د روښنفکرانو تراژیدي

رفیق خاورین

0 590

سقراط خپلو آتنیانو زهرو څښلو باندې محکوم کړ، ولې؟ ځکه د ده افکار د نورو سره متفاوت وو خو وروسته له مرګه تر ننه د فلسفې او حکمت کتابونه ددې مرموز شخصیت له ویناوو نه ډک دي. مولانا رومي د خپل پلار او خپلو افکارو او عقیدو له لاسه د خپل ټاټوبي ترک کولو ته اړ شو او تر اخیره یې د اوسنۍ ترکیې په سیمه کې ژوند په جلاوطنۍ کې تیر کړ، خو نن میلیونونه مسلمانان د ده د لارې او مکتب لارویان دي، اشعار یې یوازې فارسي ژبو لپاره نه بلکې حتی د غربیانو او ټولې نړۍ لپاره د معنویت سرچینې دي.

نیچه ټول ژوند په سرګردانۍ او لالهاندۍ کې تیر کړ، ځکه د ده په خپله وینا: دی له خپل وخت نه مخکې غږیږي او خبرې به یې څو پیړۍ وروسته مینوال پیدا کوي نو ځکه یې په خپل وخت کې د خپلو هڅو هیڅ پاداش او ثمره ونه لیدله، خو نن د خپل وخت و مدرنیزم د سرلارو په قطار کې حسابیږي او پوست-مدرنیزم د مکتب بنسټګر نومول کیږي.

نړۍ کې همیشه، که ځیر شو، متفاوت فکر لرونکي رټل شوي، ځورول شوي، شړل شوي او حتی وژل شوي دي، خو پیړۍ وروسته چې ددوی په اصلیت او افضلیت او علمیت خلک پوه شوي بیا یې ستایلي، د هغوی مجسمې یې جوړې کړي، ټولنو پرې ویاړلي دي چې دا ډول اشخاص ددوی په تاریخ کې راڅرګند شوی او ددوی د ویاړ مصدر ګرځیدلي.
دا کسان هم چې ما یاد کړل هغه خوشبخته دي چې خبرې او یا حداقل نومونه یې تر مونږه رارسیدلي او د تاریخ طوفان له ځانه سره نه دي وړي، شاید سلګونه همدا ډول نور اشخاص وي چې د خپلې ټولنې سره ناهمخوانو افکارو لرلو له امله شړل شوي او یا وژل شویي وي او ددوه سره یوځای یې ددوی کتابونه هم خاورو ته سپارل شوي وي او حتی د ژوند روایت یې هم د منصور غوندې زمونږ تر زمانې نه وي رارسیدلی، یعنې په مطلق ډول هیر شوي او یو متر خاورو لاندې له خپلو خبرو او فکرونو سره خاورې شوي وي.

نن مې یوه ډاکومنټري (مستند) کتلو په هغه کې د همداسې یوه کس داستان بیان شوي و چې د خپلو افکارو له امله له څومره کړاونو سره مخ شوی دی او د لیکنو یوازې یوه سلنه یې تر موږ ( هغه هم د نورو لیکوالانو له خولې) رارسیدلې ده او باقې نور د تاریخ دې جبري ځانګړنې تر خاورو لاندې کړی دی.

واقعاً هم همداسې ده، ټولنه همیشه یو ثابت فکري قالب لري، له هغه نه بغاوت بعضاً خپل ځان ته د مرګ رابللو په معنا وي او څوک چې نوي افکار ارایه کوي همیشه ځورول کیږي او ډیر وروسته د هغوی واقعیت نورو ته را ښکاره کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply