ډله ایزې رسنۍ او ژیـړ ژورنالیزم

عبدالعزیز نایبي

948

رسنۍ په یوه هېواد کې له اجرائیه، مقننه او قضایه قواوو وروسته (د دودیزه دولتي اداري جوړښتونو له اډانې بهر)، څلورم ځواک گڼل کېږي. که دولتي رسنۍ د دولت د ژبې د امتیاز د لرلو له کبله مهمې وي، خپلواکې هغه بیا خپلو خپرونو کې د خلاص لاس د لرلو له کبله ارزښتمنې وي.

هېتلر یې د خبرو جادوگر باله؛ د سوبو یو دلیل یې راډیویې ویناوې بلل شويدي. د کودتاوو پرمهال کودتاچیان هڅه کوي، چې له ټولو وړاندې له واکمنو هوايي ډگرونه، لويې لارې، د رادیو او تلویزیون ستیشنونو ونیسي. په افغانستان کې د ثور او سرطان کودتاوې او بیا کابل ته د جهادي ډلو راتگ کې موږ ولېـدل چې څنگه د رادیو او تلویزیون ستیشنونه د تبلیغات او پروپاگند په تودو سنگرونو بدل شول. یو شمېر مبصرین پدې باور دي چې په افغانستان کې د جمهوریت د وروستۍ دورې د اضمحلال یو لامل، هغه رسنۍ وې چې د ژیـړژورنالیزم په سیاق یې خپرونې درلودې؛ دې رسنیو د نظام بېخ وویسته.

«ژیـړژورنالیزم هغه خبریالي ده چې هغه کې له حرفوي او اخلاقي اصولو پښه اوړي او د ناوړه گټې له پاره ېې اصلي سوژې رسوايي، جنسي تهمت، دلالي، نورو ته شک پیدا کول، تور پورې کول او حساسیت پارونکي موضوعات وي.» (ویکېپدیا -«خبرنگاری زرد»)

په ژیـړژورنالیزم کې بې اساسه، تحریف شوو او له اغراق ډکو اوازو ته لمن وهل کیـږي. سوژې یې خبري ارزښت نه لري، خو مادي گټه یې زیاته وي. د ژبې ټپ ورکول د دې ډول خبریالۍ اصل دی؛ مشهورې څېـرې ېې د برید نښه وي.

د ژیـړژورنالیزم اصطلاح د ۱۸۹۵ او ۱۸۹۸ کلونو ترمنځ امریکا کې د «نیویارک ورلد» او«نیویارک ژورنال» د متصدیانو ترمنځ هغه مهال وپنځېـده چې دواړو غوښتل یو له بل نه زیات اخبار خرڅ کړي. د دوې دا عمل د تیراژ جگړه یادېده. منتقدینو دواړه تورنول چې د خپلو ورځپاڼو د چاپ د شمیر د زیاتولو لپاره د خبرونو په تحریف لاس پورې کوي. دا اخبار په ژیـړ رنگه کاغذ چاپېدل او سرلیکونو یې ان بې علاقې لوستونکي هم ځان ته ورکاږل. د لوستونکو د شمېر د زیاتولو له پاره یې جنايي داستانونه – ډول، ډول عکسونه او کاریکاتورونه خپرول. د ورځپاڼو چلونکو د رسوایانو په جوړولو کې یو بل سره سیالي درلوده؛ د پېغور، تحقیر او ملنډو ژبه ېې کاروله.

د ژیـړژورنالیزم د بې باکۍ، پروپاگند او منفي تبلیغاتو له کبله امریکا او هسپانیه جگړې کې ښکېل شول، د دغه سیاق په خبریالي تورنو ورځپاڼو د منفي افکارو په جوړولو کې، رول درلود. ویل کیـږي یادې رسنۍ د هغو امریکايي پانگوالو په چوپـړ کې وې چې غوښتل یې د کیوبا په شتمنيو منگولې خښې کړي.

