چا غوږ کې راته وویل چې جانان مه یادوه

عبدالعزیز نایبي

1,218

«چا غوږ کې راته وویل چې جانان مه یادوه»

عبدالعزیز نایبي

ستاکلهم-سویډن

د ارواښاد ملنګ جان د دې مشهور شعر کیسه هغه وخت ته ورګرځي چې افغانستان د پښتونستان د داعېې او ډیورند کرښې پر سر پاکستان سره سخته لانجه کې ښکېل وو، د دواړو ملکونو ترمنځ اړیکې ترینګلې وې. یوځل لومړي وزیر داود خان پداسې حال کې چې پراخ ولسي ملاتړ ورسره وو په ۱۹۶۳م کال پاکستان ته د سفربرۍ امر وکړ، خو د منځګړو په وساطت له کړې پریکړې تېر شو. د سردار داود خان هڅه دا وه چې نننی خیبر پښتونخوا او د بلوجستان له لاسه تللې سیمې د پاکستان له ولکې وباسي.

همدا وختونو وو چې ولسي شاعر محمد امین مشهور په ملنګ جان له ننګرهار څخه کابل ته د کار له پاره بللی شوی وو. ملنګ جان چې امي وو، داود خان ورته د لیک لوست د زدکړې له پاره استاد وګماره. هغه په کابل راډیو کې د پښتو موسیقۍ د تنظیم مشر وو او د ولسونو د بیدارۍ له پاره ېې د پښتونستان په اړه حماسي سندرې او ترانې جوړولې. د استاد حبیب اله رفیع په وینا ملنګ جان به هروخت د پښتونستان خپرونې ته نوی شعر وایه؛ د ۱۹۶۲م کال د اپریل په شلمه د پاکستان لومړنی جمهور ریس سکندر میرزا کابل ته په سفر راغلی وو، حکومتي مسوولینو ملنګ جان ته ویلي وو چې د میلمه د هستوګنې تر وخته پورې به د پښتونستان نوم نه اخلي، خو ملنګ جان خپل عادت قضا نه کړ او دا شعر ېې ووایه:

چا غوږ کې راته وویل چې جانان مه یادوه

د سرو شونډو د پاسه سور پېزوان مه یادوه

راوړئ زولنې چې اول ښکُل بیا ېې په پښو کړم

د مینې کار کې مالره زندان مه یادوه

دلیل او دلایل په خط او خال د یار مېن کړم

دا څه له راته واېې تور زُلفان مه یادوه

شمع په ژړا شوه لباسي پتنګان لاړل

وردانګه ملنګ جان خو د ځان مه یادوه

ملنګ جان په ۱۹۱۴م کال د ننګرهار ولایت بهسودو کې زیږدلی وو. په ۱۹۵۷م کال د کابل-جلال آباد د لویې لارې په اوږدو کې د لته بند په سیمه کې، د موټر د اوښتو په پېښه کې له خپل یواځیني ځوی داو جان سره ومړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.