Browsing Tag

عبدالعزیز نایبي

څو سندرې، څو خبرې

احمدظاهر هغه سندرغاړی چې پر مرگ باندې یې څلور لسیزې اوښتي دي؛ خو تراوسه پورې یې غږ د ځوان او زاړه کهول خوښېږي. د هغه له سندرو سره د څو نسلونو د ژوند خوږې خاطرې غوټې دي. د احمدظاهر جادويي غږ او د شعرونو انتخاب هر څوک ستایي. د شهرت هسکې یې…

یونلیک څه دی او څنگه لیکل کېـږي؟

هغه وخت چې لیک لوست نه و عام شوی، تکنالوژي وده نه وه کړې، حج او نورو ملکونو ته د سفر کیسې به په شفاهي ډول جوماتونو، حجرو او پـېتاوو کې یوبل ته تېـرېدې؛ یا به چې کوم مساپر له سفره بېـرته کور ته ستون شو، گاونډیان، خپلوان او ملگري به پرې…

کابل بالاحصار

کابل بالاحصار چې ارگ او پوځي کلا یې هم بولي تر۱۸۸۰م کال پورې د افغانستان د تاریخ د ډیرو حساسو او زړه بوږنونکو پېښو شاهد و. له دوېمې تر پنځمې میلادي پېـړیو پکې د بودایانو عبادتځاېونه موجود وو. د ځېنو روایاتو له مخې د مقدونیانو له یرغلونو…

مساپر او د غزني د ژمي شپه

دوه څلوېښت کلن یم، زما په څېر په لکونو ځوانان د خپلو نااهلو سیاسي مشرانو مخونو ته هره ورځ لاړې ورتوکوي چې څنگه یې د څو نسلونو ژوند برباد کړی دی. د دوي له لاسه څوک د مور وطن له غېـږې بېل شوي، څوک د تعلیم او تحصیل له نعمته بې برخې پاتې شوي، د…

کولپه کوپړۍ

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم-سویدن کولپه کوپړۍ د ښونځي ور ته زنځیر وځړید ډېرې نارې سورې مې وکړې چا ور پراننیسته ویل ایمان ته مو خطره پېښږي! ما ویل پاس غره ته خیږم خدای ته زاري کومه، که د امیر کولپه کوپړۍ خلاصه شي! غره ته ختم چې مې…

ډله ایزې رسنۍ او ژیـړ ژورنالیزم

رسنۍ په یوه هېواد کې له اجرائیه، مقننه او قضایه قواوو وروسته (د دودیزه دولتي اداري جوړښتونو له اډانې بهر)، څلورم ځواک گڼل کېږي. که دولتي رسنۍ د دولت د ژبې د امتیاز د لرلو له کبله مهمې وي، خپلواکې هغه بیا خپلو خپرونو کې د خلاص لاس د لرلو له…

یووزرې بوډۍ

هفته ده، ساعت د شپې دوه نیمې بجې دي، اېله شوکاري خلاصه شوه. سږ ژمی وختي پېل شوی، له ډیرو سړو مې ژامې رېـږدي. د موټر له ښېـښو مې یخ وتوږه؛ لگولی مې ده، جلب ته ناست یم څو ماشین تود شي. دننه په ښېښو ناست تپ ورو، ورو په ورکېـدو ده. اوس نو لار…

تنده

زما، له تندې چیغه د یار د شونډو چینه لکه مست سیند د کنړ د مېـرڅمن شاړې مېـرې اوبوي! په زړه کې خښ دی خنجر کافر په زهرو ککړ لکه بېـواکه واکمن د بې ننگۍ پر بستر د ځنکدن وړې سلګۍ وهمه! ***** گل خان* د اغیارو بد ناتار به وي ترڅو…

دیجیتلي اوزار- گټې او ستونرې

د انترنیت په عامېدو، نړۍ له هر پلوه بدله شوه. انترنیت او دیجیتلي اوزارو، وروسته پاتې هیوادونو کې د خلکو د معلوماتو او تجربو په لوړاوي کې بې ساري مرسته کړې. د تکنالوژي د ودې له برکته موږ خپله نړۍ او چاپریال تر پخوا ښه وپیژنده. تخنیک بد نه…

چا غوږ کې راته وویل چې جانان مه یادوه

«چا غوږ کې راته وویل چې جانان مه یادوه» عبدالعزیز نایبي ستاکلهم-سویډن د ارواښاد ملنګ جان د دې مشهور شعر کیسه هغه وخت ته ورګرځي چې افغانستان د پښتونستان د داعېې او ډیورند کرښې پر سر پاکستان سره سخته لانجه کې ښکېل وو، د دواړو ملکونو ترمنځ…