زما، له تندې چیغه
د یار د شونډو چینه
لکه مست سیند د کنړ
د مېـرڅمن
شاړې مېـرې اوبوي!
په زړه کې خښ دی خنجر
کافر په زهرو ککړ
لکه بېـواکه واکمن
د بې ننگۍ پر بستر
د ځنکدن
وړې سلګۍ وهمه!
*****
گل خان*
د اغیارو بد ناتار به وي ترڅو
خوږ اشنا په بد گفتار به وي ترڅو
ډیر افسوس چې گل خان پاکستانی شو
د مرېییو لوی بازار به وي ترڅو
د فیل غوږ کې ویده، بادار زبېښلي
بې خبره، خوار او زار به وي ترڅو
پښتونخوا د زړه سر رانه بېل شوی
د انگریز د تورې وار به وي ترڅو
شئ راوېښ د تور او سپین توپیر اسان
په گوگل کې زړه افگار به وي ترڅو
———————————-
* گل خان : گل خان يو پښتو نارينه نوم دی خو په وروستۍ لسيزه کې د افغانستان سياسي قاموس ته ورننوتلي دی او هغۀ پښتانه ته وېل کېږي چې له افغان ولس سره د پنجابيانو 220 کلنه دښمني نشي درک کولای او عقيده ئې د اسلام تر نامه لاندې د پاکستان د ګټو د ساتنې پر بنسټ ولاړه وي.(ویکیپېدیا-«ګل خان»)
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.