پوهیږي

عزت الله ځواب

0 844

د غزل په نزاکت باندې پوهېږي!
ځينې ښکلي په سياست باندې پوهېږي
بې اودسه لمونځ دې بيا ورپسې وکړ!
ملايان منافقت باندې پوهېږي!
پښتانه ځان د جانان له سره ځار کړي
څه نا څه په محبت باندې پوهېږي!
چې غوږونو نه د سترګو کار وانخلي
ړانده کله عدالت باندې پوهېږي؟
حاجي ګل ورته له لېرې نه مسکی دی
د مزدور په مجبوريت باندې پوهېږي!
دوی دې يو ځای شي ظالم له کلي تښتي!
ويښ ملت په خپل قوت باندې پوهېږي!
دا په ډېرو وطنونو ګرځېدلی!
اوس د هر سړي عزت باندې پوهېږي!
د ملک او ولسوال خبره يو ده!
هوښياران په مصلحت باندې پوهېږي!
مېړني دي په رښتيا استازيتوب کړي!
چې د خلکو په خدمت باندې پوهېږي!
جهاديانو سيپارې لوستلې نه دي!
خو په مال د غنيمت باندې پوهېږي!
انګريزي خو له پخوا نه ورته زده ده
د قاضي زامن حکومت باندې پوهېږي!
رقيبانو ته کنځلې کړي غوسه دی!
که ځواب په بغاوت باندې پوهېږي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply