Browsing Tag

نعمان دوست

غضب -لنډه کیسه

ویښتان یې په یوه ډډه کاږه ول.همداسې کږه غاړه او د ګوتو په سرونو روانه شوه او په ډک محفل کې د هغه ځوان مخې ته ودریده چې د بانکنوټونو بنډل یې په لاس کې و. د بدن هر غړي ته یې جلا جلا حرکتونه ورکول. ځوان، ځانته راجوخته کړه. یو لاس یې له ملا…

په تهران کې د علامه عبدالحی حبیبي نمانځنه

په صدای افغان ( اوا) ویبسایټ کې مې یو راپور ولوست. راپور په تهران کې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي د نمانځغونډې په مناسبت و. د راپور محتوا خوند راکړ ؛ځکه چې د خپل هیواد د یوه ډير حقدار شخص په اړه و. په دې غونډه کې د افغانستان سفیر او…

پالشي – لنډه کیسه

د ګلبهار سنټر مخامخ د پیاده رو پر څنډه کتار ماشومان ناست ول. د بوټانو د رنګ بوتلونه او بُرسونه یې مخې ته ایښي وو. چې څنګه ور نږدې شوم؛ ټولو راوکتلې. هر یو په دې تمه و چې بوټان مې رنګ کړي. خو د دوی په منځ کې یو ماشوم داسې اسمان ته…

کلي کې شور شو

کلي کې شور شو، تابوت یې راوړ ړنګ د چا کور شو، تابوت یې راوړ پېغلې ته ګوره، نکریزي توږي وئ: مخ مې تور شو، تابوت یې راوړ مورکۍ غورځیږي، راپورته کیږي اوبه یې زور شو، تابوت یې راوړ د وریتو غوښو بویونه راغلل بل په چا اور شو،…

په دښتو کې جنتونه”، د پرمختګ او هېواد پالنې بې جوړې درسونه”

څو ورځې وړاندې مې د سروش کتاب پلورنځي په فیسبوک پاڼه د لسو نوو کتابونو د چاپ خبر ولوست او د دغو کتابونو د پښتیو د تصویرونو په لیدو مې تلوسه یو په دوه شوه. پنجشنبې ته مې شېبې شمارلې چې ورشم او د یادو کتابونو په پېرلو په خپلو هډو ناست د…

روغاني؛ ساده مزاجه خو د ژور فکر شاعر

د انسان په خیالاتو کې ډير څه ګرځي؛ له حاکمو فکرونو او باورونوسره ټکر، د هغوی خلاف دریدل، نقدول او... خو په افراطي ټولنو کې د دغه شان خیالاتو اظهار له خپل سر، سره خطرناکه لوبه ده. داسې لوبه چې ډیر هوښیاران هم پکې بایلوونکي شي. آن…

د بابا موسکا

ماښام اذان ته درې څلور دقیقې پاتې وې چې د انګړ ور وټکیده. میرمنې په غېږ کې د پرتې ماشومې زبېښلي مخ ته وکتل. سترګې یې کولکونو کې ننوتلې وې. سینې عجیبه شغا کوله، ژر ژر یې نفس اخیسته. خیشت دسمال یې له ټنډې ور لرې کړ او بیا یې غږ کړ:…

مرثیه

(ضیاء) یې ړنګ کړ، ضیاء ( ودان) پاتې نشو (ضیاء) یو ګل و ، خو خندان پاتې نشو یو څراغ و او جونګړه پرې رڼا وه خو هغه هم نور روښان پاتې نشو دغه توره وریځ له کومې خوا نه راغله؟ ډک له ستورو شین اسمان پاتې نشو (محمده*) جل…

«عحیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتې شي»

تېره شنبه د ننګرهار په غني خیلو کې قیامت تېر شو. عکسونو او ویډیوګانو یې دومره وځپلم چې یوه اونۍ مې د فیسبوک له کلي کډه بار کړه. د کوچنیو شهیدو زده کوونکیو څخه د یوه په کتابچه کې دا نیم بیتی، لکه د هغه ژوند، نیمګړی پاتې شو. غوښتل…

په خپلو لاسونو کمزوری شوی وطن

 د زمري ۲۴/۱۳۹۹ د هیواد له ختیځه دردونکي خبرونه را روان دي او دې خبرونو پر دولت او د اشغال سره د مقابلې په نوم د جنګیدونکیو ډلو اعتبار، له غټ صفر سره ضرب کړی دی. د اساسي قانون د پنځمې مادې له مخې له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع د دولت مکلفیت…