کابل بالاحصار

عبدالعزیز نایبي

688

کابل بالاحصار چې ارگ او پوځي کلا یې هم بولي تر۱۸۸۰م کال پورې د افغانستان د تاریخ د ډیرو حساسو او زړه بوږنونکو پېښو شاهد و. له دوېمې تر پنځمې میلادي پېـړیو پکې د بودایانو عبادتځاېونه موجود وو. د ځېنو روایاتو له مخې د مقدونیانو له یرغلونو وړاندې، بالاحصار د دې خاورې پلازمېنه وه. دا کلا پنځمه مېلادي پېـړۍ کې د یفتلیانو د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې. د هند مُغل امپراطور بابر، شپاړلسمه میلادي پېـړۍ کې دلته ژوند کړی. په هغه دا ځای گران و، د زینت له پاره یې کار کړی او په شعرونو کې یې ستایلی دی. پاچاهانو پرلپسې له دې ځایه واک چلولی، ماتې یې خوړلي او د تورو تمبو شاته یې بندیان شوي دي. په دغو دورو کې بالاحصار د گرانبېعه دولتي توکو او نقدو پـېسو د ساتلو خزانه هم وه.

کابل بالاحصار له اوارې مځکې لوړ، پر یویې غونډۍ چې لویدیځه څنډه یې د شېردروازې تاریخي دیوال سره نښتی، جوړ شوی دی. د نولسمې پېـړۍ پېل کې یو مشاهد، خپل د سترگو لیدلی حال داسې کښلی دی:

«بالاحصار دوې برخې لري: بر بالاحصار او کوز بالاحصار. دا کلا د تېـږو کلک دېوالونه لري، پورتنۍ برخې یې له پخو خښتو جوړې شوي دي او یو خندق ترې چارپېـر دی. غره سره نښتې برخه کې د «جابر» په نامه یوه دروازه وه، دې ځای کې خندق نه و، پرځای یې د «هلاکو» په نامه لوړ برج جوړ شوی و؛ هغه دېوال چی د احمدشاه بابا د واکمنۍ پرمهال سردارمحمد جانخان جوړ کړی و، پر همدې ځای ختمېـږي. د بالاحصار باندني دیوال درې دروازې درلودې: یوه هغه دروازه چې کوز بالاحصار ته وتې وه، ختیځ  لور ته د «کاشي» په نامه دروازه او لویدیځ لور(جابر دروازې ته نیږدې) د «خوني» په نامه یوه دروازه وه؛ له هغې به یې د هغو کسانو مړي راوېستل چې د کلا منځ کې اعدامېـدل.» (۱)

د سدوزایانو په دوره کې کوز بالاحصار د ماڼۍ او غلامخانې سربېـره، د هستوگنې زر کورونه او یو بازار درلود. ځېنې برخې یې د اوسېدونکو په نامه لکه عربان، حبشیان، ارمنیان او داسې نورو نومونو یادېدل. تر هغه وروسته چې تېمورشاه پلازمېنه، له کندهار څخه کابل ته ولېـږدوله بیا د امیرعبدالرحمن خان تر واکمنېدو پورې، بالاحصار د افغانستان پایتخت و. انگرېـزانو له افغانانو سره د دوېمې جگړې پرمهال (۱۸۸۰-۱۸۷۸م) د بالاحصار دواړه برخې ونړولې او اور یې ورته کړ، یواځې پاخه دیوالونه یې پاتې شول چې بیا وروسته د نادرخان د بادشاهۍ پرمهال، د پوځي زده کړو له پاره پکې نوې ودانۍ جوړې شوې.

سرچینې:

(۱) فرهنگ، میر محمد صدیق، افغانستان در پنج قرن اخیر، مشهد: انتشارات درخشش،۱۳۷۱،ج ۱، ص ۳۵۷-۳۵۶.

1.Dupree, Nancy Hatch.,(1977). An Historical Guide To Afghanistan. Tokyo: Japan, Jagra, LTD (p.81,82).

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.