کلشنکوفي سوله

رفیق خاورین

456

سوله په عموم کې یوه ډیر پراخ مقوله ده چې د سیاسي مفهوم تر څنګ کلتوری، اقتصادي، ټولنیز او معنوي مفهوم هم لیږدوي.

” توبه هله له شرابو چې شراب درته پراته وي.” غني خان دلته د ادبیاتو له عینکو د سولې مفهوم په ډیر شاعرانه شکل بیان کړی. کله چې شراب وي او یو څوک له شرابو پرهیز کوي، نو دا کس ذهني سوله لري. کله چې شراب نه وي او یو کس شرابو ته له لاس رسي محرومه شوی وي، نو شاید دا کس ذهني سوله ونلري، یوازې مادي او فزیکي سولې کې را ایسار وي. یانې که شراب په لاس ورشي، شاید صرفه پرې ونکړي.
د غني خان د ادبیاتو له کهکشانه که د سیاست خاکي بازار ته راشو، د سولې مفهوم بیا هم خپل دوه اړخیز خاصیت ساتي. یوه سوله د ټوپک د نشتون په مانا ده؛ د قانون په زور د خلکو مهار او د معاهدو په جبر د دوی محدود او له جنګه لرې ساتلو ته وایي. په سیاست کې دې ډول سولې ته منفي سوله وایي. یعنې یوازې د فزیکي جګړې غیاب.
سیاست کې ارماني او اصلي سوله مثبته سوله ده. یعنې داسې سوله چې ټوپک هم وي، د جګړې مخه نیونکی ځانګړی تړون هم نه وي او د کوم زورور ځواک د اجبار قوه هم نه وي، خو خلک ذهناً سوله یز او بیا هم جګړه ونکړي.
دا ډول سوله یو ډول ذهنیت دی. یو ټولنیز دود دی. دا ډول سوله یوه عقیده ده. کله چې سوله یو باور وي، یو ارزښت وي او خلک یې له خپلو ګټو څخه په ګذشت د هغې برقرارواو ته غاړه کیږدي، نو داسې خلک که مطلق نه وي، نسبي یتوپیا ته رسیدلي چې په هغو کې سوله پر یوه فرهنګ بدلیږي.
په جنګ کې ښکېلې ټولنې یوازې ودانۍ، سرکونه، ښوونځي او روغتونونه له لاسه نه ورکوي، بلکې تر ټولو اړین شی چې له لاسه ورکوي هغه سوله یز ذهنیت دی. یانې جګړه ورو ورو د ” قلم فرهنګ” د ”کلشینکوف په فرهنګ” بدلوي او خلک ورو ورو د سولې او امن پرځای د جبر او جګړې له نوم، رنګ او کیفیت سره اشنا کیږي، او که جګړه له حده ډیره اوږده شي، امکان لري چې ټولنه د سولې په نوم او شتون شکي شي او د ژوند ټول بنسټونه، ارزښتونه او دودونه یې د جګړو څخه د اغیزمنېدو له امله د سولې ضد وګرځي. په داسې ټولنو کې هر څوک د ټوپک د میلې په زور غږیږي او د ستونزو د حل غوره لاره همدا ګڼي.
په افغانستان کې د څو څلویښت کاله متواترې جګړې له امله عامه ذهنیت تند او جنګ ځپلی شوی. که جمهوریت و که امارت، که ترافیک وي که د پوهنتون د دروازې دربان او یا بل څوک، ټول کلشینکوفي ذهنیت لري. غواړي هره رامخته شوې ستونزه د جبر او زور له لارې او جګړې ته د ورته تګلارې پر مټ حل کړي. له بل لوري، عام خلک هم چې لسیزو جګړو په بې مهاره او باغي مخلوقاتو بدل کړي، په ارام او سوله یز شکل هیڅ کار نشي کولای. په قطار کې ټیل او په ویش کې چور یې فرهنګ شوی. همدا ده چې سوله هم تر ډیره په منفي بڼه پیژني او په منفي بڼه یې منلو ته چمتو کیږي.
لنډا دا چې سوله په ریښتینې مانا یو ذهنیت دی؛ یو فکري عقیدتي سیټ دی چې له متمدنو نورمونو او ارزښتونو تشکیل شوی. له بده مرغه، که ټول نه وي، زیاترو افغانانو د بې دمې اوږدو جګړو له امله د سولې مثبت رنګ او نوم هیر کړی او تر ډیره د جبر پر مټ ډیسپلین، نظم او امر ته غاړه ایښودل د سولې مترداف ورته ښکاري او که دغه جبر یې له سره ایسته شو، نو لکه د لګام ګسیخته مخلوقاتو یې یاغيت په څپو راځي او پرته له برتر او زبر قدرته چې د دروني شورش له شرابو یې منعه کړي، سوله مانا او جاذبه ورته بایلي او بیرته د هرج او مرج اتڼ ته په مستۍ راځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.