ليکوال، شاعر او د مينې مجلې مدير مسؤل عزت‌الله ځواب تېره ورځ امنیتي کسانو نیولی

216

ت.البانو ليکوال، شاعر او د مينې مجلې مدير مسؤل عزت‌الله ځواب تېره ورځ (چهارشنبه، د جنورۍ ۲۴مه) له کابله ننګرهار ته د تګ پر مهال نيولی او له ځان سره يې بېولی دی.

د عزت‌الله ځواب کورنۍ رسنيو سره د دغه خبر پخلی کړی او ویلي يې دي، چې نوموړی تېره ورځ سهار کابل کې له خپل کوره جلال‌آباد ته د تګ پرمهال نيول شوی دی.

د ښاغلي ځواب زوی په خپلې فېسبوک پاڼې ليکي، “تېره ورځ مازديګر ۴ بجې او شل دقيقي له يوې شمېرې ما ته زنګ راغی… چې عزت‌الله ځواب مو څه دی؟ ما وويل، پلار… او دا وخت مې د ګل لالا غږ واورېد، عطاءلله بچيه زه يوه ستونزه کې يم…”.

د عزت‌الله ځواب زوی ويلي، “هيله ده چې د ت.البانو مسؤلين موږ پوه کړي، چې پلار مې يې ولې نيولی او اوس چېرته دی؟”.

عزت‌الله ځواب اصلاً د ننګرهار ولايت دی، چې اوسمهال کابل کې د يوه کتابپلورنځي چارې مخ ته وړي او تر څنګ یې د مينې په نوم د يوې مهالنۍ مجلې مسؤليت هم پر غاړه لري.

ت.البانو رسماً لا تر اوسه د نوموړي د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

د راپورونو له مخې افغانستان کې د ت.البانو په بيا واکمنېدو سره په ناقانونه ډول نيونې او ربړونې ډېرې شوي، هغه اندېښنه چې ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي راپور کې ورته اشاره کړې ده.

AfghanistanABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.