب شوی; یعنې اقتصادي او مادي وضعیت نسبت نورو ته د نن نړۍ لپاره زیات مطلوب شوی.
هغوی چې قوی اقتصاد لري د آمریکا غوندې په نړۍ سروري کوي او هغوی چې فقیر دي نو فرهنګ یې هم نړیوالو ته دویمه درجه او یا فقیر ښکاري.
یعنې هغوی چې سترې اقتصادي سټي دي، په عین حال کې د اجتماعي او فرهنګي تقلید لویې مرجع هم دي.
مثلاً په فرهنګي لحاظ نن سبا نړۍ اکثراً د حکومت له شکل نه نیولې د پوښاک تر بڼې پورې له غرب او په ځانګړي ډول له اروپا او امریکایي( او امریکا فرهنګ هم د اروپايي کلتور یو ښاخ یا مدرنه نمونه ده) څخه پیروي کوي.
تاریخ په کراتو ثابته کړېې اقتصادي برتري د فرهنګي عروج او ودې زمینه هم برابروي. ښه مثال یې د انګلیسي ژبه ده چې نن سبا د نړۍ په هر ګوټ کې خپل ویونکي لري او د پراختیا په حال کې ده او د برترۍ ریښې یې هم د ښه ګرامر یا اسان والی کې نه دي، بلکې هم هغه د 18 او 19 پیړیو د بریتانیا د اقتصادي عروج یوه پایله ده. د بریتانیا د استعما نه ډوبیدونکي لمر له امله وه چې انګلیسي د نړۍ هر کونج ته وغځول شوه.
یوازې انګلیسې نه بلکې نن د نړۍ اکثره نړیوالې او مشهورې ژبې د پخوا د استعمارګرو هیوادونو یو فرهنګي پاتې شونې بلل کیږي چې د ښکیلاک په وخت کې یې مستعمره شویو هیوادونو ته له ځان سره وړې وي.
نو پر همدې اساس، اقتصادي ناموازینه تل د فرهنګي طبقه بندۍ اصلۍ لامل ګرځي او هغه هیوادونه، ټولنې تو وګړي چې په اقتصادي لحاظ خوار وي، په فرهنګي لحاظ هم بې رونقه پاتې کیږي.
غني تل د تقلید مرجع وي د غریب لپاره. حتی که په فردي سطحه کې یې هم وګورو د بډایه خلکو جامې، ماڼۍ ګانې او ژوند د غریبانو آرزو او هیله وي.
غریب خپل ټول وجود په خواري او کارونو اوبه کوي تر څو که خپله یې ونه شي کړای حداقل د خپل زوی لپاره ټول هغه څه چې د مالدار زوی یې لري آماده کړای شي. هغسې پاک لباس واغوندي لکه د مالدار زوی او هغسې نوي بوټونه ولري.
که داسې ونه شي اقتصادي تفاوت فرهنګي حقارت او برتري ته لاره هواروي او د غریب زوی په خپل حالت شرمیږي او د مالدار زوی په خپل فرهنګ ویاړي.
د هیوادونو تر منځ هم همدا ډول اقتصادي ناموازینه د هغوی فرهنګ د اغیزمنتیا ضریب ټاکي.
قوی هیوادونه تل د غریبو هیوادونو لپاره یو الګو او مثال وي. نو له همدې امله وي چې ځان هم تل د کوم بل پرمختللي هیواد سره تلي او غواړي د هغه سره ځان برابر کړي.
نن سبا د وروسته پاتې هیوادونو څخه د ځوانانو د مهاجرت لامل د اقتصادي غربت نه زیات فرهنګي غربت دی چې ځوانان یې په خپل هیواد کې احساسوي. همیشه په ټولنه کې ناوړه کړنې ددې مقدمې په ویلو سره تلي چې: په خارجي هیوادونو کې دا ډول او داسې وي او زمونږ هیواد ته راشه چې څه ریشخند دی.
دا خړ محیط له رنګه عینکو لیدل له یوې خوا د انتقاد او نیوکې کچه پورته بیایي اړل له بل لړري هغه وګړي چې خپل فرهنګي غربت احساسوي او نورو فرهنګي حالت ورته ایډیال ښکاري او هم هغه ډول د خپلې ټولنې جوړول یې یو ارمان وي، نو همیشه په یوې بیګانګۍ کې ژوند تیروي، له خپل فرهنګ، له خپل ټولنیز وضعیت، حتی له خپل حکومت او خپل تاریخ څخه ناراض او بیزاره وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.