له جګړې وروسته افغانستان یوه اندیښنه، یوه وړاندوینه

رفیق خاورین

0 617

د سولې د مذاکراتو مثبته پایله او د روانې جګړې د ښکیلو لوریو ترمنځ هوکړه لیک، بې له شکه د عطف یوه تاریخي نقطه ده، خو پر دې سربېره د سولې بهیر اوس خپلې اساسي او متني برخې ته ورننوځي او هغه د بین الافغاني مذاکراتو پیل دی چې د تیرو څو لسیزو په اوږدو کې به تر ټولو زیاته برخلیک ټاکوونکي پروسه وي.

موقفونه او دریځونه که څه هم له دې ځایه او وخته لږ لږ ښکاري او د وړاندوینې وړ دي او تر ډیره له یو بل سره اړخ نه لکوي، خو که دا موقفونه د خارجي عناصرو یا نورو طریقو په واسطه سره موازې نشي او یوه تفاهم ته لار هواره نکړي، نو زه فکر کوم هیواد به په هغه نقطه کې یوه بل بحران سره مخامخ کړي.

د طالبانو لخوا د اساسي قانون بنیادي تغییر حتمن مطرح کیږي او د افغان فعلي حکومت او نورو سیاسي اړخونو او تر ټولو زیات د ولس لپاره باید د اساسي قانون د دفاع او حفظ مسئله تر بل هر څه زیات لومړیتوب ولري، ځکه زموږ فعلي اساسي قانون د سیمې او حتی نړۍ په سطحه انساني حقونو او اسلامي ارزښتونو ته تر ټولو ډېر ژمن قانون دی او د دې زیات تغییر به زما په اند د اتلسو کلونو د حقونو او آزادیو په برخه کې لاس ته راوړنې محوه کول وي. ماته تر ټوله تلوسه پنځوونکې پوښتنه د افغانستان د حکومت بڼه او د اساسي حقونو مسئله وروسته له جګړې ده، چې دوه کاملاً متضاد او جنګیدلي اړخونه به په کوم شکل یوه داسې تفاهم ته سره ورسیږي چې دا ناندرۍ پای ته ورسیږي او د هیواد د حکومت او حالت یو نوی تعریف وړاندې کړای شي.

دومره وړاندوینه کولی شم چې د بین الاافغاني مذاکراتو د کامیابیدو په وخت کې به نوی افغانستان نه کاملاً د طالبانو د وخت آمارات وي چې د حقونو او آزادیو مفرط نقض به پکې جاري وي، نه به هم د اوسنۍ افغانستان غوندې وي، چې په تیوریکي شکل زیات، خو په عمل کې هم تر یوې کچې ډموکرات او د بشري حقونو ضامن دی او د ملت د حقونو او آزادیو حوزې ښې پکې غوړیدلې دي. یعنې بین البین یا تر ډیره حده به د ملت د آزادیو او حقونو په برخو کې به له اوسني ایران سره شباهت او قرابت پیدا کړي.

یا په بل عبارت د نوي او محتمل راتلونکي افغانستان وضعیت به تر ډیره د پخوانیو او هیرو شویو او تر ډیره حده د متنفرو محدودیتونو او د نویو څو کلونو د راغلیو آزادیو یو اختلاط او لړون وي.

پورتنۍ اندیښنه که د دې سوال په بڼه مطرح کړو نو ښه به واضح شي، چې راتلونکي سوله به په کوم قیمت (آزادیو او حقوقو په برخه کې) د دې هیواد نوی مسیر ټاکي.

او دا سوال د سولې د بهیر د راتلونکې دورې محور او جوهر دی چې باید افغان حکومت او ولس زیاته پاملرنه ورته وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply