څو سندرې، څو خبرې

عبدالعزیز نایبي

678

احمدظاهر هغه سندرغاړی چې پر مرگ باندې یې څلور لسیزې اوښتي دي؛ خو تراوسه پورې یې غږ د ځوان او زاړه کهول خوښېږي. د هغه له سندرو سره د څو نسلونو د ژوند خوږې خاطرې غوټې دي. د احمدظاهر جادويي غږ او د شعرونو انتخاب هر څوک ستایي. د شهرت هسکې یې هغه کلونه وو چې په ترڅ کې یې څو پادشاهان رد و بدل شول – ظاهرشاه، داود خان، ترکی او امین. که څه هم د هغه پلار ډاکتر ظاهر د شاهي نظام د صدارت تر پوړیه پورې کار کړی و، خو احمدظاهر افغانستان کې د جمهوري نظام د راتلو په ویاړ دا سندرې ویلي دي:

تل دې وي نصیب ملي وحدت او سعادت زموږ – دا جمهوریت زموږ

ساتو به په سر او په سرو وینو دا نعمت زموږ – دا جمهوریت زموږ

نشته دی تبعیض واړه په نوم باندې افغان یو – یو بل نه قربان یو

اوس به دغه شاړې شي ابادې په زحمت زموږ – دا جمهوریت زموږ

ځوان نسل یو موږ سره عالي، عالي فکرونه شته – ښه استعدادونه شته

اوس راغلی وخت د ابتکار او د زحمت زموږ – دا جمهوریت زموږ

او بله سندره یې دا وه:

مبارک، مبارک، جمهوری ما مبارک

جوانان کف زنید، بخوانید، ببالید، بگویید – جمهوری ما مبارک

صبح جمهوری رسید، شام سیاه سر رسید

شیشه ظلمت شکست، پرده غم ها درید

مبارک، مبارک، جمهوری ما مبارک

جوانان کف زنید، بخوانید، ببالید، بگویید – جمهوری ما مبارک

بیا چو ابر بهار، اشک ز شادی ببار

که ریشه کن میشود، فقر ز افغان دیار

مبارک، مبارک، جمهوری ما مبارک

جوانان کف زنید، بخوانید، ببالید، بگویید – جمهوری ما مبارک

کله چې د خلک دیموکراتیک گوند، جمهوریت ړنگ کړ- نورمحمد ترکی ووژل شو او حفیظ الله امین واک ته ورسېد، نو د امین پلویانو وېل چې احمدظاهر د دوي مشر په یوې سندرې کې چې مطلع یې په لاندې ډول دی، ستایلی دی:

این توسن ایام چه خوش رام امین است

خورشید جهان سر زده از بام امین است

د احمدظاهر د غږ مینه وال بیا دا نه مني چې هغه دې د حفیظ الله امین خوش خدمتي کړي وي، یا یې د خوشالولو لپاره سندره ویلي وي. ځینې په دې باور دي چې دا نعتیه د گران پیغمبر په ستاینه کې چې په امین مشهور و، وېل شوې ده. خو احمدشاه راستا په یویې ځانگړې تلویزیوني خپرونې کې (۱۴ جون ۲۰۱۷م)، د یویې مقالې په لوستلو، معما داسې سپړلې چې ژباړه یې دلته ستاسو مخې ته ږدم:

«د ۱۳۶۳ او ۱۳۶۴ لمریزو کلونو په اوږدو کې، فهیم جان ادا راته وویل چې: شیراغا مې په خپل کور کې د ایراني شاعر سیاوش کسرایي لیدلو ته لېواله دی. د فهیم شیراغا چې همغه ستر شاعر خدای بښلی عبدالاحمد ادا و، نه غوښتل چې له دې عیار صفته شاعر، د آرش کمانگیر د منظومې له پنځونکي سره  د خلکو په های و هوي او تشریفاتو کې وگوري. په هرصورت ځان مو تقدیر ته وسپاره او د میلمنو مو ښه میلمه پالنه وکړه.

له خوښي ډکه شپه وه او د ښاغلي ادا په کور کې تر ناوخته پورې پاتې شو. د شعر او شاعري په اړه د دواړو شاعرانو او څو نورو ایراني پوهانو ترمنځ چې مجلس کې حاضر ول خوږې خبرې وشوې، ما په عمر کې داسې خوندور او رنگین محفل نه وو لېدلی.

له وخت څخه په گټې اخېستو مې له ښاغلي عبدالاحمد ادا نه وپوښتل، ایا دا خبره سمه ده چې:

«این توسن ایام چه خوش رام امین است»، شعر ستاسو دی؟

ښاغلي ادا بې له کوم ځنډ راته ووېل: هو زما دی! هغه په سړې سینې خپلو خبرو ته داسې دوام ورکړ:

شپه نوې رادبره شوې وه، همغه مشهوره پوځي جیپان – اکسا، چې د رژیم د مخالفینو د نیولو او د مرگ لپاره د غوره شویو کسانو د لېږدولو په منظور کارېدل؛ یو زما د کور مخې ته ودرېد. د تل په څېر د سړي تښتونې مامورینو په بېړې، لوړ غږ او په کلکه زما د کور دروازه هم وټکوله. زه یې ځان سره بوتلم او مقصد ته په رسېدو یې یویې کوټې ته ورټېل وهلم ترڅو د ځانګړو جامو لرونکي مامورین، ما د پوښتنو تر باران لاندې ونیسي.