(کیوبا نېـږدې ۴۰۰ کاله د هسپانیه مستعمره وه. د اتلسمې پېړۍ وروستۍ لسیزه کې کیوبايي پاڅونوالو له هسپانیه د خپلواکۍ اخیستلو ته مټې راونغاړلې؛ پاڅونوال د هسپانیویانو لخوا وځپل شول. د اخ وډب خونړۍ پېښې امریکايي رسنیو تر پراخ پوښښ لاندې نېوې چې موخه یې د هسپانیه خلاف د عامه افکارو کټول وو. د ۱۸۹۸م کال پرمهال یوې سترې امریکايي بېړۍ کې چې په کیوبا کې د مېشتو امریکایانو د ویستلو په موخه د هاوانا بندر ته استول شوې وه، چاودنه وشوه؛ بېړۍ کې سپاره ۲۶۶ تنه ووژل شول. هسپانیه چاودنه کې په لاس لرلو تورنه شوه. دې پېښې د کیوبا په چارو کې د امریکا مداخلې ته لار اواره کړه، او رسمآ یې د هسپانیه په وړاندې د جنگ اعلام وکړ. وروسته بې پرو څېړنو وښوده چې هسپانې په چاودنه کې لاس نه درلود، بلکې پېښه خپله بېړۍ کې د یوه ماشین د تصادفي چاودنې له کبله، رامنځته شوې وه.)

ژیـړژورنالیزم مصر کې په نا انډولې خبریالي، پاکستان کې د اوازو د گډولو په فابریکو، تایلند کې د خبریالانو د بډې اخیستو او کینیا کې د گډوډۍ، دروغ او ناهیلۍ په خورولو مشهور دی. د پټو سندونو په سپړلو او مهمو خبرونو په راټولولو کې سخته ده چې لیدونکي، اورېدونکي یا لوستونکي د ژیړژورنالیزم په دود د چلېدونکو رسنیو تر اغېز لاندې رانشي. د زیاتو معلوماتو لپاره وگورئ: «ژیـړژورنالیزم – د روایاتو څېـړنه، د میراثونو تعریف، لیکوال: پروفیسور داکتر دبلیو جوزف کمبل، ۲۰۰۱م کال – امریکا»

د رسنیو د ژرندو څرخ د پېسو له لگښت پرته نه تاویـږي، دا لگښت خامخا د یو څه د بودېدو لپاره ترسره کیـږي. لویې نړیوالې رسنۍ چې د ناپېـلتوب مدعیان دي، هم پدې کتار کې شمېرلی شو. دا رسنۍ د خوښې وړ یا دوی ته دېکتې شوې موضوعات تر هغو شاربي، ترڅو خپلو موخو ته نه وي رسېدلي.

د افغانستان په څېر د نړۍ ځینو ټولنو کې هغه رسنۍ چې د ژیـړژورنالیزم د میتود پر اساس خپرونې لري، د ولسونو په پرتله لویو پانگوالو او سیاسي ډلو ټپلو ته ریښتینې وي. افغانستان کې د نالوستو د شمیر د زیاتوالي له کبله ژیـړژورنالیزم، د عامه افکارو د استقامت په ټاکلو کې خپل اغېـز ثابت کړی دی. دغې خبریالۍ له خلکو د پېښو او جریاناتو د تعبیر او څېـړلو مجال اخیستی او په نامرئي تکتیکونو یې د دوې افکار، په گورت کې نیولي دي. وايي: «چې ریښتیا راځي، دروغو به کلي وران کړي وي.»

عبدالعزیز نایبي

ستاکلهم – سویدن

۱۲/۱۲/۲۰۲۲

سرچینې:

۱- ژیـړژورنالیزم – د روایاتو څېـړنه، د میراثونو تعریف، لیکوال: پروفیسور داکتر دبلیو جوزف کمبل، ۲۰۰۱م کال – امریکا

۲- ویکېپدیا-«خبرنگاری زرد»،«جنگ امریکا و اسپانیا»،«کوبا»

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.