یووزرې بوډۍ

عبدالعزیز نایبي

925

هفته ده، ساعت د شپې دوه نیمې بجې دي، اېله شوکاري خلاصه شوه. سږ ژمی وختي پېل شوی، له ډیرو سړو مې ژامې رېـږدي. د موټر له ښېـښو مې یخ وتوږه؛ لگولی مې ده، جلب ته ناست یم څو ماشین تود شي. دننه په ښېښو ناست تپ ورو، ورو په ورکېـدو ده. اوس نو لار په اسانۍ لیدلی شم، کور ته روان یم. مزل لنډ و، را ورسېـدم. د بلاک لویه دروازه مې پرانېسته، د «لېفټ» تڼۍ مې کېښکوده، درېم پوړ کې ترې ووتم. دهلیز کې مړ څراغ اتومات بل شو، زموږ د گاونډۍ دروازه خلاصه وه، څو گامه مخ ته ولاړم، کاته مې زړه بوډۍ په «وېلچیر» ناسته ترې، ترې راگوري.

سلام مې واچاوه، ومې پوښتله: خیریت خو ده؟

وېل لږ وړاندې راشه!

څو قدمه ور وړاندې شوم، ها! د رڼو متیازو توند بوی ان وره ته راته، لږ ور نېـږدې شوم، بیا مې وپوښتله: څه دې ویل؟

دهلېـز کې یې یوېې کڅوړې ته گوته ونیوه، ویې پوښتلم: دا د چا دی؟

ما وویل: نه پوهېږم! تا ته نه ده معلومه؟

وېل نه! بیا یې رڼې، رڼې راوکتل، هېڅ په هېڅه ېې له ما مننه وکړه. غوښتل مې دروازه ور پورې کړم، وېل پرانیستې ښه ده، شپه پخیر!

ما هم ورته ښه شپه وغوښته او کور ته راغلم. د خوب کالي مې واغوستل، په کټ کې اوږد وغځېدم. د بوډۍ د رڼو سترگو حیران کاته خوب ته نه پرېـښودم. همدا دوې ورځې وړاندې یې د ژوند ملگری په ابدي سفر کوچېدلی و، هغه پوره غمجنه وه!

 پرون یې راته ویل: «یوهان» یې د روغتون په سړه خونه کې ساتلی ده. د هغې ویرجن اسوېلي او ژړغونی غږ را یاد شو چې ساه نېـولې راته لگیا وه:

اولادونه سر گرولو ته نه دي اوزگار، خو کورونه یې ودان را روان دي چې پلار خښ کړي؛ اخر سیال او شریک لرو! بیا یې مخ له ما واړاوه، پاس هوا کې یو نامعلوم ټکي ته ځېر شوه او ځان سره یې ویل: ځویکی او لور به مې څنگه ښکاري، دا څو کاله مې نه دي لیدلي.

۴/۱۲/۲۰۲۲

ستاکلهم – سویدن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.