وړاندې له دې چې ما له خپلې پرېشانې نړۍ سره یواځې پرېږدي، یو مامور راڅخه په ډیر تکبر پوښتنه وکړه: ته څه کاره یې؟

ما ورته په ځواب کې ووېل: لېکوال یم.

بیا یې پوښتنه وکړه: لېکوال او شاعر – یو، یو شعر هم لیکې؟

په ځواپ کې مې ورته ووېل: کله، کله.

دې سره مې یو ناڅاپه پام شو چې خبره څه ده. د تل په څېر مو تېره شپه له احمدظاهر او نینواز سره یو بزم جوړ کړی و. نینواز له ما هیله وکړه چې یو شعر ووایم ترڅو د بی مروته روزگار غم له زړونو وتوږو. د روزگار غم، هغه استبداد او ظلم و چې امین او د هغه ملگرو په ټول هېواد کې خور کړی و. ما همدا شعر ولیکه، نینواز ورته کمپوز جوړ کړ او احمدظاهر بدله کړه:

شرمنده و افسرده و لرزنده به میهن

خورشید جهان تاب در ایام امین است

شیران و پلنگان همه زین بادیه رفتند

چیزی که به جا مانده دد و دام امین است

معمولا د ساز و سرود په مجلسونو کې یو شمیر نور کسان هم راټولېږي، چې په منځ کې یې فضول او عبث خلک هم وي. شیطانان په چټکۍ لاس په کار شوي وو، زه د یوې چارې په لټه کې شوم چې د حل لاره مې هم ورته ومونده. له یوې اوږدې بېخوبۍ، اندېښنې او زیاتې هڅې وروسته مې، بلاخره یو شعر تیار کړ. سبا ته وړاندې له دې چې مامورین راورسېږي، شعر مې څو ځلې تکرار کړ، داسې چې هر توری مې د ژبې پر سر و.

تحقیق پېل شو او له ما څخه لومړنۍ پوښته دا وه: دوې شپې وړاندې چېرې وې او څه دې کول؟

البته زما ځوابونه له وړاندې تیار وو، په ځواب کې مې وویل:

له ملگرو سره مو د خوشالۍ مجلس درلود، ما احمدظاهر ته یو شعر لیکلی وو چې وې وايي.

مامور بیا وپوښتلم: په شعر کې خو به دې حتمآ د امین صاحب په اړه هم څه وېلې وي؟

ما ځواب ورکړ: هو! زه امین صاحب ته ډیر ارادت لرم او د هغه په ستاینه کې مې شعر وېلی دی.

مستنطق پوښتنه کوي: څه ډول شعر؟

ما ورته ووېل: غواړی وایې ورۍ؟

هغه ووېل: وې وایه! او ما شعر ورته داسې واوراوه:

این توسن ایام چه خوش رام امین است

خورشید جهان سر زده از بام امین است

در گوشه و در بیشه و در جنگل و صحرا

هرجا گذری نام همین نام امین است

از پُخته گی و خامی عالم نزنم لاف

هر پُخته که بیني به جهان خام امین است

گفتند ملایک ز پس پرده انوار

رُخشنده تر از صبح عدو شام امین است

د تحقیق مامور چې ښاد او راضي ښکارېده راته ووېل:

کولی شې دا راته ولیکې؟

ما شعر ورته ولیکه او د تحقیق مامور د سر په ښورولو ځان سره وبونگید او ویې وېل:

پخوا به دښمنانو خلک په موږ وژل؛ اوس دوستان دا کار کوي.

مامور راته وویل: ډیر ښه، څه وخت یې ثبتوو؟

ما ورته وویل: لږ تمرین غواړي چې تیار شي، احمدظاهر جان باید تمرین وکړي.

مامور راته وویل: نو ورځئ خپل کار پېل کړئ، زه امین صاحب ته د داسې یوې ښکُلې سندرې د ثبتېدو خبر ورکوم، هغه کاغذ له ځان سره واخیست او له دروازې ووت.

له لنډ مهال خو فوق العاده خطرناک بند څخه ازادېدل معجزه وه، تر خوشي کېدو وروسته مې لومړنی کار، په بېړه له احمدظاهر او نینواز سره د اړیکو ټینگول و. هغو ته مې ووېل چې زما پخوانی شعر وسوځوئ او پرځای مې خپل نوی شعر ورکړ چې بیا احمدظاهر ترې سندره جوړه کړه.

په دې ډول عبدالاحمد ادا، نینواز او احمدظاهر له بلې دُنیا څخه بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.»

زه تر ډیره وخته پورې له یوې بلې خبرې هم ناخبره وم چې احمدظاهر د افغانستان د پخواني بادشاه، شاه شجاع یو شعرهم سندرې کې وېلی دی. د هغې سندرې شعر چې زما په څېر به د احمدظاهر د غږ گڼ شمیر مینه والو په کراتو اورېدلي وي، دا دی:

صبح دمید و روز شد یار شبینه خانه رفت
صبح دمید و روز شد یار به این بهانه رفت
یار به این بهانه رفت
یار به این بهانه رفت
شب که پس از هزار روز آن بت رشک مهر و ماه
شیشه به دست قدح به جیب آمده بود عذرخواه
مرغ سحر! تو گم شوی، یار به این بهانه رفت
یار به این بهانه رفت
یار به این بهانه رفت

 شاه شجاع هغه کس و چې د افغانستان په سیاست کې یې ښه نوم نه درلود او د تاریخ په کتابونو کې، سپک یاد شوی دی. د احمدظاهر غږ خوږ دی، د سندرې شعر ښاېسته، خو شاه شجاع بدرنگه.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.